Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Сентябрь
2018

Новости за 19.09.2018

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر نن په نوې ډلي کې د هندوستان له صدراعظم سره وکتل. د اسلام اباد عالي محکمې نن حکم وکړ چې د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شريف له خپلې لور او زوم سره له زندانه راخوشی کيږي. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.

روسیه وايي طالبانو په مسکو ناسته کې ګډون ته چمتووالی ښودلی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې چارواکي وایي، طالبان چمتو دي چې په مسکو کې د افغانستان د سولې اړوند جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي. دا خبره د د روسیې ریا نووستي خبري آژانس د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله کړې ده. په همدې حال کې ټاکل شوې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی د پنجشنبې په ورځ مسکو ته سفر وکړي چې په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه د کنفرانس پر نېټې خبري وکړي. ددغه پلاوي مشري د یاد وزارت مرستیال نصیر احمد اندېشه کوي. وړاندې دغه کنفرانس د سپتمبر د ۴ نېټې لپاره په پآم کې نیول شوی وو.

په هند کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي له دندې استعفا وکړه

Pa.azadiradio.com 

په هند کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي له خپلې دندې څخه استعفا ورکړه. ښاغلي ابدالي نن چهارشنبې پر خپلې فېسبوک پاڼې افغان ولسمشر ته د استعفا وړاندې کولو متن خپور کړ. ښاغلي ابدالي پخپل استعفا لیک کې ویلي چې نور په بهر کې د دندې په پای ته رسېدو سره غواړي په کور دننه د خلکو خدمت وکړي. شیدا محمد ابدالي له څه باندې شپږو کلونو راپدېخوا په هند کې د افغانستان سفیر و. ښاغلی ابدالي د خپل ماموریت پرمهال د کابل او ډیلي د اړیکو په جوړولو کې یو بریالی سفیر بلل کېږي چې د ده ددندې پرمهال هند له افغانستان سره... Читать дальше...



په غزني کې د بېلابېلو امنیتي پېښو په تور ۵تنه نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د غزني امنیتي چارواکو په بېلابېلو امنیتي پېښو کې د لاس لرلو په تور پنځه تنه نیولي دي. د غزني امنیه قوماندان مل پاسوال فرید احمد مشعل نن چهارشنبه رسنیو ته ددغو کسانو د ښولو پر مهال وویل چې نیول شوي کسان د پولیسو، قومي مشرانو او نورو دولتي افرادو په ترور کې لاس لري. د ښاغلي مشعل په وینا له نیول شویو کسانو څخه یوه اندازه وسلې هم ترلاسه کړي دي.

یو پاکستانۍ محکمې د نوازشریف د خوشي کولو حکم ورکړ

Pa.azadiradio.com 

یوې پاکستانۍ محکمې د دغه هېواد د پخواني صدراعظم نواز شریف د خوشي کېدو حکم ورکړ.  د اسلام آباد عالي محکمې نن د سپتمبر ۱۹ دا پرېکړه اعلان کړه. دا پرېکړه د نواز شریف د استېناف غوښتنې بهیر د یوې برخې په توګه شوې ده. د محکمې د حکم له مخې به پخوانی صدراعظم نواز شریف د هغه لور مریم نواز او زوم یې محمد صفدر هر یو د پنځه سوه زره روپیو چې د څلور زره ډالرو معادل کېږي، تر ورکولو وروسته په ضمانت خوشي شي. تر د ې وړاندي شریف او کورنۍ یې د استېناف غوښتنه کړې وه او غوښتې یې وه چې د استېناف مرحلې تر بشپړېدو... Читать дальше...

امریکا سوریه کې د روسي الوتکې د نسکورېدو په اړه خواشینې ده

Pa.azadiradio.com 

امریکایي چارواکو د سوریې په سواحلو کې د روسيې د پوځي الوتکې د نسکورېدو په اړه خواشیني ښودلې او وایي چې دا کار به د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر وړاندې د امریکا پر جګړې اغېز ونه‎کړي. د امریکایي چارواکو دا څرګندونې پرون وروسته له هغه وشوې چې روسي چارواکو ویلي چې د دغه هېواد «ال ۲۰» ډوله الوتکه د سوریې د هوایې دفاع د قواوو له‎خوا رالوېدلې ده، خو مسکو اسرائیل هم تورن کړ چې په همدې وخت کې یې جنګي الوتکو پر سوریې هوایې بریدونه کول. واشنګټن ویلي چې امریکایي ځواکونه په‎دې پېښه کې ښکېل نه‎دي. د امریکا... Читать дальше...



د اروپایې ټولنې مشران نن چهارشنبه دوه ورځنۍ غونډه پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د اروپایې ټولنې مشران نن چهارشنبه په زالتسبورګ ښار کې دوه ورځنۍ غونډه پیلوي. ویل کېږي په‎دې غونډه کې به د کډوالۍ پر بحران او له اروپایي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو یا برېګزېټ په اړه بحث وشي. د نن شپې غونډه به د پناه غوښتونکو پر موضوع متمرکزه وي.  د اروپایي شورا مشر ډونالد ټوسک د اروپایي اتحادیې له مشرانو غوښتي چې خپل اختلافات پرېږدي او د دې ستونزې د هواري لپاره په ګډه کار وکړي. که څه هم په اروپایي هېوادونو کې د پناه غوښتونکو شمېر چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ میلادي کلونو کې ډېر لوړ شوی وو اوس بېرته... Читать дальше...

د کندز په قلعه‎زال ولسوالۍ کې ۶ سرتېري وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندز په قلعه‎زال ولسوالۍ کې ۶ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د قلعه‎زال یوې امنیتي سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه وسله‎والو طالبانو د دې ولسوالۍ په مرکز اقتپې کې له څو لورو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې شپږ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي. سرچینه زیاتوي په‎دې بریدونو کې وسله‎والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دقیقه شمېره‎یې معلومه نه‎ده. بل‎خوا د کندز ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر صفي‎الله محزون هم دغه بریدونه تأییدوي، خو د تلفاتو په اړه‎یې څه نه‎دي ویلي. Читать дальше...

یمن کې څه باندې پنځه میلیونه ماشومان د لوږې له خطر سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

په یمن کې څه باندې پنځه میلیونه ماشومان اوس د لوږې له خطر سره مخامخ دي. د ماشومانو د خوندیتوب ادارې یا سېف دې چلډرن دا خبرداری ورکړی دی. دغه اداره وایي، ۵،۲ میلیونه ماشومان داسې مهال د قحطۍ له خطر سره مخامخ دي چې د خوړو بیې په لوړېدو دي او د عمده ساحلي ښار حدیده شااوخوا ته جګړې بیا پیل شوې دي. د سېف دې چلډرن مؤسسې اجرائیه مشرې هیل تورنېنګ سمید نن ویلي چې جګړې د یمن ټول ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخامخ کړي. د دې په وینا دغه ماشومان له وړاندې د بېلابېلو ګواښونو له بمونو نیولې تر لوږې، ناروغیو او نورو خطرونو سره مخامخ دي. Читать дальше...

د جنوبي کوریا ولسمشر د شمالي کوریا له مشر سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

د جنوبي کوریا ولسمشر مون جه اېن نن د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره په پیونګ یانګ کې وکتل. دوی دواړه د لانجو د ختمولو او د کوریا ټاپو وزمې د غیر اټمي کولو په اړه موافقو ته ورسېدل. د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون له خپل سیال سره په ګډه خبري غوڼده کې وویل: "موږ یو پوځي تړون لاسلیک کړ چې د لسیزو را په‎دې خوا د جګړو او دښمنیو تاریخ ختم کړو. موږ دا ژمنه هم وکړه چې کوریا ټاپو وزمه به د اټمي وسلو او ګواښونو په لیرې کولو د سولې ټاټوبی ګرځوو." د جنوبي کوریا ولسمشر مون جه اېن وویل چې کېم همداراز... Читать дальше...

اشرف غني نن په نوې ډهلي کې د هند له صدراعظم سره ولیدل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن په نوې ډهلي کې د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره ولیدل. دواړو مشرانو د سیمې پر سولې او ثبات، امنیت او په سوداګرۍ او پراختیایي برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پروګرامونو پر ارزولو بحث وکړ.  ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلی غني به د تر دې لیدنې وروسته د هند بنسټ له لوري په جوړو شویو مراسمو کې وینا هم وکړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي له ولسمشر غني سره په‎دې سفر کې ملګري دي. هند وړاندې اعلان... Читать дальше...

ببوګۍ په پور کې ورکړل شوې

Pa.azadiradio.com 

په ۱۱ کلنۍ کې واده شوې ماشومه ببوګۍ وایي، په هلمند کې یې د پلار تر وژل کېدو پس مور دې ته اړه شوه چې د پور اخېستیو پېسو په بدل کې دا ور واده کړي. په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو ویډیويي رپورټ وګورئ.

د هرات ولایت د باسکټبال ښځینه لوبډلې اتلولي وګټله

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ښځینه باسکټبال ملي لوبډلې په ټاکنیزو سیالیو کې د هرات ولایت ښځینه لوبډلې اتلولي وګټله. د افغانستان د باسکټبال فدراسیون سکرتر جنرال غوث نیکبین ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې د کابل په ګډون د غزني، کندهار، هرات او بلخ ولایتونو ښځینه لوبډلو ګډون کړی و. د ښاغلي نيکبین د معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو په پایلوبه کې د هرات ولایت د باسکټبال ښځینه لوبډلې کابل ته په ماتې ورکولو سره، د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه. د نوموړي په خبره، د دغو سیالیو ۱۴ غوره لوبغاړي به د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي.


Музыкальные новости
Rammstein

Rammstein зажигают





Rss.plus
VK Fest

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России




Нападающий хоккейного клуба «Металлург» привезет Кубок Гагарина в Балашиху

«Торпедо» сделало предложение по Александру Короткову

Как правильно и безопасно загорать: советы врача-косметолога

Отмена трех крестных ходов в Самаре закончилась "ответом" свыше: "Терпение у небесной канцелярии кончилось"




د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې نیپال ته ماته ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې نیپال ته د ۷۱ منډو په توپیر ماته ورکړه. د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په ترڅ کې یې افغان لوبغاړو هر یوه ریاض حسن ۱۱۷ ناسوځېدلې، بصیر خان شیر ۳۲، عارف خان دولتزي ۲۴ او اعجاز احمد مهران ۱۹ منډې وکړې او د اتو لوبغاړو په سوځېدو یې د نیپال ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې ته د ۲۴۵ منډو هدف وټاکه. ورپسې د نیپال لوبډلې خپله توپ وهنه پیل کړه چې له ډېر کم مقاومت وروسته ماته شوه او په ۴۵ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۳ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته‌یې خپله ماته ومنله.

حاجي عزیزالله فضلي د کرکټ بورډ د نوي رئیس په توګه وټاکل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ بورډ پخوانی سلاکار حاجي عزیزالله فضلي د کرکټ بورډ د نوي رئیس په توګه وټاکل شو. د ولسمشرۍ ماڼۍ له‌خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی فضلي د شکرالله عاطف مشعل په ځای د کرکټ بورډ نوی غړی او رئیس ټاکل شوی. عزیزالله فضلي له دې وړاندې په کرکټ بورډ کې د مرستیال او سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د کرکټ بورډ په رهبرۍ کې د بدلون په اړه تاوده بحثونه او خبرې روانې وې.

د اسیا کپ سیالیو په لړ کې نن پاکستان او هندوستان سیالي کوي

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د اسیا کپ سیالیو په لړ کې نن دوه رقیبې لوبډلې پاکستان او هندوستان د سیالۍ ډګر ته وځي. په روانو سیالیو کې دواړو لوبډلو خپلې لومړنۍ لوبې له هانګ کانګه ګټلي او دوهم پړاو ته يې لاره پیدا کړې ده. پاکستان او هندوستان چې سیاسي اړیکې يې د کشمیر په لانجمنه سیمه له ډېر پخوا راهیسې خړې پړې دي، په کرکټ يې هم اغېز شته. د دواړو هېوادونو په رسنیو کې سر له اوسه د دې سیالۍ په اړه ګرم بحثونه روان دي. دواړه لوبډلې په وروستي وار په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په چمپینز ټرافۍ په پایلوبه کې مخامخ شوې چې یاده سیالي پاکستانۍ لوبډلې وګټله. Читать дальше...



Москва

Артисты – они все особенные!


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Певица

Певица Пелагея разделила имущество с бывшим мужем




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Дмитрий Вязьмикин – тренер по индивидуальной подготовке молодежного футбола «Локо»

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера

Росгвардейцы обеспечили безопасность во время футбольного матча в Москве


Ролан Гаррос

Главный русский теннисист заставил Париж аплодировать ему стоя. Что удалось Осьминогу Медведеву?



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


News Every Day

England vs Bosnia & Herzegovina: Three Lions face Dzeko and Co in Euro 2024 warm-up match – stream FREE, TV, team news



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России