Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Сентябрь
2018

Новости за 02.09.2018



میلر د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت رهبري په غاړه واخیسته

Pa.azadiradio.com 

میلر په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان جان نیکلسن ځای ناستی شو. د نیکلسن د خدای پامانۍ او پر ځای یې د میلر د ګمارلو په مراسمو کې میلر وویل، افغانستان به د وسله والو په پټن ځای بدل نه شي. ویډیو او اېډېټ: ابراهیم صافی

د سوریې په پوځي هوايي ډګر کې تېره شپه زوروې چاودنې وشوې

Pa.azadiradio.com 

دمشق ته نېږدې د سوریې په پوځي هوايي ډګر کې تېره شپه زوروې چاودنې وشوې. څارونکي دا چاودنې د اسرائیل هوايي بریدونه بولي، خو دولتي رسنۍ وايي چې په یوه غرني سلاکوټ کې د تخنیکي ستونزې له امله شوې دي. د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې مشر رامي رحمان فرانس پرېس خبري اژانس ته نن یکشنبه وویل، د ماز پر هوايي اډه چې یو غرنی سلاکوټ دی، احتمالاً د اسرائیل توغندی لګېدلی دی. ده همداراز ویلي چې د چاودنو په نتیجه کې مرګ ژوبلې هم پېښې شوې دي.



چارواکي: په کونړ کې د داعش ډلې ۲۳ غړي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې افغان امنیتي چارواکي وايي، د داعش پر ضد د پراخو عملیاتو په لړ کې د دې ډلې ۲۳ غړي وژل شوي دي. په کونړ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دوهمې لوا قوماندان میرویس ساپي پرون مازیګر د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې دا عملیات له تېرو ۴ ورځو راهیسې روان دي. ده همداراز وویل چې په دې عملیاتو کې چې د خلکو په غوښتنه پیل شوي، له هوايي ځواک څخه هم کار اخیستل کېږي. داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

په یمن کې د سعودي په مشرۍ ائتلاف یوه مسؤل بریدګر ته د سزا ژمنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف ومنله چې په تېر اګست کې یې په هوايي حمله کې په یوه بس کې د ۴۰ ماشومانو په ګډون، د لسګونو کسانو وژنه نه توجیه کېدونکې وه او ژمنه کوي چې د دې تېروتنې مسؤل ته به سزا ورکړي. ائتلاف دا خبره پرون شنبه وروسته له دې وکړه چې پر هغه نړیوال فشار واچول شو چې د یمن په کورنۍ جګړه کې د ملکیانو د مرګ ژوبلو د مخنیوي لپاره نور اقدامات وکړي. په دې جګړه کې چې درې نیم کاله پخوا پیل شوې، تراوسه پورې نېږدې ۱۰ زره تنه وژل شوي چې اکثره یې بې ګناه ملکیان دي. سعودي عربستان او... Читать дальше...

د خوست د سوداګرو مالونه له یوې نیمې میاشتې په ګمرک کې بند دي

Pa.azadiradio.com 

د خوست یو شمېر سوداګر او دوکانداران وايي چې له یوې نیمې میاشتې راهیسې د دوی د مالونو شااوخوا دوه سوه لوی موټر په ګمرک کې ولاړ دي او تر اوسه تشریح او محصول شوي نه دي. دوی زیاتوي، په ګاډو کې ځیني داسې خوراکي توکي شته چې د کارونې وخت يې په پوره کېدو دی او که له دې زیات وځنډېږي، نو خرابېږي او سوداګرو ته به له دې کبله لسګونه میلیونه افغانۍ زیان ورسېږي. دوی چې د شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې راټول شوي وو، رسنیو ته وویل چې له ګمرک سره يې دا ستونزه پیدا شوې ده چې ګاډي د نوعیت پر اساس محصول کوي چې... Читать дальше...

ایران په عراق کې وسله والو ته د بالستیک توغنديو سپارل ردوي

Pa.azadiradio.com 

ایران د روېټرز خبري اژانس هغه راپور رد کړ چې ګنې دې هېواد په عراق کې خپلو متحدو شیعه وسله والو ته بالستیک توغندي سپارلي دي. د ایران د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی بهرام قاسمي پرون وویل چې دا ډول دروغي او بې معنی خبر له دې پرته چې د ایران بهرنۍ اړیکې په تېره بیا له ګاونډیانو سره اغېزمنې کړي، بل مقصد نه لري. روېټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ د درېیو ایراني چارواکو او همداراز د یوې عراقۍ او دوو لوېدیځو استخباراتي سرچینو په قول وویل چې ایران خپل لنډ واټنه بالستیک... Читать дальше...

امریکا پر پاکستان د ۳ سوه میلیونو ډالرو مرسته لغوه کړه

Pa.azadiradio.com 

امریکا پاکستان ته د درې سوو ميليونو ډالرو د مرستې لغوه کولو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه. د امريکا پوځ ويلي چې دا مرستې يې ځکه لغوه کړي چې پاکستان د سخت دريځو پر وړاندې کافي اقدامات نه دي کړي. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له پاکستان سره د ائتلافي ملاتړ په نوم دا پیسې او نورې مرستې د روان کال په لومړيو کې ځنډولې وې. د ټرمپ اداره پر اسلام اباد تور پورې کوي چې سخت دريځو ته یې خوندي ځايونه ورکړي چې په افغانستان کې ۱۷ کلنه جګړه پر مخ وړي، خو پاکستان دا تورونه ردوي. د دفاع وزارت وياند ډګرمن کان... Читать дальше...

چارواکي: د پروان په بګرام ولسوالۍ کې ۴ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پروان ولایت ځايي چارواکي وايي چې په بګرام ولسوالۍ کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي حمله کې څلور طالب سخت دريځي وژل شوي دي. د پروان د والي وياندې وحیدې شهکار ازادي راډيو ته وويل چې دغو سخت دريځو غوښتل چې د بګرام پر هوايي ډګر راکټي حمله پلان کړي چې تر حملې لاندې راغلل. شهکار همداراز وويل، دا حمله د جمعې په ورځ ناوخته د بګرام ولسوالۍ په قلعه نصرو کې وشوه. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ترکیې له قرغزستانه د فتح‌الله ګولن د ملاتړو د نیولو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د قرغزستان له ولسمشر سورنبای جين بيکوف سره د شنبې په ورځ په بشکيک کې ولیدل. اردوغان وويل چې دی نه غواړي د ترکيې او قرغزستان اړیکې بیا هغسې شي، لکه په ۲۰۱۶میلادي کال کې چې د ناکامې کودتا تر هڅو وروسته وې. د قرغزستان پخواني ولسمشر الماس بېک اتمبايېف د ترکیې پر هغو اقداماتو انتقاد کړی و چې تر ناکامې کودتا وروسته ترکي حکومت د خبريالانو، دولتي کارکوونکو او ښوونکو په ګډون، زرګونه کسان د فتح الله ګولن د ملاتړ په تور توقيف کړل. اردوغان له قرغزستان څخه وغوښتل چې د ښوونځیو... Читать дальше...

احمدي: د پاکستان د تړل شوې قونسلګرۍ په پرانیستو خبرې روانې دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په کابل کې د پاکستان له سفارت سره تماسونه دوام لري چې په جلال اباد ښار کې د پاکستان په جنرال کونسلګرۍ کې افغانانو ته د پاکستان د ويزو ورکولو کارونه بېرته پيل شي. د دغه وزارت وياند صبغت الله احمدي د شنبې په ماښام ازادي راډيو ته وويل: "ټاکل شوې ده چې د پاکستان له سفیر سره هم موږ ووينو او پر لوړه کچه په دې اړه خبرې کېږي او ستونزې حلېږي." په جلال اباد ښار کې پاکستان خپله کونسلګري په موقتي توګه تړلې او ويلي يې دي چې د ننګرهار والي د دې کونسلګرۍ په چارو کې لاسوهنه کوي. Читать дальше...



Москва

Кошка Маруся задохнулась в переноске на борту самолета Utair


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Городские вокзалы объединяют маршруты



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Джиган

Модель Самойлова призналась, что Джиган не хотел ехать на реалити-шоу




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера

Росгвардейцы обеспечили безопасность во время футбольного матча в Москве

Дмитрий Вязьмикин – тренер по индивидуальной подготовке молодежного футбола «Локо»


Ролан Гаррос

Синнер повторил достижение Джоковича и Надаля по победам на "Больших шлемах"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Более 40 тысяч семей в Москве и области получают ежемесячные выплаты из средств материнского капитала



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России