Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2025

د افغان خبریالانو یوه ټولنه وايي پولیسو یې په اسلام اباد کې یو ملګری نیولی دی

0

په اسلام اباد کې د "کډوالو افغان خبریالانو ټولنې" ویلي دي چې پولیسو یو ژورنالېسټ ظاهر بهاند نیولی دی.د ټولنې مشرانو، چې د موضوع د حساسیت له وجې یې د نومونو نه خپرولو غوښتنه وکړه، د اپرېل پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې پاکستانیو چارواکو درېیم هېواد ته د تګ منتظرو افغانانو ته د میاشتې تر پایه په اسلام اباد کې د پاتې کېدو اجازه ورکړې وه، خو پر دې سربېره هره ورځ افغانان نیسي.

دوی وویل، پولیسو د اپرېل پر ۲۰مه سهار مهال بهاند ونیوه او د هغه دوه اولادونه او ښځه په کور کې یوازې پاتې دي او د ګرفتارۍ له خطر سره مخامخ دي.

د اسلام اباد د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې بهاند په "حاجي کیمپ کې نه شته." په هغه ښار کې نیول شوي زیاتره افغانان لومړی د حاجي کیمپ او ګولړه موړ لنډمهالو پنډغالو ته او بیا له هغه ځایه افغانستان ته لېږدول کېږي.

د بهاند یو ملګري هم مشال راډیو ته وویل چې هغه ورته په ټېلېفون وویل چې پولیسو نیولی دی او بیا یې ټېلېفون بند شو.

په راولپېنډۍ او اسلام اباد کې مېشتو افغانانو څو ورځې مخکې هم مشال راډیو ته ویلي ول چې پولیسو هلته د فرشتې سدید په نوم د یوې خبریالې په ګډون لسګونه کسان نیولي او لنډمهالو کیمپونو ته انتقال کړي دي.

د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان د سدید د نیول کېدو تر راپورونو وروسته په پاکستان کې د افغان خبریالانو پر وضعیت اندېښنه ښوولې وه او د هغې د خوشې کولو غوښتنه یې کړې وه.

خو د اسلام اباد او راولپېنډۍ پولیسو ویلي ول چې د سدید د ګرفتارۍ په اړه معلومات نه لري.

د پولیسو چارواکو مشال راډیو ته ویلي ول چې بې اسناده او افغان تابعیت کارډ لرونکي ځکه نیسي چې حکومت ورته د مارچ تر ۳۱مې پورې د هېواد پرېښودو مهلت ورکړی وو چې پای ته رسېدلی دی.

دوی زیاته کړې وه چې "په دې کار نه لري" چې په نیول شويو کې "څوک ژورنالېسټ شته او که نه."

د پاکستان حکومت د اپرېل په پیل کې له هېواده د افغانانو ستنولو د بهیر دویم پړاو پیل کړ او تر اوسه یې لسګونه زره وګړي افغانستان ته لېږدولي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) او د مهاجرت نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو یوشمېر سازمانونو او په پاکستان کې یوشمېر ګوندونو په تېرو میاشتو کې څو ځلې د افغانانو پر ایستلو اندېښنه ښوولې او له حکومته یې غوښتي دي چې افغانان دې په زور نه ستنوي.

هغوی د پاکستان پر اقدام انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د افغانانو هېواد ته ستنول یې ژوند له خطر سره مخامخولای شي.

د پاکستان حکومت وايي، د افغانانو ایستلو ته ژمن دی او دا کار د ملي امنیت په ګټه بولي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России