احتجاج کوونکي: که عمران خان رانغی، موږ اسلام اباد ته ورځو
په کوټه کې شيعه هزاره وايي که وزیراعظم عمران خان ورنه شي او د دوی د خوندېتوب ضمانت ورنه کړي، دوی به خپل احتجاج اسلام اباد ته پراخه کړي.
په کوټه کې شيعه هزاره وايي که وزیراعظم عمران خان ورنه شي او د دوی د خوندېتوب ضمانت ورنه کړي، دوی به خپل احتجاج اسلام اباد ته پراخه کړي.
د شمالي وزیرستان د میرلي ځېنو اوسېدونکو په پېښور کې مظاهره کړې او له حکومته یې غوښتي چې په سیمه کې ورته یو ثانوي ښوونځی (های سکول) جوړ کړي. دوی د اپرېل پر ۱۵مه د مظاهرې پر مهال مشال راډیو ته وویل چې په بړوخېلو کلي کې هلکان تر اتم ټولګي وروسته له تعلیمه بې برخې پاتې کېږي. حکومت د دوی د احتجاج په اړه څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې په قبایلي سیمو کې د ښوونځیو جوړولو او رغولو ژمنې کړې دي. ویډیو وګورئ.
جان اغا له تېرو شاوخوا ۳۰ کلونو راهیسې د زاڼو (بته یا ډینګ هم بلل کېږي) ښکار کوي. دی اوسمهال له ۱۰۰ زیاتې زاڼې لري. دی وايي، کله چې مارغان په دام کې ونیسي، خوشالېږي خو کله یې چې ولي نو خپه شي. د جان اغا د ښکار شوق په اړه د رویټرز خبري اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ.
اپوزیشن ګوندونو مسلم لېګ (ن) او پيپلز پارټۍ په پاکستان کې د تحريک انصاف حکومت هغه ادعاوې رد کړې چې پکې ويل شوي، د دغو ګوندونو سياستوال په مني لانډرينګ يا تورو پېسو مينځلو کې ښکېل دي.
د خوست ملي امنیت ریاست چارواکي وايي، چې د یوه خصوصي تلویزیون د خبریال سلطان محمود خیرخواه د وژنې په تور یې څلور کسان نیولي دي.
په لغمان ولایت کې په بمي چاودنه کې اووه ماشومان وژل شوي دي. چارواکي وايي، دا پېښه د یکشنبې یا اتوار پر ماښام شوې ده او وايي چې ماشومان په لوبو اخته ول چې ناچاودې مرمۍ وچاودېده. په اړه یې د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ.
ښاغلي حکمتیار د یکشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د یو شمېر نورو ګاونډیو هېوادونو تر...
پښتون ژغورنې غورځنګ پر حکومت غږ کړی چې په شمالي وزیرستان کې دې د هدفي وژنو مخنیوی وکړي. د غورځنګ مشرانو او مخکښو غړو د اپرېل پر ۱۴مه په میرامشا کې د زرګونه کسانو جلسې ته په وینا کې د سیمې د قدرتي زېرمو واک ولس ته سپارلو او د کورم تنګي بند نه جوړولو غوښتنې هم وکړې. جلسې ته د ورکو کسانو د کورنیو غړي هم ورغلي ول. د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د غورځنګ یو لړ غوښتنې یې منلې دي او په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو مخنیوي هڅې کوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости