د ایران په اړه د کانګرس په غونډه کې بحث وشو
د امریکا د متحد ایالتونو په کانګرس کې د واکمن جمهوري غوښتونکي ګوند استازیو ټینګار وکړ چې پر ایران باید اعظمي فشار وارد شي چې د اټومي وسلو له جوړیدو راوګرځي.
د ایران د اټومي وسلو د جوړیدو هڅو ته په کانګرس کې د اپوزسیون ډیموکرات ګوند غړیو هم اندیښنه ښکاره کړه
