Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2025

نن په کابل کې د طالب او پاکستاني چارواکو ناسته ترسره کیږي، خو ظاهرا له پاکستانه د زرهاوو افغان کډوال جبري اخراج د اجنډا برخه نه ده

0

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې ظاهرا ښې نه ښکاري ټاکل شوې چې نن د دواړو هیوادونو د استازو ترمنځ په کابل کې د JCC په نوم د همغږۍ د ګډې کمېټې ناسته ترسره شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي، د پاکستاني پلاوي مشري به د هغه هېواد ځانګړی استازی محمدصاق خان او د افغانستان لوري به د د دوی د حکومت د دفاع وزارت مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر کوي.

نوموړي ویلي چې دا د جې سي سي اوومه غونډه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یوځل په اسلام آباد او یوځل به کابل کې ترسره کیږي.

په بیان کې راغلي دي چې په دې ناسته کې به د دیورند کرښې په اوږدو کې د احتمالي منازعاتو د هواري او د دواړو لوریو ولسونو ته د اسانتیاوو په رامنځته کیدو خبرې کیږي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د یو پلاوي په مشرۍ په دې ناسته کې د ګډون په هدف کابل ته رسېدلی دی.

هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د جی سي سي دا ناسته له یوې اوږدې وقفې وروسته ترسره کیږي.

که څه هم معلومه نه ده چې په دې ناسته کې به له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه بحث وشي او کنه خو په وروستیو کې پاکستان له دې هیواده د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.

بل د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ چارو سرپرست وزیر نور الدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته تللی دی.

دغه وزارت د اپرېل پر ۱۵مه پر اېکس پاڼه په بیان کې ویلي دي چې د طالبانو حکومتي پلاوی له پاکستانیو چارواکو سره "د افغان سوداګرو د سوداګریزو، ټرانزېټي او ټرانسپورټي ستونزو" پر هواري خبرې کوي.

بیان زیاتوي چې عزیزي اسلام اباد ته تر تګ مخکې په کابل کې د افغانستان د شخصي کاروباري څانګې د ټولنو له مشرانو او استازو سره غونډه وکړه او له پاکستان سره یې د سوداګرۍ په برخه کې د هغوی له ستونزو ځان خبر کړ او د هواري لپاره یې د هغوی نظرونه او وړاندیزونه واورېدل.

د اپرېل له ۱۷مې څخه تر ۱۹مې پورې په نندارتون کې د "روغتیايي انجینرۍ او معدني" توکي ښوول کېږي چې ورته د یوشمېر هېوادونو استازي ورځي او ښايي چې دا پلاوی هم دې نندارتون ته ورشي.

د طالبانو د پاکستان د حکومت اړیکې

د دواړو لوریو لوړپوړي چارواکي په داسې مهال د کابل او اسلام اباد په سفر بوخت دي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې له یوې مودې راهیسې ساړې دي چې په وروستیو کې د افغانانو د جبري ستنولو او د تورخم دروازې د تړلو او هلته د نښتو له امله لا خراب شوې دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د اپرېل پر ۱۴مه په کابل کې د پاکستان د سفارت سرپرست سفیر عبیدالرحمان نظاماني سره د لیدو پر مهال د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه وښوده او ورسره یې د پاکستاني چارواکو "روان ناسم چلند پاروونکی او د دواړو هېوادونو د اړیکو په زیان وباله."

پاکستاني چارواکي له افغانانو سره د ناسم چلند تورونه ردوي او حکومت وايي چې ټول کډوال په "پوره درناوي" ستنول کېږي.

د پاکستاني چارواکې او په هغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویلي، د اپرېل له پیله تر اوسه پر تورخم او چمن لسګونه زره افغانان بیرته خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России