د ۱۵ بشرپالو د وژنې په اړه اسراییلي چارواکي له خپلو لومړنیو ادعاوو تېر شوي
په غزه کې د ۱۵ بشرپالو مرستندویانو د وژنې په اړه اسراییلي چارواکي له خپلو لومړنیو ادعاوو تېر شوي او وايي تېروتنه شوې.اسراییلي پوځ مخکې ویلي وو چې عسکرو یې د مارچ په ۲۳مه د فلسطین د سره صلیب په موټر کې سپاره د حماس نهه وسله وال وژلي.له دې پېښې یوه خپره شوې ویډیو چې د یوه وژل شوي کس له مبایله ترلاسه شوې ښيي چې مرستندویان په خپلو نښاني شویو موټرو کې دي او څراغونه یې هم روښانه دي.د اسراییلو پوځي چارواکو ویلي دوی ته جوته شوې چې له برید مخکې لومړني رسېدلي معلومات ناسم وو او اوس یې په اړه څېړنې کوي.د پنځلسو وژل شویو مرستندویانو مړي په یوه ډله ییز قبر کې موندل شوي.خو رسنیو ته اسراییلي پوځ د جزییاتو له ورکړې پرته دا ادعا هم کړې چې له وژل شویو ۱۵ کسانو شپږ د وسله والو ډلو غړي وو.
