کابل ښار کې نننۍ انتحاري حملې او هوايي ډزو ۷ تنه وژلي او له ۳۰ زیات ټپیان کړي
د کابل امنیه قومانداني وايي چې نن له غرمې وروسته یوه انتحاري حمله کوونکي د سړک پر سر د شهید اوونۍ د لمانځونکو د کاروان په ...
د کابل امنیه قومانداني وايي چې نن له غرمې وروسته یوه انتحاري حمله کوونکي د سړک پر سر د شهید اوونۍ د لمانځونکو د کاروان په ...
د کابل امنیه قومانداني وايي د کابل ښار په نننۍ انتحاري حمله کې ۷ تنه وژل شوي او ۲۰تنه ټپیان دي...
د کورنیو چارو وزارت په کابل کې ښار کې د لسګونو غیر مسؤلو وسله والو کسانو د نیولو خبر ورکوي. دا کسان د وږي- سنبلې په اتلسمه د پخوانۍ نظار شورا ډلې د مشر احمدشاه مسعود د تلین په مناسبت چې د شهید د اوونۍ په نوم لمانځل کېږي د موټرو له کاروانونو، وسلو او د مجاهدینو د واکمنۍ د مهال له بیرغونو سره د نورو کلونو په شان نن بیاهم د ښار واټونو ته راوتلي و. ښاغلي رحیمي وویل چې د دې کسانو په هوايي ډزو کې د کابل ښار ۱۳ اوسېدونکي ټپیان شوي دي. د یوه بل خبر له مخې په هغه انتحاري حمله کې چې د کابل ښار په تایمني... Читать дальше...
د عامې روغتیا وزارت وايي، ۱۳ کسان چې ګومان کېږي د پخوانۍ نظار شورا ډلې د مشر احمدشاه مسعود د پلویانو د لاریونونو په ترڅ کې به ټپیان شوي وي د کابل روغتونونو ته لېږدول شوي. د روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح نن آزادي راډیو ته وویل چې دا کسان په مرمیو لګېدلي دي: "د ورځې په اوږدو کې ۱۳ کسان د مرمیو د ټپونو له کبله د کابل ښار په بېلابېلو روغتونونو کې بستر دي خو په دې پېښو کې د چا د مړینې موارد نه لرو." د مسعود یوشمېر پلویان نن د سنبلې په اتلسمه چې د مسعود د تلین له ورځې سره برابره ده او د شهید د اوونۍ... Читать дальше...
د روسیې او سوریې جټ الوتکو او هلیکوپټرو د یکشنبې په ورځ د ادلب په جنوب او د حما په شمال کې پر یوشمېر کلیو دغه...
د هلمند کجکي ولسوالۍ د ښې اب او هوا له امله د هلمند یوه له سمسورو ولسوالیو څخه ګڼل کېږي. دغه ولسوالي د هلمند په شمال کې موقعیت لري. د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي دغې ولسوالۍ ته تللی او دغه په زړه پورې عکسونه یې چمتو کړي دي.
د میدان وردګ ولایت امنیه قوماندان محمد ویس صمیمي خبر ورکوي چې په دایمیرداد ولسوالۍ کې یې طالبانو ته...
د سولې ولسي حرکت وايي چې د دوی یو ملګری عبدالمالک همدرد په ټرافیکي پېښه کې ټپي شوی دی. د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست ازادي راډیو ته وویل، همدرد نن یکشنبه سهار لس بجې د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ په مرکز کې په موټر ووهل شو چې لاس، سر او ملا یې ټپي شوي دي. وطندوست وایي چې دا کار عمدي و او زیاتوي: "همدرد په یوه کرولا ډوله موټر ووهل شو، موټر وتښتېد او پېښې قصدي بڼه درلوده، ځکه که سهوً وای، هغوی باید درېدلي وای، خو موټر وتښتېد او بیا موږ پولیسو ته اطلاع ورکړه." د سولې د ولسي حرکت ویاند... Читать дальше...
د شهید اوونۍ او د افغانستان د ملي اتل احمد شاه مسعود د وژنې ۱۷م تلین په کابل کې ولمانځل شو. د ولسمشر دوهم مرستیال ...
په داسې حال کې چې د ولسي جرګې د انتخاباتو جوړېدو ته ۴۰ ورځې پاتې دي، لا هم د انتخاباتو په اړه د سیاسي ...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند د سلیم کاروان په سیمه کې انتحاري حمله شوې ده...
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په کابل کې د سنبلې په ۱۸مه په ښار کې هوايي ډزې او خپلسرې کړنې ...
د افغانستان د "ای. ټي. اف" تکواندو فدراسیون ۹ کسیزه لوبډله پاکستان ته د سیالیو لپاره ولاړه. د بدني روزنې عمومي ریاست وايي، دغه لوبه د افغانستان او پاکستان د لوبډلو ترمنځ د سپټمبر په ۱۱ مه ترسره کېږي. د دوی په وینا، د یاد ټيم په ترکیب کې اته لوبغاړي او یو پلاوی شامل دي. د بدني روزني ریاست په وینا، د دغو لوبو له جوړېدو هدف دا دی، څو د "ای. ټي. اف" تکواندو نړیوال کپ ترسره کړي.
ټاکل شوې ده چې سبا دوشنبه په متحده عربي اماراتو کې د لوبغاړو د بولۍ مراسم جوړ شي چې په کې به د لسګونو افغان لوبغاړو ترڅنګ، يوشمېر مشهور بهرني لوبغاړي هم بولۍ ته وړاندې شي. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان د کرکټ غوره لیګ يا (اې. پي. ال) سیالیو هره لوبډله به تر شلو لوبغاړو د پېرلو حق ولري چې ۷ به یې بهرني او پاتې به یې افغان لوبغاړي وي. د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا،د لوبغاړو بیې به له سلو زرو امریکايي ډالرو نېولې، تر ۱۵ زرو ډالرو پورې وي او هرې لوبډلې ته د لوبغاړو... Читать дальше...
د روسیې خلک نن په داسې حال کې په ساحوي او سیمهییزو انتخاباتو کې رأی ورکوي چې د تقاعد د لازمې عمر د لوړولو لپاره د حکومت پلان خلک ناراضه کړي دي. د پلازمېنې مسکو په ګډون د روسیې له ۸۵ څخه د ۲۱ اداري واحدونو د مشرانو د غوره کولو لپاره د رأی ورکولو مرکزونه نن سهار پرانېستل شول. د څو نظرپوښتنو له مخې په سلو کې نېژدې ۹۰ خلکو د ولسمشر ولادیمیر پوتین له دې نوښت سره مخالفت کړی دی. د اپوزیسیون مشر الکسي ناوالني د ټول هېواد په کچه د تقاعد په قانون کې د اصلاحاتو له طرحې سره مخالفت کړی دی.
په کوزوو کې نن یکشنبه له سلو زیاتو اعتراض کوونکو هغه کلي ته ورغلې لاره بنده کړه چې د سربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ غوښتل نن د ورځې په دوام کې د هغه لیدو ته ورشي. اعتراض کوونکو د پلازمېنې میتروویڅا او بانیې «Banje» کلي ترمنځ لوی سړک د موټرو په وسیله بند کړ. دوی په خپلو شعارونو کې لیکلي وو، هغوی چې بېګناه ملکي وګړي یې په ډلهییز ډول وژلي، له دې لارې د تېریدو اجازه نهلري. سربیا پر کوزوو ولکه په ۱۹۹۹ میلادي کال کې وروسته له هغه له لاسه ورکړه چې ناټو د سرب ځواکونو لهخوا د البانیایانو د وژنو او په... Читать дальше...
د غزني سیمهییز چارواکي هغه ادعا چې ګوندې د غزني په جګړه کې ۶۰ تنه افغان کمانډویان نادرکه شوي، بېبنسټه ...
د بغلان د ولایتي شورا رئیس وايي چې د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې دولتي ځواکونه له ټولو امنیتي پوستو وتلي او سیمه یې وسله والو مخالفینو ته ور پریښې ده. صفدر محسني نن یکشنبه سهار ازادي راډیو ته وویل چې دولتي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې تېر ماښام د څو امنیتي پوستو له سقوط او د ۲۶ سرتېرو له مرګ ژوبلې وروسته، دا سیمه پرېښوده. د بغلان ولایت امنیتي چارواکي په دې اړه خبرو ته حاضر نشول. د ولایتي شورا رئیس ښاغلی صفدر وايي چې که څه هم ښايي دا کار د احتمالي تلفاتو د مخنیوي په خاطر شوی وي، خو نوموړی زیاتوي چې... Читать дальше...
د میدان وردګ چارواکي تأییدوي چې په دایمیرداد ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې امنیه قوماندان او ۱۰ تنه نور سرتېري وژل شوي دي او یوشمېر نور ټپیان دي. د میدان وردګ ولایت د والي ویاند عبدالرحمن منګل ازادي راډیو ته وویل، دا سرتېري هغه مهال ووژل شول چې طالبانو تېره شپه ناوخته د دې ولسوالۍ پر مرکز ډله ییزه حمله وکړه. ښاغلي منګل زیاته کړه چې جګړه اوس هم روانه ده او تر دې دمه وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. نوموړي وویل: "جګړه اوس هم روانه ده، په دې جګړه کې د دښمن شااوخوا... Читать дальше...
یوه انتحاري حمله کوونکي چې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یې د حملې پلان درلود، هدف ته له رسېدو مخکې د امنیتي ځواکونو لهخوا ووژل شو. د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش دغه پېښه تأییدوي.
د کابل د امنیه قوماندان په ګډون د لوړپوړو امنیتي چارواکو تازه ادلون بدلون یو شمېر غبرګونونه راپارولي دي. د کابل د ولایتي شورا یو ...
د کابل د ولایتي شورا ځينې غړي او د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، د کابل امنیت د مسؤلینو په بدلولو رابدلولو نه بلکې د سیستم په تطبیق سره یقیني کېږي...
په هرات کې چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو پر یوه پوسته د وسله والو طالبانو په برید کې نهه دولتي سرتېري وژل شوي دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې برید تېره شپه د اوبې ولسوالۍ په کَرَش سیمه کې وشو او په ترڅ کې یې شپږ نور سرتېري هم ټپیان شوي دي. ښاغلي فرهاد وویل، له برید وروسته سخته نښته پیل شوه چې په نتیجه کې یې ۱۵ تنه بریدکوونکي مړه او ټپیان شول. دی وايي: "په هغه نښته کې چې د اوبې ولسوالۍ په کرش سیمه کې وشوه، لږ تر لږه ۱۵ تنه وسله وال طالبان مړه او ټپیان شول چې لس... Читать дальше...
د پروان د اقتصاد رئیس وايي، د یو میلیون ډالرو په ارزښت یې اته پروژې ترلاسه کړې دي. مسیح هاروني نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل، د دغو پروژو بودجوي مراحل بشپړ شوي او د څلورو پروژو عملي کار پیل شوی. نوموړي وویل، په دغو پروژو کې د ښوونځيو، روغتیایي مرکزونو او جمنازیم جوړول شامل دي. د ښاغلي هاروني په وینا، کله چې یوه پروژه عملي کېږي، په اقتصادي او ټولنیز وضعيت باندې هم مثبت اغېز کوي او ډېرو خلکو ته کاري زمینې برابرېږي.
په سويډن کې نن یکشنبه خلک په پارلماني انتخاباتو کې خپلې رأی کاروي.داسې ښکاري چې په دغو انتخاباتو کې به د کډوالۍ ...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости