Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2025

د اوکراین پر سومي ښار د روسیې "وحشتناک" برید نړیوال غبرګونونه پارولي دي

0

ملګرو ملتونو، امریکا او اروپايي ټولنې د اوکراین په شمال کې پر وړوکي ښار سومي د روسیې خونړی برید غندلی دی.اوکرایني چارواکي وايي، د اپرېل پر ۱۳مه د توغندیو په برید کې د وژل شویو شمېر ۳۴ ته رسېدلی دی.

د اوکراین د بیړنیو خدماتو چارو اداره وايي چې په وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي. د ادارې په خبره، په حمله کې د ۱۵ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱۷ تنه ژوبل دي.

د سومي سیمې پوځي انتظامیې د اپرېل پر ۱۳مه وویل چې روسیو ځواکونو د هغه وړوکي ښار پر مرکز دوه بیلېسټېک توغندي ویشتلي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ویلي دي چې حملې انتونیو ګوتېرېش "ته سخت ټکان او صدمه" رسولې ده او ویلي یې دي چې "په تېرو اونیو کې د اوکراین پر وړو او لویو ښارونو ورته بریدونه دوام" لري.

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل پر سومي د روسیې برید "وحشتناکه عمل" وو.

نوموړي له فلورېډا څخه واشنګټن ته د پرواز پر مهال خبریالانو ته وویل: "دا ډاروونکی کار وو. ما ته ویل شوي چې له هغوی تېروتنه شوې ده. خو زه فکر کوم چې دا یو وحشتناکه عمل دی. زما په اند دا ټوله جګړه خورا وحشتناکه ده."

ټرمپ د "تېروتنې" موضوع مشخصه نه کړه او نور جزییات یې هم ور نه کړل.

د اروپايي ټولنې د کمېشن مشرې اورسولا فن دېر لېین ویلي دي چې هغه برید "د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه" وه او زیاته یې کړه چې "د اوربند عملي کولو لپاره قوي اقدامات په کار دي."

مسکو په ۲۰۲۲ز کال کې پر اوکراین له پراخ یرغل راهیسې پر ملکي اهدافو د قصدي حملو تورونه رد کړي دي. دا پر دې سربېره ده چې روسیې د شخړې په اوږدو کې پر روغتونونو، ښوونځیو، د انرژۍ یا توانایۍ پر مرکزونو او رهایشي ودانیو په بیا بیا بریدونه کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پر سومي برید "د روسیو توغندیو وحشتناکه حمله" وبلله او د اوکراین لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي کیت کېلاګ وویل چې له دیني پلوه د مسیحیانو د سپېڅلې یکشنبې پر ورځ "سومي کې پر ملکي اهدافو د روسیو ځواکونونو برید د شرافت له هرې کرښې" د اوښتو معنا لري.

مسیحیان باور لري چې حضرت عیسی تر ایسټر یوه اونۍ مخکې د اتوار یا یکشنبې پر ورځ د یو فاتح په توګه بیت المقدس ته داخل شوی وو. همدا لامل دی چې هغوی تر خپل اختر ایسټر یوه اونۍ مخکې پر یکشنبه ځانګړي دیني مراسم لري او عبادتونه کوي.

د ازادې اروپا راډیو یو خبریال چې تر پېښې لږ وروسته سیمې ته ورسېد وايي چې برید د وړوکي ښار په مرکز کې د ګڼې ګوڼې په ځای کې پر داسې وخت شوی دی چې اوکراینیان د عبادت لپاره کلیساګانو ته روان ول.

د جرمني راتلونکي وزیراعظم فریدریښ مرڅ پر روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین په یو "قصدي جنګي جرم" تورن کړ.

د نورو ترڅنګ د برېتانیا، فرانسې او اېټالیا مشرانو هم سمدستي د برید غندنه وکړه.

تر نړیوالو چارواکو او مشرانو مخکې اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي برید وغنده. نوموړي د اپرېل پر ۱۳مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې روسیو توغندیو د هغې سیمې "یو عادي کوڅه - چې رهایشي ودانۍ او تعلیمي ادارې پکې دي - او عادي ژوند په نخښه کړی دی."

په داسې حال کې چې امریکا په اوکراین کې د اوربند هڅه کوي، روسیې پر هغه هېواد حملو ته زور ورکړی دی.

د اپرېل پر شپږمه روسیو ځواکونو د اوکراین پر پلازمېنې کییف بیلېسټېک توغندی وویشت او د خارکیف په ختیځ کې یې پر یو ښار بم وغورځاوه. پر کییف په برید کې د ازادۍ په نوم د یو ټېلېوېژن وداني په نخښه شوه او پکې یو کس ووژل او لږ تر لږه درې ژوبل شول.

پر هم هغه ورځ د روسیې د دفاع وزارت وویل، اوکراین په هغه هېواد کې پر اهدافو ۱۱ ډرونونه ویشتلي دي.

تر دې یوه ورځ مخکې په کرېويي رې وړوکي ښار کې د روسیو توغندیو په برید کې د ۹ ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه ووژل شول.

مسکو دعوه کړې وه چې په هغه برید کې یې د اوکراینیو پوځیانو یوه غونډه په نخښه کړې وه.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России