په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځور ممنوعیت "ناسم فهم دی چې له شریعت څخه کیږي"
د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې طالبانو رسنۍ د ژوندیو موجوداتود انځورونو له خپرولو منع کړې دي.د طالبانو حکومت د ژوندیو موجوداتو ښوول د اسلامي شریعت خلاف ګڼي. د دیني علومو یو شمېر پوهان بیا وايي چې د طالبانو دا عمل د اسلامي شریعت خلاف دی.
