Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2025

ملاریا په نړۍ کې په هره دقیقه کې د یو انسان ژوند اخلي، د افریقا وچه تر ټولو ډیره قرباني ورکوي

0

د اپریل ۲۵ مه د ملاریا نړیواله ورځ ده.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) د افغانستان څانګه وايي، دغه هېواد د ملاریا د کمولو لپاره سخته مبارزه کړې، خو دا لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ دي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ملاریا یو شمېر ناروغان وايي، د هوا له ګرمېدو سره په دې ناروغۍ اخته شوي او یو شمېر یې بیا د اقتصادي ستونزو له امله د درملنې وسه نه لري.

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اوسیدونکی ۲۷ کلن عبدالله وايي، له یوې اونۍ راهیسې په ملاریا ناروغۍ اخته شوی دی.

عبدالله چې نږدې هر کال په ملاریا اخته کېږي، ازادي راډیو ته یې وویل چې د هوا په ګرمېدو سره د ده په ګډون د دې ولسوالۍ ډېری کورنۍ په دې ناروغۍ اخته شوې دي.

"زه خپله فعلا ملاریا یم، تبه او لرزه لرم، د کلي ډاکتر ته ورغلم یو څه درمل یې راکړل، دا ناروغي دلته عامه ده، هر کور کې دوه درې کسان د ګرمۍ په موسم کې په ملاریا اخته کېږي."

د کابل ښار اوسېدونکی فیصل چې له څو ورځو راهیسې یې مور په دې ناروغۍ اخته شوې، هم ازادي راډیو ته یې وویل،

"کله یې صحت ښه وي او کله بدتره شي، شدیده تبه لري او کله کله لرزه هم پیدا کوي، په دې بې کارۍ او بې وزلۍ کې یې د درملنې وسه نه لرو تر څو چې په یو مجهز روغتون کې یې بسترنه کړو، دولتي کلنیک ته مې بوتله، ویل یې چې ملاریا شوې، ځینې دوا ګانې یې راکړې او سپارښتنې یې وکړې."

دا افغانان په داسې حال کې ده چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د هوا په ګرمېدو په ملاریا اخته کېږي، چې نړیوال روغتیايي سازمانونه هم په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د شدیدېدو په اړه اندېښمن دي.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) د افغانستان څانګه وايي، افغانستان د ملاریا د کمولو لپاره سخته مبارزه کړې، خو خبرداری ورکوي چې اوس دا لاسته راوړنې له خطر سره مخ دي.

دغه سازمان د اپرېل د ۲۵مې د ملاریا د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکس پاڼه د یو پیغام له لارې په افغانستان کې د روغتیا نړیوالسازمان د استازي ډاکټر ادوین سنیزا سالوارډر په حواله زیاته کړې چې اوس په افغانستان کې د ملاریا د ختمولو لپاره د اقداموتو وخت دی.

د نوموړي په خبره، موثرې وسیلې باید وکارول شي، سیمه ییزې لارې چارې باید په پام کې ونیول شي، او د دې ناروغۍ په وړاندې ټولیز اقدام باید بیا پیل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم په خپله وېبپاڼه «ملاریا له موږ سره ختمېږي» په نوم خپور کړي شعار سره لیکلي، د ملاریا نړیواله ورځ یو فرصت دی چې د دې ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول لپاره د دوامدارې پانګونې او سیاسي ژمنې اړتیا پیاوړي کړي.

دغه سازمان وړاندې لیکي چې ملاریا په نړۍ کې په هره دقیقه کې نږدې یو کس وژني، چې تر ټولو زیاتې کسان ورنه په افریقا کې مري.

هڅه مو وکړه، چې په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د خپرېدو په اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د ویاند شرافت زمان نظر هم واخلو، خو نوموړي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

ډاکټران وايي، ملاريا يوه ويروسي، ساري ناروغي ده چې ان د مرګ لامل هم ګرځي.

د کابل په انتاني روغتون کې د ساري ناروغیو متخصص ډاکتر فرید الله عمري ازادي راډیو ته وویل:

"ملاریا په ټوله نړۍ کې یوه شدیده، ساري او انتاني ناروغي ده چې ماشومان او سپین ږیري، ښځې او نارینه پرې اخته کېدای شي، هغه کسان چې په دې ناروغۍ اخته وي کله یې چې انافل ماشې چیچي وروسته دا ماشي له ځانه سره پرازیت اخلي او روغ انسان ته یې انتقالوي، دا ناروغي د همدې ماشو په وسیله له اخته کسانو روغ خلکو ته لیږدول کیږي."

نوموړي زياته کړه، چې د ملاريا نښې نښانې تبه، سخته لرزه، د بدن سړېدل، خوله کېدل، کانګې او په ځانګړې توګه په ناروغ کې نس ناستی دي،چې ډېرى وخت له پنځو کلونو کم عمره ماشومان او امېندواره مېرمنې په دې ناروغۍ اخته کېږي.

ډاکټران سپارښتنه کوي چې که څوک دا نښې نښانې لري، نو ژر تر ژره دې نېږدې روغتیایي مرکز ته مراجعه وکړي، څو له مرګ خوندي شي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России