د نيوزيلېنډ کرايسټچرچ قربيانو ته عقيدت
د پاکستان پنجاب صوبې په جنګ ضلع کې په زرګونو کسانو د نېوزيلېنډ کرايسټچرچ پر دوو جوماتونو د ډزو په پيښه کې وژل شويو ۵۰ کسانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کړې.
د پاکستان پنجاب صوبې په جنګ ضلع کې په زرګونو کسانو د نېوزيلېنډ کرايسټچرچ پر دوو جوماتونو د ډزو په پيښه کې وژل شويو ۵۰ کسانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کړې.
د شمالي کوریا مشر کیم جوونګ اون وايي، دی په مشروطه توکه له امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره دریمې سرمشریزې ته تیار دی.
په چارسده کې د ځايي انتظامیې لخوا یوه مېله وشوه چې پکې د سکولونو ماشومانو، مېرمنو او سړو ګډون وکړ. په دې مېله کې خلکو له موسیقۍ او اتڼونو خوندونه واخېستل. ځینو مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي چې دا ډول مېلې دوی د سولې نښې بولي. په دې اړه د شبیر احمد جان ویډیويي رپورټ وګورئ. په دې اړه د شبیر احمد جان ویډیويي رپورټ وګورئ.
په سوات کې د سپرلي په مناسبت یوه ښکلې مشاعره وشوه چې پکې د بیا بیلو سیمو شاعرانو ګډون وکړ او خلکو له مشاعرې زیات خوندونه واخېستل. په مشاعره کې د پښتو ژبې نامتو شاعر او د ریډیو پاکستان سره وابسته لایق زاده لایق ته د سرو زرو تاج هم په سر کړل شو. په سپرلي کې په افغانستان او پښتونخوا کې پښتانه شاعران مشاعرې جوړوي چې پکې د ژوند د بیلا بېلو طبقو سره تړاو لرونکي خلک ګډون کوي. له سواته نیاز احمد خان ویډیويي راپور را استولی دی.
پېښور ـ په داسې حال کې چې د اپریل پر ۱۳مه، د مشال خان د وژنې دوه کاله پوره شول، د مدني ټولنو غړي، د زده کوونکیو سازمانونه او د هغه کورنۍ وايي، په ټول پاکستان کې یې لاریونونه او احتجاجي غونډې په پام کې نېولې دي.
د مومندو په غلنۍ تحصیل کې قبایلي مشرانو په خېبر پښتونخوا د ګډېدو پرضد لویه احتجاجي غونډه کړې ده. په دې غونډه کې د ټولې مومند قبایلي ضلعې ترڅنګ د وزیرستان یوشمېر مشران هم ورغلي وو. دوی وویل قبایلي سیمې ډېرې په چټکۍ په خېبر پښتونخوا ګډې شوې وې او دا انضمام دې لغوه شي. په دې اړه دا ویډويي رپورټ وګورئ.
بنو ـ د شمالي وزیرستان په شوه تحصیل کې د دواړو وزیرستانونونو ځايي خلکو د کرم تنګي په نوم د ډیم پرضد احتجاج کړی چې پکې د نورو ترڅنګ علي وزیر او محسن دوړ هم ګډون کړی دی. دوی دواړه په قامي اسمبلۍ کې د وزیرستانونو استازي دي.
د پاکستان له مختلفو برخو سره تعلق لرونکي، د پاکستان سټېټ لايف کارکوونکي په اسلام اباد کې په احتجاج دي. دوی له حکومته د دې ادارې د نوی مشر د لرې کولو او له دوی سره چې کومې ژمنې شوې وې د هغو، د پوره کولو غوښنته کوي. په دې اړه د عمران یونس ویډیويي رپورټ وګورئ.
زلمي خلیلزاد د اپریل پر ۱۲مه ماسخوتن پر ټوېټر لیکلي چې دا د طالبانو "بېباکي" او د ټولو افغانانو د سولې د غوښتنې په اړه د هغوی د مشرانو بې پروايي څرګندوي.
د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې د اپریل د ۱۲مې پر ماښام، په یوه چاودنه کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او ۱۳ نور ژوبل شوي دي.
د پيښور چټک بس پروژه (بي ار ټي) چې په دغه ښار کې د ټرافیکي ستونزو هوارولو لپاره پرانستل شوې وه اوس یې ښاریانو ته لویه ستونزه جوړه کړې ده.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости