Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2025

چارواکو د جماعت اسلامي تر لاریون مخکې اسلام اباد ته تلونکې لارې تړلې دي

0

پاکستانیو چارواکو په اسلام اباد کې د غزې تړانګې له ولس سره د "خواخوږۍ" لپاره د جماعت اسلامي د لاریون له کبله سخت امنیتي تدابیر نیولي دي او پلازمېنې ته تلونکې لویې لارې یې تړلې دي.انتظامي چارواکو د اسلام اباد مهمې سیمې ته تلونکې لارې په کنټېنرونو او اغزن تار تړلې دي او هېچا ته هلته د تګ اجازه نه ورکوي. هغه سیمه "رېډ زون" بلل کېږي او پکې د وزیراعظم او ولسمشر دفترونه، د پارلېمان، سپریم کورټ او نورې دولتي ودانۍ پرتې دي.

چارواکو د اپرېل پر ۲۰مه په ښار کې پولیس او د رېنجرز ځواک سرتېري ځای پر ځای کړي دي او له راولپېنډۍ څخه اسلام اباد ته تلونکې لویه لاره یې هم تړلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د جماعت اسلامي مشر حافظ نعیم الرحمان د اپرېل پر ۲۰مه په اسلام اباد کې لاریون اعلان کړی دی او ویلي يې دي چې موخه یې د "غزې له ولس سره خواخوږي" ښوول دي.

د پاکستان حکومت وار له مخه په اسلام اباد کې له اجازې پرته پر غونډو او لاریونونو بندیز لګولی دی.

د پاکستان پارلېمان تېر کال یو قانون منظور کړی وو چې په پلازمېنه کې یوازې په ټاکلو ځایونو کې د غونډو اجازه ورکوي. حکومت وايي، د هغه قانون موخه دا ده چې د جلسو او احتجاجونو پر مهال د خلکو ژوند او کار اغېزمن نه شي.

په اسلام اباد کې د لاریون اعلان پر داسې مهال شوی دی چې اسراییلیو ځواکونو په غزه کې پوځي عملیات پراخ کړي دي.

اسراییلو د مارچ پر ۱۸مه له حماس سره اوربند ختم کړ او پر غزې یې درانه هوايي بریدونه وکړل.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر ترک د اپرېل پر درېیمه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د منځني ختیځ او غزې پر وضعیت غونډې ته ویلي ول چې له مارچ راهیسې په غزې کې په اسراییلیو عملیاتو کې ۱،۲۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د مارچ ۱۸مې تر بمبارۍ وروسته ویلي ول اسراییلو نه یوازې د اوربند د موافقې سرغړونه کړې بلکې په غزه کې یې ۵۹ یرغملیان له نامعلوم برخلیک سره مخامخ کړي دي.

د یرغملیانو او د هغوی د مړیو سپارل د حماس او اسرایيلو ترمینځ د اوربند د هغې موافقې د لومړي پړاو برخه وه چې په غزه کې تر څه باندې یو کال وروسته سږ کال د جنورۍ له ۱۹مې څخه عملي شو.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې تر ۱،۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.

تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا، د اوربند تر پیلېدو پورې پکې شاوخوا ۴۷،۰۰۰ فلسطينيان ووژل شول، لکونه وګړي بې کوره شول او ګڼې سیمې ويجاړې شوې.

په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم ووژل شول.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России