Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Сентябрь
2018

Новости за 17.09.2018

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د چین جنوب لویدیځ ته سمندري توپان رسیدلی او ویره شته چې درانه مالي او ځاني تاوانونه به واړوي، د شمالي او جنوبي کوریا مشران سبا سره ګوري او د افغانستان د کرکټ ملي ټیم وايي چې له بشپړ چمتووالي سره د اسیايي جام لوبې ترسره کوي. ازادي سټوډيو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.

مېلر: که چېرې طالبان جګړه غواړي، هر ځای کې چې وي ورسره جګړه کوو

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ عمومي قوماندان وايي، که چېرې طالبان د افغان حکومت د سولې وړاندیز ونه مني، د دې ډلې پر ضد به جګړه شدیده کړي. جنرال سکاټ مېلر دا څرګندونې په پروان کې په یوه غونډه کې وکړې او زیاته کړې یې ده چې امریکا په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره پوځي حضور لري. نوموړي وویل: "که چېرې طالبان د جګړې لاره غوره کړي، موږ به ورسره جګړه وکړو، هر چېرې چې وي، که پروان کې وي، که کندهار کې وي، که وردګ کې وي او که کاپیسا کې وي، موږ به یې په وړاندې جګړه وکړو." پروان ته... Читать дальше...

روسیې په اوکراین کې د یوې الوتکې د لوېدو په اړه نوې ادعا کړې

Pa.azadiradio.com 

د روسیې پوځ د اوکراین په ختیځ کې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو په اړه نوې ادعا کړې ده. روسي چارواکو نن په مسکو کې په یوه خبرې غونډه کې ادعا وکړه چې هغه توغندی چې د مالیزیا هوايي شرکت دا الوتکه یې نسکوره کړه، په ۱۹۸۶ میلادي کال کې له تولید وروسته د پخواني شوروي تر واک لاندې اوکراین ته انتقال شوی و او هېڅ کله بېرته روسیې ته نه دی وړل شوی. د روسي چارواکو دا اقدام ددې پېښې په اړه د نړیوالو څېړنو د بې اعتباره کولو هڅه بلل کېږي. نړیوالو څېړونکو مشخصه کړې چې هغه سیستم چې... Читать дальше...



چارواکي: د سرپل په مرکز کې مو ۹ کلي له وسله والو پاک کړي

Pa.azadiradio.com 

چارواکي وايي، د ولید په نوم عملیاتو په ترڅ کې یې د سرپل ولایت په مرکز کې د بلغلي له کلي پرته چې یوه اوونۍ مخکې طالبانو ونیو، نور ۹ کلي له وسله والو پاک کړي او د حکومت تر کنټرول لاندې یې راوستي دي. د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني ازادي راډیو ته وویل، دا د امنیتي ځواکونو او کومانډو شریک عملیات دي او لا هم په سیمه کې دوام لري. د سرپل د مرکز په څنډو کې دا عملیات په داسې حال کې کېږي چې تر دې مخکې یو شمېر سیمه ییزو چارواکو او د سرپل د ولایتي شورا غړو ددې ولایت د احتمالي سقوط په اړه اندېښنې ښودلې وې.

په جوزجان کې د بې ځایه شویو کورنیو ماشومان شاقه کارونه کوي

Pa.azadiradio.com 

د شبرغان ښار په بېلا بېلو سیمو کې د جګړو له امله بې ځایه شوي او له بهره د راستانه شويو کډوالو یو شمېر ماشومان له زدکړو بې برخې او سخت کارونو ته اړ شوي دي. عالم رحمانیار په همدې اړه ویډیويي راپور چمتو کړی اېډیټ ابراهیم صافی



د خوست ځیني اوسېدونکي: د بایومیټریک له لارې رڼې ټاکنې غواړو!

Pa.azadiradio.com 

د خوست یو شمېر اوسېدونکي مشران او ځوانان وايي چې د ټولټاکنو لپاره د تیارۍ په روان بهیر کې د تذکرو وېش او پر هغو د سټیکرونو د لګولو پروسه او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په چوکاټ کې د افرادو او مامورینو د ګمارنې په بهیر کې پراخې درغلۍ موجودې دي او دوی ته د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو دا ډول ټولټاکنې د منلو وړ نه دي. ځایي اوسېدونکو غوښتل چې د بایومیټریک له لارې دې رڼې او شفافې ټاکنې ترسره  او په دغه پروسه کې دې د درغلۍ او لاسوهنو مخه ونیول شي. دوی زیاتوي، که چېرې په نېږدې څو ورځو کې افغان حکومت... Читать дальше...

والیبال: ایټاليې، ډومینکا ته، صربیا، اسټرالیا ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۱۸ کال والیبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې ایټاليې، ډومینکا ته، صربیا، اسټرالیا ته او بلغاریا، کیوبا ته ماتې ورکړه. په لومړۍ لوبه کې ایټاليې په درېیو میدانونو کې ۲۵ـ ۱۲ ،۲۵ ـ ۱۸ او ۲۵ ـ ۱۵ په نتیجې سره ډومینکا ته ماتې ورکړه. په دوهمه لوبه کې صربیا ۳ـ۱ په وړاندې له اسټرالیا نه او په درېیمه لوبه کې بیا بلغاریا ۳ـ۰ په وړاندې له کیوبا نه لوبه وګټله. د والبیال نړیوال جام سیالۍ د ۲۴ هېوادونو په ګډون په ایټالیا او بلغاریا کې روانې دي.

د کابل د فوټبال لیګ: فجر افغان د میوند لوبډلې ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د کابل د فوټبال ۱۶ کلنو لیګ سیالیو په لړ کې فجر افغان د میوند لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اردو او استقلال لوبډلو ترمنځ لوبه مساوي پای ته ورسېده. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې په لومړۍ لوبه کې د فجر افغان لوبډلې د میوند لوبډلې ته ۳ د ۲ د ګولونو په پایلې سره ماتې ورکړه او دوهمه لوبه بیا د استقلال او اردو لوبډلو ترمنځ ۳ د ۳ په وړاندې مساوي پای ته ورسېده. ټاکل شوې چې د دغو سیالیو د نن ورځې په لوبه کې د اریا ټارګټ لوبډله د طاق ظفر لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته لاړ شي. دغه سیالۍ... Читать дальше...

ټرین باګو نایټ رایډرز د کرکټ لوبډله د ویسټ انډیز غوره لیګ اتله شوه

Pa.azadiradio.com 

ټرین باګو نایټ رایډرز د کرکټ لوبډلې د درېیم ځل لپاره د ویسټ انډیز غوره لیګ سیالیو اتلولي په‎خپل نوم کړ. د دغو سیالیو په پایلوبه کې امازون واریررز لوبډلې لومړی بیټنګ وکړ او په ټاکلو شلو اوورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په زیان سره د ټرین باګورنایټ ایډرز لوبډلې ته د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د ټرین باګو نایټ رایډرز لوبډلې ورکړل شوی د لوبې په ۱۸ اوور کې د ۲ وکټو په زیات سره ترلاسه او لوبه یې د ۸ وکټو په توپیر وګټله. کولن مونورو په دغه لوبه کې ۶۸ ناسوځېدلې منډې وکړې او د پایلوبې د غوره لوبغاړي ترڅنګ... Читать дальше...

مهدي حسیني په څلور ژبو پوهیده

Pa.azadiradio.com 

پنځه ویشت کلن مهدي په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون د اخیري کال محصل و،خو د ۱۳۹۷ کال په لومړۍ ورځ د خپل ماشوم ورور روح الله سره یو ځای د انتحاري حملې ښکار شو.


Музыкальные новости
Джиган

Джиган, Оксана Самойлова, Виктория Боня и другие: ТНТ раскрывает дату премьеры нового сезона реалити «Выжить в Дубае. Возвращение»





Rss.plus
Сергей Брановицкий

Студия Звукозаписи в Москве. Создание Песен, Музыки, Аранжировок.




В Городце открылись виртуальный концертный зал в ДК «Северный» и Музей детства

Картину Ивана Шишкина продали за рекордную сумму на аукционе в Москве

Подведены итоги обучения первого потока слушателей МИК

В Истре объявлен электронный аукцион по благоустройству лесопарка




ارزګان: په ترینکوټ ښار کې ترافیکي پېښې یو ماشوم وژلی

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان د ولایتي روغتون مسوولین وايي، په ترینکوټ ښار کې ترافیکي پېښې له کبله یو ماشوم وژل شوی او یوه ماشومه نجلۍ او یو د پاخه عمر سړی په‎کې ټپیان شوي دي. عیني شاهدانو ازادي راډیو ته ویلي چې ترافیکې پېښه د عامه نظم د پولیسو د هاموې ټانک او یو ملکي موټر د ټکر په ترڅ کې رامنځته شوې ده. د ارزګان امنیه قوماندانۍ په‎دې اړه له څه ویلو ډډه کړې، خو د ولایتي روغتون مشر ډاکټر امین الله توخي ازادي راډيو ته وویل چې دغه کسان يې نن سهار ۱۰ بجې د ترینکوټ ښاره روغتون ته ور وړي دي. په ارزګان کې په ځانګړي توګه... Читать дальше...

کونړ چارواکي: نړیوالو ځواکونو تېره شپه د داعش پر اهدافو برید کړی

Pa.azadiradio.com 

د کونړ امنیتي چارواکي وايي، نړیوالو ځواکونو تېره شپه د وټه‎پور ولسوالۍ کې د داعش پر اهدافو برید کړی د داعش د یو ځايي قوماندان په شمول یې څو تنه وژلي دي. د کونړ د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر محمد زمان عیار د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې نړیوالو ځواکونو د وټه‎پور ولسوالۍ اړوند د ګونډیل په ځنګلي لېرې پرتې سیمه کې ځمکني عملیات کړي چې په‎کې يې د اسلامي دولت یا داعش وسله‎والې ډلې د یو قوماندان ابوزر په شمول ۳ تنه وژلي دي او دوه تنه نور‎یې له ځان سره بیولي دي. په عین حال کې نن د افغانستان د... Читать дальше...

د فراه په بالابلوک او پشت‎رود کې پر ۳ پوستو بریدونه شوي

Pa.azadiradio.com 

له فراه ولایت څخه په ورکړل شوېو راپورونو کې ویل شوي چې وسله‎والو طالبانو تېره شپه په بالا بلوک او پشت‎رود ولسوالیو کې پر درې پوستو بریدونه کړي چې په‎کې لږ تر لږه ۱۵ تنه افغان سرتېري وژل شوي دي. د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د پشت رود په ولسوالۍ کې د وسله‎والو په لومړنۍ حمله کې د امنیتي ځواکونو ۵ سرتېري وژل شوي. د ښاغلي مهري په وینا دوهم برید د فراه – فراه رود پر لویه لاره د پولیسو په دوو پوستو شوی چې په‎کې لس افغان سرتېري او ۵ تنه وسله‎وال طالبان وژل شوي دي. Читать дальше...

د هرات او بادغیس ترمنځ د پولیسو پر دوو پوستو بریدونه شوي

Pa.azadiradio.com 

له بادغیس ولایت څخه راپورونه وايي، وسله‎والو طالبانو تېره شپه د هرات او بادغیس ترمنځ بند سبزک سیمه کې د پولیسو پر دوو پوستو بریدونه کړي دي. د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي ازادي راډیو ته وویل چې په‎دې بریدونو کې په سیمه کې د ریزرف کنډک قوماندان عبدالحکیم مودودي، د څلورو پولیسو سره وژل شوی او اته نور سرتېري ټپیان دي. ښاغلي ملکزي وویل چې په جګړه کې د طالبانو لوري ته ۲۲ کسان وژل شوي او ۱۶ تنه‎یې ټپیان دي. په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال د بادغیس د ولایتي شورا د ځینو سرچنیو په حواله وايي چې په‎دې... Читать дальше...

کابل کې د ترکمن ښځو د لاسي صنایعو دایمي نندارتون پرانېستل کېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې نن دوشنبه په کابل کې د ترکمن ښځو د لاسي صنایعو دایمي نندارتون پرانېستل شي. د ترکمن ښځو د ټولنې سلاکار شامردان قل مرادي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه نندارتون د کابل ښار په صدارت څلورلاري ته څېرمه جوړېږي او شاوخوا سل سوداګرې مېرمنې په کې برخه اخلي. دی وايي، له دغه نندارتونه يې هدف د افغان په ځانګړي ډول د ترکمن ښځو سوداګرۍ ته پراختیا ورکول دي. نوموړي دا هم وویل چې په دې نندارتون کې قالینې، غالۍ، لیمسي، ګلدوزي، لاسې صنایعې او زیورات نندارې ته کېښودل کېږي.



Москва

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Свыше 5,2 миллиона жителей Московского региона получают набор социальных услуг в натуральном виде


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Новый корпус больницы святого Владимира планируется открыть в 2025 году



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Linkin Park

Скандальный Паша Техник и Linkin Park с оркестром. Топ дешевых и самых дорогих мероприятий, которые пройдут в июле в Нижнем




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Дмитрий Вязьмикин – тренер по индивидуальной подготовке молодежного футбола «Локо»

Баскетболисты из Лобни завоевали золото на турнире Moscow Open

Росгвардейцы обеспечили безопасность во время футбольного матча в Москве


Анастасия Потапова

Потапова о поражении от Свентек на "Ролан Гаррос": организм дал сбой



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Свыше 5,2 миллиона жителей Московского региона получают набор социальных услуг в натуральном виде



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России