Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2025

د سمرقند ناستې ګډونوال؛ طالبان دې ټول ګډونه حکومت جوړ کړي او د ښځو حقونه دې ورکړي

0

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د فعالیت په اړه د اندېښنو په دوام اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا د هیوادونو مشرانو په دې هیواد کې د یو ټول شموله حکومت د جوړولو، بشري حقونو ته درناوی او د زده کړو د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول نجونو او ښځو د لاس رسي غوښتنه کړې ده.

دغو مشرانو د اپریل په څلورمه د ازبیکستان په کوربه توب د منځنۍ اسیا او اروپايي ټولنې په لومړنۍ سرمشریزه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده.

د دې سرمشریزې په ګډه اعلامیه کې چې د اروپايي ټولنې په ویب پاڼه کې خپره شوې راغلي د یو امن او باثباته هیواد په توګه په خپلې ژمنې ټینګار کړی چې ټول شموله حکومت ولري او په کې د ښځو نجونو، قومي او مذهبي لږکیو په ګډون د ټولو خلکو بشري حقونه او بنسټیزې ازادۍ په کې خوندي وي او د ځان او خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې ژ وند وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا د هېوادونو د مشرانو د دې غوښتنې په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو وړاندې تر دې یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ټولشموله بللی ویلي یې دي چې د شریعت په چوکاټ کې یې د ټولو په ځانګړي ډول د ښځو حقونه تامین دي.

په همدې حال کې، افغان کارپوهان دا ډول ناستې مهمې ګڼي او په دې برخه کې د عملي ګامونو د پورته کولو غوښتنه کوي.

له ډلې یې عبدالقیوم افغان ازادي راډيو ته وویل: "د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا د هیوادونو د مشرانو ترمنځ په اوسنیو شرایطو کې ناسته ډېره مهمه ده، افغانستان اوس مهال تقریبا په یو منزوي حالت کې دی، او دې ته جدي اړتیا ده چې له نړیوالو سره اړیکې له سره ورغول شي، چې افغانان له له روان بحران ، ستونزو، فقر او ناهیلۍ نه ووځي."

د سیاسي چارو افغان پوه نثار احمد شیرزاد وايي دا چې طالبان له نړۍ سره په خپلو ژمنو نه دي درېدلي له همدې امله د نړۍ او سیمې هیوادونو ته د باوړ وړ نه دی.

دی وايي په افغانستان کې د ټولو قومي او سیاسي ډلو د یو ټول شموله حکومت د جوړولو اړتیا ده.

"طالبان د باور وړ نه دي، دوی چې کومې ژمنې کړې وې په یوه ژمنه هم ونه درېدل، ان د عفوې فرمان ته ژمن نه ول، نړۍ پوهیږي تر هغې چې په افغانستان کې ټول قومونه په واک کې شریک نه وي هیڅ هیواد پر طالبانو باور نه کوي."

په همدې حال کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان له ډلې یې فیهم فرواک د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او منځنۍ آسیا د هیوادونو د مشرانو دریځ مهم ګڼي، خو وايي چې تر هغه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په واک کې وي، پهدې هیواد کې د بشري حقونو بشپړ تضمین ناممکن دی.

د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو مشرانو په داسې حال کې په افغانستان کې د بشري حقونو په ټینګښت او د یو ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې چې د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کوچني اختر له لمانځه وروسته وویل چې دوی د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ ښه اړیکې غواړي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته تر بیا ځلې رسېدو وروسته په افغانستان کې د د زده کړو او کار په ګډون پر ښځو او نجونو پراخه محدودیتونه ولګول.

که څه هم د طالبانو حکومت تل د بشري حقونو د سرغړونو راپورونه رد کړي دي، خو د نړیوالو سازمانونو د ځینو راپورونو له مخې، طالبان په افغانستان کې د بشري حقونو په سرغړونو تورن دي، چې په کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو او بشري حقونو دفعالانو بندي کول، شکنجه کول، وژل او ترې تم کول شامل دي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России