له پاکستانه د ګڼ شمېر کډوالو ستنول د افغانستان د اقتصاد او کار پر بازار څه اغیز کوي؟
پاکستان له هغه هېواده د څه باندې درې میلیونه بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.دې لړۍ کې له تېر شاوخوا یو نیم کال راهیسې کابو ۸ لکه کډوال را ستانه کړای شوي او د پاته څه باندې دوه میلیونه نورو د ایستلو لړۍ روانه ده.
