د مالیزیا ځمکښویېدنې پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۲۴ ته ورسېد
د مالیزیا په یوه کمپ کې د ځمکښویېدنې په پېښه کې د مړو کسانو شمېر ۲۴ ته زیات شوی دی.
د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې چارواکو پرون شنبه په ټویټر کې لیکلي، چې د دې ځمکښویېدنې وروستۍ قربانۍ یوه نجلۍ ده.
د مالیزیا یوه خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ژغورنې ډلې لا هم په ۹ تنه ورکو کسانو پسې پلټنه کوي.
د کمپ دغه ساحه چې د پلازمېنې کوالالمپور د شمال په ۵۰ کیلومترۍ کې پرته ده، د جمعې ناوخته ورباندې ځمکه وښویېده.
چارواکي وايي، تر اوسه تر ۶۰ زیات کسان له دې طبیعي پېښې وروسته ژغورل شوي دي.
د قربانیانو د هویت په باب معلومات نه دي ورکړل شوي.