Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2025

د برېښنا شرکت د صندوق ساتنې په نوم د کورونو له خاوندانو ۲۰۰ او له دوکاندارنو۴۰۰ افغاني اضافي فیس اخلي

0
که څه هم د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برښنا شرکت منلې چې د برښنا په تازه ورکړل شویو بلونو کې د صندوقونو د مراقبت او ساتنې په نوم غوښتل شویو پیسو کې تېروتنه شوې، خو د کابل او ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د وري په اتلسمه هم چې دوی چې کوم بلونه تحویل کړي د صندوقونو د ساتنې په نوم د کورونو له خاوندانو ۲۰۰ او له دکاندارانو ۴۰۰ افغانۍ اخیستل شوې دي.
د ننګرهار یوه اوسېدونکي عبدالله ازادي راډيو ته وویل، "د برښنا شرکت د صندوق د ساتلو په هدف د کورونو له خاوندانو ۲۰۰ افغانۍ او د دکانونو له خاوندانو ۴۰۰ افغانۍ د یوې دورې لپاره غوښتي دي، ما پرون خپل بل تحویل کړو او دا پیسې مې ورکړې."
د دې ولایت یو بل اوسېدونکي د موضوع د حساسیت له امله د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل: "دا په خلکو اضافه ظلم دی، د برښنا شرکت چې کوم مأمورین ټاکلي هغه که میتر ویونکي دي، که مستریان دي او که د بلونو راوړونکي دي، دا ټول خپلې میاشتنې تنخواوې لري، دا اوس چې کومې ۲۰۰ افغانۍ دوی په بلونو کې ورزیاتې کړې دي، دا سراسر ظلم دی."
د طالبانو د برښنا شرکټ مسولینو که څه هم په دې اړه تازه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د وري په څلورمه دغه شرکت په خپلو تازه ویشل شویو بلونو کې د صندوقونو د ساتنې او مراقبت په نوم په یوه دوره کې د یو میتر په سر له کورونو ۲۰۰ او له دکانونو ۴۰۰ افغانۍ غوښتنې وې.
دې موضوع د خلکو غبرګونونه راپورول چې وروسته بیا یاد شرکت دا یوه ټایپي تېروتنه وبلله.
د دغه برښنا شرکت رئیس د دغه شرکت په اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) په خپاره شوي یو وېډیو بیان کې ویلي دي چې د صندوقونو د مراقبت او ساتنې لپاره په کلني ډول له کورونو ۱۰۰ او له دکانونو ۲۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي.


خو د پلازمېنې کابل یوه اوسېدونکي محمد همایون ازادي راډیو ته وویل چې دا د برښنا نیمه خصوصي شرکت مسؤلیت دی چې د میترونو او صندوقونو مراقبت او ساتنه وکړي.
نوموړي وویل چې له خلکو نه په دې نوم پیسې اخیستل ظلم دی او حکومت یې باید مخه ونیسي: "د افغانستان برښنا شرکت نیمه دولتي شرکت دی، دوی د پیسو په مقابل کې خدمتونه وړاندې کوي، موږ د برښنا د بلونو ترڅنګ هره میاشت بېلابېل نور ټکسونه هم ورکوو، خو دا چې د صندوقونو د مراقبت په نوم موږ نه پیسې اخیستل کېږي دا سمه نه ده ځکه د دې هر څه مسؤلیت شرکت لري، له مشتریانو نه د صندوقونو د ساتلو په هدف پیسې اخیستل ظلم دی او حکومت باید په دې برخه کې پام وکړي."
د یادونې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په افغانستان کې دوی له خلکو په بېلابېلو پلمو د پیسو په اخیستلو تورن شوي دي او د بېلابېلو ولایتونو ډېری اوسېدونکو داسې ادعاوې مطرح کړی چې پیسې ترې اخیستل کېږي، خو خدمتونو په نشت حساب دي.
دوی ادعا کړې چې ښاروالۍ ګانې ترې د صفايي په نوم پیسې اخلي، خو خدمتونه یې صفر دي.
دغه شان وړاندې یو شمیر کورنیو رسنیو راپورونه خپاره کړي وو چې په یو شمېر شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول بغلان کې سیمه ییزو طالب چارواکو له خلکو غوښتي وو چې د امنیتي کمرو د مراقبت او ساتنې لپاره باید هر کور او دکان په میاشتني ډول ۳۰ افغانۍ ورکړي.
په لویو لارو د ټول پلازې او د سړکونو د ترمیم او ساتنې په هدف له موټر چلوونکو د پیسو اخیستل بله هغه مسئله وه چې د خلکو غبرګونونه یې راپارولي وو او ډېری موټر چلوونکو ازادي راډيو سره خبرو کې ادعا کړې وه چې دا پیسې په غیر قانوني ډول له دوی اخیستل کېږي.
خلک دا ادعا هم کوي چې د اخیستل شویو پیسو د لګښت مېکانیزم نه دی موجود او دا چې دا پیسې تر ډېره د طالب چارواکو شخصي جېبونو ته ځي.






Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России