Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2025

نړیوالې ادارې وايي د ځمکلاندې بمونو چاودنو تېر کال افغانستان کې لسګونه ماشومان وژلي دي

0

د سره صلیب نړیوالې کمېټۍ ویلي دي چې په افغانستان کې ځمکلاندې بمونه (ماینونه) او ناچاودي توکي د خلکو ژوند ته جدي ګواښ پېښوي.په افغانستان کې د هغې کمېټۍ استازولۍ د اپرېل پر څلورمه د ماینونو خطراتو په اړه د پوهاوي نړیوالې ورځې په مناسبت په راپور کې ویلي دي چې پر ۲۰۲۴ز کال په هغه هېواد کې د ځمکلاندې بمونو په چاودنه کې د ۴۳۴ ماشومانو په ګډون ۵۶۴ کسانو ته مرګژوبله واوښته.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو ځمکلاندې بمونو او ماین پاکۍ د خدماتو اداره (یو اېن اېم اې اېس) وايي، تېر کال په افغانستان کې د ماینونو د چاودنو په ښکار شویو کې یې ۸۰ سلنه ماشومان، په تېره هلکان، ول. هغه اداره وايي، په ۲۰۲۴ز کال کې په افغانستان کې د ۱۰۵ ماشومانو په ګډون ۱۴۰ تنه ووژل شول.

د سره صلیب نړیوالې کمېټۍ راپور وايي، په تېرو دوو کلونو کې یې د افغانستان د سرې میاشتې ادارې د رضاکارانو په مرسته په ناچاودو توکو په ککړو پینځو سیمو کې تر ۲۴۳،۰۰۰ زیات کسان د ماینونو د ګواښونو په اړه روزلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر (اوچا) په مارچ کې وویل چې په افغانستان کې هره میاشت له ۵۵ کسان زیاتو کسانو ته د ځمکلاندې بمونو او نورو توکو په چاودنو کې مرګژوبله اوړي.

اوچا وايي چې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۳.۳ مېلیونه وګړي په ماینونو له ککړو سیمو څخه په یو کېلومیټرۍ کې ژوند کوي.

په افغانستان کې په تېرو شاوخوا پینځو لسیزو کې د ناکراریو، تاوتریخوالي او جګړو پر مهال په ګڼو ځایونو کې ځمکلاندې بمونه ښخ شول او ناچاودي توکي پاتې شول چې هر کال خلکو ته مرګژوبله اړوي.

د ملګرو ملتونو ځمکلاندې بمونو او ماین پاکۍ د خدماتو ادارې په ۲۰۲۴ز کال کې د ماینونو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي د نړیوالې ورځې په مناسبت په بیان کې ویلي ول چې پر نړیوال کچ د ځمکلاندې بمونو او د ناچاودو مرمیو او نورو توکو چاودنې په هر ساعت کې اوسطاً يو کس وژني او يو ژوبلوي.

هغه اداره وايي، له جګړې پاتې ماینونه او ناچاودي توکي خلکو ته، او په تېره بیا، د شخړو ښکار سيمو ولسي وګړو ته مرګژوبله اړوي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان (يونېسېف) د ۲۰۲۴ز کال د اپرېل پر لومړۍ نېټه افغانستان د نړی هغه هېواد بللی وو چې پکې تر ټولو زیات ځمکلاندې بمونه موجود دي.

په افغانستان کې د ځمکلاندې بمونو د پاکولو موسسې مسوولانو تېر کال ویلي ول، د هغه هېواد له ۴۰۱ ولسوالیو څخه یې دوه برخې لا هم ماینونه لري.

د افغانستان تر څنګ د پاکستان په قبايلي سيمو کې هم وخت په وخت د ځمکلاندې بمونو او د ناچاودو راکټي او نورو مرمیو د چاودنو پېښې کېږي چې پکې خلکو ته مرګژوبله اوړي.

د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو کې هم د ځمکلاندې بمونو په چاودنو کې د ماشومانو په ګډون لسګونه کسانو مرګژوبله اوښتې ده او ګڼ کسان د ټول عمري معذورۍ ښکار شوي دي. د هغو سیمو ګوندونو، پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) او مدني فعالانو په تېرو کلونو کې د ماینونو د موجودګۍ او چاودنو پرضد مظاهرې کړې دي او له حکومته یې د پاکولو غوښتنې کړې دي.

د خیبر پښتونخوا د قبایلي او نیمه قبایلي ضلعو او ملاکنډ ډېوېژن په ګډون په یوشمېر ښاري او کلیوالې سیمې په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې د ناامنۍ ښکار وې او پکې پوځي عملیات هم شوي دي.

د پاکستان بشري حقونو کمېشن د ۲۰۲۳ز کال په اپرېل کې له حکومته غوښتنه وکړه چې سمدستي دې په قبایلي سیمو کې ځمکلاندې بمونه پاک کړي.

د پاکستان پوځ په تېرو کلونو کې په بیا بیا ویلي دي چې په یوشمېر سیمو کې یې د ځمکلاندې بمونو پاکولو چارو ته دوام ورکړی دی. پوځ د ۲۰۲۱ز کال په پای کې خبریالانو ته ویلي ول "د جنوبي وزیرستان په ګډون یې په قبایلي ضلعو کې ۴۸،۰۰۰۰ ماینونه پاک" کړي دي.

تر هغې وروسته هم پوځ او د قبایلي سیمو انتظاميو او پولیسو چارواکو په بیا بیا رسنیو ته ویلي دي چې هلته د ماین پاکۍ چارې روانې دي خو دا لا روښانه نه ده چې د اووه واړه قبایلي ضلعو څومره برخه تر اوسه له ځمکلاندې بمونو پاکه شوې ده.

البته، انتظامي چارواکي وايي چې په هغو ټولو سیمو کې یې ځانګړې نخښې لګولې دي چې پکې د ماینونو شتون امکان دی نو ځکه دې ځايي خلک هغو ځایونو ته نه ورځي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России