لوی ملي ائتلاف: ټاکنو کې له اشرف غني، عبدالله عبدالله او احمد ولي مسعوده ملاتړ نهکوو
که څه هم جمعیت اسلامي ګوند په راتلونکو انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله او احمد ولي مسعود د ملاتړ په هڅه کې دی، خو د افغانستان لوی ملي ائتلاف وايي چې ...
که څه هم جمعیت اسلامي ګوند په راتلونکو انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله او احمد ولي مسعود د ملاتړ په هڅه کې دی، خو د افغانستان لوی ملي ائتلاف وايي چې ...
د افغانستان د ښځينه فټبال ټيم د غړیو له خوا د جنسي ځورونې د شکایتونو له ملاتړیو څخه یوه خالده پوپل ده چې د افغانستان د ښځينه فټبال ټيم مخکينۍ اداره کوونکې پاته شوې ده. ملالۍ بشير له خالده پوپل سره پر دې موضوع خبرې کړي. .
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش له ازادي راډيو سره په خبرو کې د کابل د نننۍ پېښې ځای د کابل ...
د امریکا د بهرنیو چارو وزير په منځني ختيځ کې د خپل هيواد د حضور په اړه نن له سعودي چارواکو سره خبرې وکړې. د ترکيې د حکومت وياند وايي: امریکا بايد د دواړو هیوادونو ستراتيژيک مشارکت ته درناوی وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ریاض کې ویلي چې سعودي چارواکو خپله هغه ژمنه تکرار کړه چې د سعودي خبریال جمال خاشقجي له قاتلینو سره به حساب کېږي. مایک پامپیو د سعودي عربستان پاچا سلمان او واکمن ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره تر خبرو وروسته ویلي چې دواړو مشرانو منلې چې له هغو کسانو سره چې د دې قتل مسؤلین دي، حساب اړین دی. د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې سي آی اې په ارزونه کې ولیعهد محمد بن سلمان تورن شوی چې د جمال خاشقجي د وژلو امر یې ورکړی دی. سعودي چارواکي د دې وژنې د امر کولو تورونه ردوي. Читать дальше...
د دغه کمېسیون مسؤلینو نن دوشنبه ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې د کابل د ولسي جرګې او د کوچیانو د حوزې...
د طالب او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو نوی پړاو چې ټاکل شوې وه روانه اوونۍ تر سره شي، یو ځل بیا له ستونزو ...
په هند کې د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د کرکټ د بېلابېلو فارمټونو د سیالیو تاریخ وروستی شو. کرکټ بورډ وايي چې د دغو سیالیو کوربه توب افغانستان کوي چې تر یوې میاشتې دوام کوي. په دې لړ کې به دواړه هېوادونه ۳ شل اوریزې، ۵ یو ورځنۍ او یوه ټیسټ لوبه تر سره کړي. په پام کې ده چې دا لوبې د ۲۰۱۹ میلادي کال د فبرورۍ له ۲۱مې د مارچ تر ۱۹مې د هند د هرادون ښار په راجیو ګاندي نړیوال کرکټ لوبغالي کې تر سره شي. دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډله له تېرو څو میاشتو راهیسې سیالۍ نه لري خو ځينې لوبغاړي يې... Читать дальше...
په افغانستان کې د واليبال د سیالیو اتم پړاو نن په مرکز کابل کې پیل شو. د والیبال فدراسیون څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوشنبې له ورځې پیل دغه پړاو ته اتو لوبډلو لار پیدا کړې. دا فدراسیون وايي، په دغو سیالیو کې د ټول افغانستان څخه د والیبال پیاوړ لوبډلو ګډون کړی و. جهان سپور، جیلاني، کام ایر، سره میاشت، جوزجان، دعوت، خراسان او ملي افغان هغه لوبډلې دي چې دغه پړاو ته يې لار پیدا کړې. دا سیالۍ چې د روانې میلادي میاشتې له پیل راهیسې د والیبال په مرکزي لوبغالي کې پیل شوې وې، پکې هره ورځ څلور څلور سیالۍ پلان شوې وې.
فینکا یا په افغانستان کې د وړو پورونو د ورکړې موسسه وايي، له ۲۰۰۴ میلادي کال راهیسې یې د ښځو په ګډون ...
د محمد یونس قانوني یو ساتونکی پر پولیسو د ډزو په تور ونیول شو. د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته په یوه لنډ پیام کې ویلي، د لسم ریاست (د لوړ پوړو چارواکو د ساتنې ریاست) یو کارکوونکی د پولیسو له خوا ونیول شو. په ورته وخت کې یوه باوري امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، د لوړپوړو چارواکو دساتنې د ریاست دغه کارکوونکی د پخواني جمهور رئیس د مرستیال یونس قانوني ساتونکی دی. پخوا تر دې د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډیو ته ویلي چې... Читать дальше...
افغان ولسمشر ټينګار کوي چې پردي باید د افغانستان د هغو معنوي پانګو په اړه چې دغه هېواد له افراطیته ...
په ننګرهار کې لسګونو ديني علماوو او قومي مخورو د دوشنبې په ورځ د يوه رسنيز کنفرانس له لارې له دولت او وسله والو...
د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي وایي، د کورنیو چارو وزارت له وروستیو اقداماتو وروسته د ښار امنیت په نسبي ډول ښه شوی.
سکي هغه لوبه ده چې په ژمي کې ترسره کېږي او په بامیان ولایت کې هم له ۱۰ کلونو را په دې خوا دود شوې ده. په بامیان کې اوس د دغې لوبې شپږ کلپونه دي چې د ۳۰ سلنه نجونو په شمول له ۱۰۰ زیات کسان پهکې حرفوي زدهکړې کوي. وېډیو: عباس نادري اېډېټ: ابراهیم صافی
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د چین پلازمېنې پیکېنګ ته تللی دی. ښاغلي خلیلزاد نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دی به هلته له چینایي چارواکو سره وګوري او د افغانستان د سولې پروسې په اړه به د امریکا د هڅو په اړه ورسره وغږېږي. خلیلزاد د افغانستان د سولې په پروسه کې د چین رول مهم بللی دی او لیکلي یې دي چې دی به پهدې سفر کې له چین سره د افغانستان د سولې په اړه د یوځای کار کولو پر څرنګوالي غور وکړي. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی... Читать дальше...
په کندز کې د ولسي جرګې معترضو کاندیدانو او پلویانو یې د ټاکنیزو کمېسیونو پر ضد لاریون وکړ او دغهراز حکومت تهیې خبرداری ورکړ، که ...
ټاکل شوې چې په راروانه میلادي میاشت کې د چابهار بندر په اړه د درېیو شریکانو افغانستان، ایران او هندوستان...
نن د دوشنبې په ورځ د شبرغان د ښار هوا توپاني وه، دا ښار د افغانستان په شمال کې یو صنعتي ښار دی چې طبیعي زیرمې هم لري. د ازادي راډیو خبریال عالم رحمانیار پرې دا انځوریز راپور برابر کړی دی.
یان پالاخ د ۱۹۶۹ میلادي کال د جنورۍ په ۱۶مه، پر چکسلواکیا د وارسا تړون د پوځ د حملې په اعتراض کې چې د ۱۹۶۸ میلادي کال په اګسټ میاشت کې یې کړې وه، په پراګ کې ځان ته اور ورته کړ.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس هم دا مني چې د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ستونزې وې. د افغان حکومت ...
د ترکيې د حکومت وياند وايي، امریکا بايد د دواړو هېوادونو ستراتېژيک مشارکت ته درناوی وکړي او له خبرداري ورکولو ډډه ...
هندوستان اعلان کړی چې د افغانستان د پراختیا لپاره به درې میلیارده ډالر پانګونه وکړي. د هند د بهرنیو چارو وزیر سوشما سواراج د یکشنبې په ورځ د «هند او منځنۍ اسیا» هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې اعلان وکړ چې هند د افغانستان د پراختیا لپاره درې میلیارده ډالره مرسته کوي او دغه پانګونه به پهدغه هېواد کې د ثبات لپاره هڅه وي. پهدغه غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني هم ګډون کړی دی. ویل کېږي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي اړیکو له ترینګلتیا وروسته کابل له هند... Читать дальше...
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د افغانستان د غالیو سوداګرو د جرمني په یوه ستر نندارتون کې ګډون کړی. له دغه وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد د غالیو صنعتکارانو د المان هانوور د دوموتکس په نوم د غالیو په نړیوال نندارتون کې چې د روان لمریز کال د جدي په ۲۱مه نېټه پرانیستل شوی او د همدغې میاشتې تر ۲۴مې پورې به دوام وکړي، ګډون کړی چې افغاني غالۍ به پهکې نندارې ته وړاندې شي. په خبرپاڼه کې راغلي چې پهدغه نندارتون کې د افغانستان په استازيتوب د غالیو ۳۰ تولیدوونکو شرکتونو... Читать дальше...
د جوزجان ولایت د فیضاباد ولسوال وايي، تېره شپه د ولسي پاڅون اووه تنه غړي له وسلهوالو طالبانو سره یوځای شوي دي. انجنیر الف شاه نن ازادي راډیو ته وویل، دا کسان چې د بېزجګ په نوم د فیضاباد ولسوالۍ په یوې امنیتي پوسته کې توظیف وو، د پوستې له وسلو او مهماتو سره طالبان ته اوښتي دي. د نوموړي په وینا امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او پهدې پوسته کې ځای پر ځای شوي دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости