پر بشرپاله فعالیتونو د امریکا د بهرنیو مرستو د بندېدو ناوړه اغېزې
اکپس «ACAPS» سازمان وایي د امریکا د بهرنیو مرستو بندیدل د افغانستان د خلکو لپاره د حیاتي خدمتونو د دوام لپاره جدي ګواښ دی.
دې ادارې نن د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د دغو مرستو بندیدل، په ځانګړي ډول د روغتیا، او د خوړو د خوندیتوب په برخو کې، د افغانستان د بشري اړتیاوو په پوره کولو کې ژورې تشې رامنځته کوي.
