Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Январь
2019

Новости за 27.01.2019

په روسیې کې د دوو چاودنو يو تن وژلی او ١١ تنه ټپيان شوي

Pa.azadiradio.com 

روسي رسنۍ وايي، په ساراتوف او بلاست کې په يوه کافي شاپ کې د دوو چاودنو په نتيجه کې يو تن وژل شوى او ١١ تنه نور ټپيان شوي دي. دولتي اژانس تاس نن يکشنبه خبر ورکړى چې وایي، دغه چاودنې پرون ناوخته په ساراتوف ښار کې چې د پلازمېنې مسکو په ٧٧٥ کيلومترۍ کې پروت دى، شوي دي.  د اژانس په باور، دغه چاودنې په سيمه کې د ګازو د يوه بيلر د اور اخيستو په نتيجه کې شوې دي.

په فرانسه کې ژېړ واسکټو د يوولسمې اوونۍ لپاره لاریون وکړ

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې د ولسمشر ايمانوئل مکرون د پالېسيو په مخالفت کې د يوولسمې اوونۍ لپاره په لسګونو زره کسانو چې د خونديتوب ژېړ واسکټونه يې اغوستي وو، د څو ښارونو په لارو کوڅو کې لاريون وکړ.  چارواکو پرون وويل، په ګڼو ښارونو کې د پوليسو او مظاهره چيانو ترمنځ اخ او ډب شوى او پوليسو په پلازمېنه پاريس کې د مظاهره چيانو د تيت او پرک کولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز کارولی دی.  د پاريس پلَس دوله بستي ساحه په تېرو درېيو مياشتو کې د مظاهرو اصلي مرکز ګڼل کېږي.  په پاريس کې يوه ٣٤ کلن اعتراض کوونکي افيد ماروخ وويل... Читать дальше...

په امریکا کې د ځينو ادارو پرچاوي د ٦ ميليارده ډالرو زيان سبب شوې

Pa.azadiradio.com 

د درجه بندۍ د يوه نړيوال بنسټ په حواله په امريکا کې د فډرال حکومت د ځينو برخو پرچاوي د امريکا اقتصاد ته د لږ تر لږه ٦ ميليارده ډالر مالي زيان سبب شوې ده.  د S او P په نوم بنسټ په حواله، د دغو ادارو ٣٥ ورځنۍ پرچاوي چې وړمه ورځ پاى ته ورسېده، احتمالاً تر مخکنيو هغو بدترينه وه.  د دغه بنسټ په باور، مخکنۍ پرچاوي د امريکا پر اقتصاد چې ارزښت يې ١٩ ټرليونه ډالرو ته رسېږي، لږ اغېز کړى و.  د ځينو فډرال ادارو پرچاوي چې د امريکا په تاريخ کې تر ټولو اوږدمهالې ګڼل شوې، وروسته له هغې د لنډې مودې لپاره پاى... Читать дальше...



په فلپین کې دوو چاودنو ٢١ کسان وژلي او ٧١ نور ټپيان دي

Pa.azadiradio.com 

د فلپين د جنوبي ټاپو جولو په يوه کليسا کې نن د عبادت پر مهال دوو بمي چاودنو لږ تر لږه ٢١ کسان وژلي او ٧١ نور ټپيان دي.  په سيمه کې د پوځ يوه وياند ګيري بيسانا نن وويل، لومړۍ چاودنه په جولو ښارګوټي کې چې د پلازمېنې مانيلا په ١٠٠٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري، په کليسا کې د ګڼې ګوڼې په وخت کې وشوه.  د بيسانا په خبره، کله چې امنيتي ځواکونه د لومړۍ چاودنې ساحې ته ورسېدل، دوهمه چاودنه د کليسا د موټرو د پارکېنګ په ساحه کې وشوه. جولو ټاپو له اوږدې مودې راهيسې د هغه تاوتريخوالي شاهد دى چې د ابوسياف د جنګياليو کار ګڼل کېږي. Читать дальше...

قریشي: پاکستان د سیمې په سوله کې خپل رول ولوباوه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، هېواد یې د خبرو اترو مېز ته د طالبانو، امریکا او د افغانستان د حکومت په راوستلو سره د سیمې په سوله کې خپل رول ولوباوه. ښاغلي قریشي نن یکشنبه په ملتان کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، پاکستان د یوه داسې هېواد په توګه چې د افغانستان لپاره ښې هیلې لري، د افغانستان په سوله کې د مهم رول د لوبولو لپاره خپل مسؤلیت ادا کړ. د قطر په خبرو کې د افغانستان حکومت برخه نه لرله. تر دې مخکې د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال اصف غفور وویل چې پاکستان خپل مسؤلیت... Читать дальше...



ساحلي فوټبال لوبډلې راتلونکو لوبو ته تمرینات پیل کړل

Pa.azadiradio.com 

د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې راتلونکو لوبو ته د چمتووالي په خاطر نن په کابل کې تمرینات پیل کړل. د فوټبال فدراسیون د ویاند مرستیال شمس امیني د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په دغو تمریناتو کې د فوټبال د ساحلي ملي لوبډلې شل لوبغاړي ګډون کوي او د یوه ایراني روزونکي له خوا روزل کېږي. دی وايي، د ساحلي فوټپال ملي لوبډله به د مارچ په میاشت کې د اسیا د اتلولۍ او له هغې وروسته د نړیوال جام په مقدماتي سیالیو کې ګډون وکړي.

په کابل کې د یوه بل نړیوال کرکټ لوبغالي د جوړېدو هڅې پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ په کابل کې د یوه بل نړیوال کرکټ لوبغالي د جوړېدو هڅې پیل کړي دي. د دغه هدف لپاره د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس شفیق الله ستانکزي، د ښار جوړولو او ځمکو (اراضي) وزارت او کابل ښاروالۍ استازو په ګډون ګډ پلاوي د زمان خان کلا په سیمه کې له ځانګړې شوې ځمکې لیدنه وکړه. د افغانستان کرکټ بورډ وايي، دغه ځمکه د کابل ښار شپاړسمې حوزې (زمان خان کلا) کې پرته ده او له پرېکړې او څېړونو وروسته امکان شته چې پر یاده یا کومه بله ځمکه د کرکټ یو نړیوال معیاري لوبغالی ورغول شي. د یادولو ده چې څه موده... Читать дальше...

د پاکستان د کرکټ لوبغاړی سرفراز احمد له ۴ سیالیو بې برخې شو

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوالې شورا د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې کېپتان سرفراز احمد د نژادپالنې له قانونه د سرغړونې په خاطر له ۴ سیالیو بې برخې کړ. د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي نن یکشنبه تأیید کړه چې سرفراز احمد منلې چې د نژادپالنې له قانونه یې سرغړونه کړې ده. ده د سې شنبې د ورځې په سیالۍ کې د جنوبي افریقا یوه تورپوستي لوبغاړي ته د نژادپالو خبرو په خاطر بښنه وغوښته.  د سرفراز احمد پر ځای شعیب ملک نن د جنوبي افریقا په وړاندې د پاکستان د ټیم کېپتاني په غاړه لرله.

د کابل ښار په منډوي کې د میلاد مارکیټ اور مړ شو

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار په منډوي کې په میلاد مارکیټ کې اور مړ شو. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د اور لګېدو له کبله مالي تاوانونه پېښ شوي خو د سر زیان نه دی اوښتی. دا څویم ځل دی چې د کابل په تجارتي سیمو کې اور لګېږي او د میلیونونو افغانیو زیان اړوي. تېره میاشت په عبدالحق څلور لاره کې د اورلګېدو له کبله نه یوازې د میلیونونو افغانیو زیان واوښت بلکې درې تنه له ژونده بې برخې او لسګونه نور ژوبل شول.

په هلمند کې د نشه یې توکو یوه فابریکه او یو سلاکوټ له منځه وړل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، خاصو ځواکونو یې تېره شپه په هلمند کې د طالبانو د مخدره موادو پر یوې فابریکې او د چاودېدونکو موادو پر ډیپو برید وکړ او دواړه یې ویجاې کړې. د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د طالبانو سلاکوټ او د مخدرو موادو فابریکه یې په مارجې ولسوالۍ کې له منځه وړي دي. د دې ریاست په وینا، د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو ۳ زره کیلو چاودېدونکي مواد ویجاړ شوي دي. طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کابل په لومړۍ حوزه کې د اورلګېدو له امله سلګونه دوکانونه سوځیدلي

Pa.azadiradio.com 

د کابل د لومړۍ حوزې په سيمه کې د میلاد په نوم یو مارکېټ کې د اورلګېدو له امله سلګونه دوکانونه سوځیدلي او خلکو ته ګڼ اقتصادي زیانونه رسیدلي دي. د مارکیټ یو شمېر دوکاندارانو ازادي راډيو ته وویل چې اور د یو دوکاندار د بې احتیاطۍ له امله لګېدلی چې غوښتل د ځان د ګرمولو لپاره له ګازو کار واخلي. دوی وايي، د اور کنټرول لپاره سیمې ته د اور وژلو مامورین ناوخته ورسېدل. د کابل په ښار کې د اور د لګېدلو دا لومړۍ پیښه نه‌ده، څه موده وړاندې هم د دغه ښار په مرکزي برخه کې د اور د لګېدلو له امله خلکو ته ډېر اقتصادي زیان رسیدلی وو.


Музыкальные новости
Певица

Певица Алсу рассталась с мужем и бизнесом в Крыму





Rss.plus
Анастасия Заворотнюк

Младшая дочь Заворотнюк пришла на ее могилу с отцом Чернышевым




Для жителей региона запланированы около тысячи мероприятий, приуроченных ко Дню России

Загруженность дорог Подмосковья составляет 5 баллов утром 4 июня

Свыше 340 тыс квадратных метров асфальта отремонтировано во дворах Подмосковья

Топ-3 городов для путешествий по мнению жителей и туризм по-ульяновски




د کابل په منډوي سيمه کې د يوه مارکېټ څو دکانونو اور واخېست

Pa.azadiradio.com 

د کابل په منډوي سيمه کې نن سهار ٦ بجې د يوه مارکېټ څو دکانونو اور واخېست. د ميلاد مارکېټ په څلورو پوړونو کې د لګېدلي اور علت لا روښانه شوى نه‌دى. هټيوالو ازادي راډيو ته وويل چې د سلګونو زره افغانيو په ارزښت مالي زيان ور اوښتى دى. تر اوسه په‌دې پېښه کې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي. تردې مخکې هم په کابل کې دې ته وَرته او تر دې خونړي اورونه لګېدلي دي. سږکال په مرغومي/جدي مياشت کې په کابل کې عبدالحق څلورلاري ته څېرمه په يوه اورلګېدنه کې ځايي اوسېدونکو ته د سختو مالي زيانونو اوښتو... Читать дальше...

د کابل ښار منډوي سیمه کې اور لګېدنه

Pa.azadiradio.com 

د کابل د لومړۍ حوزې د منډوي سیمه کې د میلاد په نوم د بوټانو، څپلیو او خوراکي توکو په یوه مارکېټ کې شااوخوا شپږ بجې اور لګېدلی. دکانداران وایي په لکونه افغانیو مال‌یې د اور لمبه شو. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافی دغې سیمې ته ورغلی او وېډیویي راپور پرې لري.

د روسيي په ساراتوف اوبلاست کې غبرګو چاودنو يو تن وژلی

Pa.azadiradio.com 

روسي رسنۍ وايي، په ساراتوف اوبلاست کې په يوه کافي شاپ کې د دوو چاودنو په نتيجه کې يو تن وژل شوى او ١١ تنه نور ټپيان شوي دي. دولتي اژانس تاس نن يکشنبه خبر ورکړى چې ويلي چې دغه چاودنې پرون ناوخته په ساراتوف ښار کې چې د پلازمېنې مسکو په ٧٧٥ کيلومترۍ کې پروت دى، شوي دي.  د اژانس په باور دغه چاودنې په سيمه کې د ګازو د يوه بېلر د اور اخيستو په نتيجه کې شوې دي.

د فرانسې د څو ښارونو په لارو کوڅو کې لاريونونه لا دوام لري

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې د ولسمشر ايمانوئل مکرون د پاليسيو په مخالفت کې د ۱۱مې اوونۍ لپاره په لسګونو زره کسانو چې د خونديتوب ژړ واسکټونه يې اغوستي وو، د څو ښارونو په لارو کوڅو کې لاريون وکړ.  چارواکو پرون وويل، په ګڼو ښارونو کې د پوليسو او مظاهره چيانو ترمنځ اخ و ډب شوى او پوليسو په پلازمېنه پاريس کې د مظاهره‌چيانو د تيت و پرک کولو لپاره اوښکي بهوونکي ګاز کارولي دي.  د پاريس پلَس دوله بستي ساحه په تېرو درېيو مياشتو کې د مظاهرو اصلي مرکز ګڼل کېږي.  په پاريس کې يوه ٣٤ کلن اعتراض کوونکي افيد ماروخ وويل: "زه اصلاً نه پوهېږم. Читать дальше...



Москва

Солнечные дети на сцене Кремля


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин открыл пешеходную галерею между станциями метро и МЦД-4 Кутузовская



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Брановицкий

Студия Звукозаписи в Москве. Создание Песен, Музыки, Аранжировок.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Чемпионат по служебному биатлону состоялся в столичном главке Росгвардии

Дмитрий Вязьмикин – тренер по индивидуальной подготовке молодежного футбола «Локо»

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей


Анастасия Потапова

Потапова о поражении от Свентек на "Ролан Гаррос": организм дал сбой



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Симферополь

Арт-знакомство «Искусство должно давать счастье и радость»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России