پاري سن ژرمن لوبډلې ارسنال ته ماته ورکړه
په چیمپینز لیګ کې، پاري سن ژرمن لوبډلې خپل کوربه ارسنال ته یو پر صفر ماته ورکړه.دا لوبه بېګا شپه د اروپا د اتلانو جام د نیمه پای لوبې په لومړۍ مرحله کې ترسره شوه.د دې دواړو لوبډلو ترمنځ د بیرته راتګ لوبه به راتلونکې اوونۍ په پاریس کې وشي.دوهمه نیمه پای لوبه به د چهارشنبې په شپه د هسپانوي ټیمونو بارسلونا او ایټالیا انټر میلان ترمنځ ترسره شي.
