د افغان کرکټ ټيم کېپټن په نړيوال کپ کې د ښه چانس په هيله
د افغان کرکټ لوبډلې کېپټن ګلبدين نايب په راتلونکې نړيوال کپ کې خپل ښه چانس ويني. د اصغر افغان پر ځای د مشر په توګه د ټاکل کېدو لانجه ګلبدين نايب ته ننګونکې نه ښکاري بلکې دا يوه ښه تجربه ګڼي.
د افغان کرکټ لوبډلې کېپټن ګلبدين نايب په راتلونکې نړيوال کپ کې خپل ښه چانس ويني. د اصغر افغان پر ځای د مشر په توګه د ټاکل کېدو لانجه ګلبدين نايب ته ننګونکې نه ښکاري بلکې دا يوه ښه تجربه ګڼي.
د پاکستان زياترو سياسي ګوندونو د پاکستاني پوځ وياند اصف غفور لخوا پر پښتون ژغورنې غورځنګ لګول شوي تورونه ناسم بللي.
د سېشنبې په ورځ په خوست کې د بي بي سي راډیو د پخواني خبریال احمدشاه د وژنې د لومړي تلین د لمانځ غونډې ګډونوالو وویل، هېڅوک نشي کولی د ژونو او ګواښونو په واسطه پدې هېواد کې د بیان ازادۍ مخه ونیسي.
د جاپان باچا اکیهیټو د اپرېل ۳۰مه د ولس لپاره د امن او خوشالۍ له دعاګانو سره د باچایي چوکۍ پرېښوده. دا په تېرو ۲۰۰ کالونو کې لومړۍ ځل دی چې یو باچا په خپله خوښه د باچایۍ لاس په سر کېږي. په اړه د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ. راپور: د شاهین بونیري
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي پرضد د پاکستان پوځ د ویاند د ورستیو تورونو وروسته د غورځنګ مشرانو ویلي، په دغه اړه د سپیناوي لپاره هر رقم پلټنو ته اماده دي خو په یو حال به هم له خپلو غوښتنو وروسته نه شي.
د پاکستان کراچۍ پر سړکونو د موټرسايکل چلونکيو جينکو شمېر ورځ تر بلې زياتېږي. که يو طرف ته موټرسايکل چلول ښځو ته پخپله خوښه د سفر ازادي ورکوي نو بل لور ته يوشمېر کسانو پر دوی دغه ازادي پېرزو نه ده. داوخت په کراچۍ کې د موټرسايکل د زدهکړو يو سکول ۷۰۰ جينکۍ روزي.
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغان سولې پروسې د پرمختګ په لړ کې د اپرېل پر ۲۹مه او ۳۰ له لوړپوړيو پاکستانيو چارواکو سره ليدلي دي.
د مهمندو او باجوړ په غریزو سیمو کې بورجلونه لا هم جوړېږي. ځینې پښتانه نوابان او مشران دغه بورجلونه د خپلو ودانیو د ښکلا لپاره دروي او ځینې بیا د خپلو میرڅمنو/دښمنانو د څارنې او له هغوی څخه د ژغورنې لپاره کاروي. د شاهنواز ویډیو راپور
د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګیوتریش د چین له ولسمشر شي ژین پینګ سره په تازه ملاقات کې د ایغور اقلیتونو د صورتحال په اړه خبري کړي دي او د بشري حقونو د احترام غوښتنه یې ترې کړې ده.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости