د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ را روانه میاشت منځني خیتځ ته سفر کوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ راتلونکې اونۍ منځني خیتځ ته ځي او له دریو هېوادونو لیدنه کوي.د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دا خبره د سپینې ماڼې ویاندې کارولین لیویت د سه شنبې په ورځ کړې ده.تمه ده ټرمپ د شنبې په ورځ واتیکان ته لاړ شي څو د نړۍ د کاتولیکانو د مشر پاپ فرانسیس په جنازه کې ګډون وکړي.لیویت په سپینه ماڼې کې په یوې خبري ناسته کې وویل،"ټرمپ به د مې میاشتې له۱۳ تر۱۶مې سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي".اغلې لیویت د ټرمپ د سفر په اړه نور جزیات ور نه کړل.
