Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2025

د کډوالو عالي کمشنري؛ له راستنو شویو کورنیو سره د بشري مرستو لپاره د بودیجې له کمښت سره مخ یو

0

په داسې حال کې چې له ایران او پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په تېزې روانه ده د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (یو این ایچ سي ار) ویلي د راستنېدونکو کډوالو د وضعت د حل لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې چې پرون د اپریل په ۲۸ مه یې خپور کړی ویلي، د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې یې د اړتیا وړ بودجې یوازې ۶ سلنه ترلاسه کړې ده.

(یو این ایچ سي ار) ویلي، په دې موده کې یې د ۱۷۹ عشاریه ۱ میلیون ډالرو اړتیا وړ بودجې څخه یوازې ۹ میلیونه ترلاسه کړي چې د راستنېدونکو کډوالو ترمنځ یې د بېړنۍ سرپناه او مرستې اړتیا لاپسې زیاته کړې ده.

په راپور کې راغلي، د دې بودجې سره دوی یوازې د کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۱۸۳ زره ۲ سوه ۹۹ څخه زیاتو کسانو ته د سرپنا او حفظ الصحې مرستې چمتو کړي خو دا د هغو خلکو د شمېر ۱۷ سلنه جوړوي چې دوی یې هدف ټاکلی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اپریل له لومړۍ نېټې پاکستان له دې هیواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ تېزه کړې ده.

دغه شان له ایرانه هم په تېرو دوه کلونو کې د بې اسناده افغان کډوالو د جبري د ایستلو لړۍ روانه ده.

افغانستان ته یو شمېر ستانه شوي کډوال وايي په کور دننه له سختې بې وزلۍ او بې کارۍ سره مخ دي.

نور محمد چې نږدې شل ورځې مخکې له پاکستانه ستون شوی او اوس مهال په جلال اباد ښار کې په یو کرايي کور کې اوسیږي وايي د خپلې کورنۍ لپاره ان نفقه نه شي پیدا کولای.

"دلته هیڅ کار نشته، له ستونزو سره مخ یو، ان کور کې خوراکي توکي نه لرو، له سهاره تر ماښامه وګرځو کار نه پیدا کیږي، کور کې ماشومان راته ژاړي، هیڅ نه پوهیږو څه وکړو، ځوانان یو سوال هم نه شو کولای، خو ډېر بد مجبور یو."

له ایرانه تازه ستون شوی یو کډوال محمود چې اوس مهال په کابل کې میشت دی هم له ورته ستونزې سره ټکوي.

"دوه کاله په تهران کې وم، هلته مې کار کولو، ویزه مې ختمه شوې وه پولیسو د کار له ځایه ونیولم او افغانستان ته یې راواړلم، دلته نه کار شته نه روزګار شته، حیران یو څه وکړو ، چېرته لاړ شو، سرپناه مو نشته، له دولت غواړو چې راستنو شویو کسانو سره مرستې وکړي او دوی ته خاصه پاملرنه وکړي."

دغه ستانه کړل شوي کډوال وايي د مرستو ژمنې ورسره شوې وې خو هیڅ ډول مرسته ورسره نه ده شوې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ «یو ان اچ سي ار» د اپریل په۱۷مه یې خپور کړ ویلي وو چې د اپریل له لومړۍ نېټې تر ۱۶مې پورې له پاکستان نږدې ۸۴ زره او ۸۰۰ افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي، چې له دې شمیر ۱۹ زره او ۶۰۰ کسان په زور ایستل شوي دي.

خو د همدې میاشتې په شلمه یې بیا وویل چې له یاد هیواده د ستنو کړل شویو کډوالو شمیر یو لک او ۲۰ زره ته لوړ شوی دی.

«یو ان اچ سي ار» د اپریل د ۱۷ مې په راپور کې دا هم ویلي چې د مارچ له ۲۰مې د اپریل تر ۱۶مې پورې بیا ۹۷ زره او ۳۰۰ افغان کډوال له ایران څخه خپل هیواد ته تللي چې له دې شمیر ۵۵ زره او ۴۰۰ کسان په زور ایستل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د طالبانو حکومت له ملګرو ملتونو غوښتي چې په جبري ډول له ګاونډیو هیوادونو د افغانانو د ستنولو په مخنیوي کې جدي اقدامات ترسره کړي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې پرون د اپریل په ۲۸ مه د طالبانو د ریاست الوزا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال ټام فلیچر سره په لیدنه کې ویلي چې په جبري ډول د افغان کډوالو ایستل د ګاونډیتوب له اصولو او نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي.

د طالبانو حکومت له دې وړاندې هم ورته غوښتنې کړي خو د کوربه هیوادونو له لوري نه دي منل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته په دې هیواد کې بې کارۍ او بې وزلي زیاته شوې ده.

د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې افغانستان ته د کډوالو بې سارې ستنېدنې د دې هیواد کمزوری اقتصادي وضعیت لاپسې خراب کړی دی.

تازه پرون دوشنبه د اپریل ۲۸ مه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په یو خبري کنفرانس کې وویل چې اوس مهال په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلک چې د دې هیواد له نیمايي ډېر نفوس حوړوي بشري مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي د بشري مرستو لپاره د افغانانو اړتیا ته په اشارې سره وویل چې ملګري ملتونه او د دوی شریکان د افغانستان لپاره د بودجې له سخت کمښت سره مخ دي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России