د افغانستان د همغږۍ ډلې ناسته؛ له بېوزلو افغانانو د لاسنیوي نوې موقع
د افغانستان د همغږۍ د ډلې ناسته، چې یوه ورځ مخکې د ترکيې په استانبول ښار کې پیل شوې وه، نن پنجشنبه د اپریل ۱۰مه هم روانه ده.
په کابل کې د ترکيې سفارت، په خپله ایکس پاڼه دا ناسته افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې د لومړیتوبونو او پروګرامونو په اړه بحث ته مهمه بللې ده.
