خلیلزاد له پاکستانه د کډوالو د ایستلو په تړاو احتمالي پټې سناریو ته اندیښمن دی
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد څرګندوي چې له چارو سره یوشمیر با خبره خلکو ورته ویلي دي دوی اندیښنه لري چې پاکستان ښایي د افغان کډوالو د ایستلو په لړ کې داعش ترهګر د افغانستان لور ته انتقال کړي.ښاغلي خلیلزاد تیره شپه په خپله ایکسپاڼه کې ولیکل چې دی هم ورته اندیښنه لري.ښاغلي خلیلزاد د هغو کسانو نوم نه دی اخیستی چې دی وایي له ده سره یې خبرې کړې دي.پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.د پاکستان حکومت د روانې اپریل میاشتې له پيله له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ګړندی کړی دی.د کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د عالي کمیشنرۍ په وینا د اپریل له پيله تر اوسه په لسګونو زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوې دي.
