د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان کابل ته رسیدلی دی
د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي صادق خان په مشرۍ نن چهارشنبې یوه لوړپوري پاکستانی پلاوی کابل ته رسیدلی دی.تمه ده دا پلاوی په کابل کې د افغانستان-پاکستان د همغږۍ د ګډې کمېټې په غونډه کې ګډون وکړي.ټاکل شوي چې د پاکستاني پلاوي سفر یو ورځ دوام وکړي او د طالبانو له حکومت سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې وکړي.کابل ته د صادق خان په مشرۍ دا پلاوی په داسې حال کې سفر کوي، چې د اپریل میاشت له پیله پاکستان څه باندې ۶۰زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي.د کډوالو د لوی کمیشنر د راپور له مخې د دغو کډوالو نژدې نیمايي په اجباري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
