د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس د سولې د خبرو لپاره قطر ته ولاړ
د افغان حکومت یوې معتبرې سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی...
د افغان حکومت یوې معتبرې سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی...
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د خاص استازي او طالب استازو خبرې نن شنبه هم د شپږمې...
که څه افغان سرتېري شپه او ورځ د سر په سودا په مرچلونو کې ناست او له خپل هېواد او خلکو ساتنه کوي ، خو ترڅنګ يې د خلکو درملنه هم کوي. ویډيو راپور: شریف الله شرافت اېډېټ: لېمه هادي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له کاندید لایق ملکزاده چې د دغه کمېسیون مشرتابه یې په مالي فساد تورن...
په غزني کې افغان چارواکي وايي، په مقر او قره باغ ولسوالیو کې ۱۳ وسله وال وژل شوي. د غزني د والي ویاند عارف نوري ازادي راډیو ته وویل، د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ اړوند په خماري او شاه محمدخېل سيمو کې تېره شپه د سيمه ییزو پوليسو او وسله والو ترمنځ په نښته کې ۶ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي. دی وایي: "په دې نښتو کې درې ته سیمه ییز پولیس هم وژل شوي او دوه تنه یې ټپیان شوي دي، دغه راز تېره شپه د قره باغ ولسوالۍ په خونيان او عسکرکوټ ته څېرمه سيمه کې د هوايي ځواکونو په عملياتو کې د يوه قوماندان په... Читать дальше...
د افغانستان د سولې شورا د دارلانشا رئیس او د سولې په برخه کې د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داودزی نن په پېکنګ کې د چین د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال سره د افغانستان پر سوله خبرې کړي دي. د سولې د شورا ویاند سید احسان طاهري ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي داودزي د شانګهای د همکارۍ د سازمان له عمومي منشي سره هم لیدلي دي. احسان طاهري زیاته کړه: "د چین د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره د بحث اصلي موضوع دا وه چې څنګه کولای شو، د سیمه ییزې اجماع په اړه او د افغان حکومت... Читать дальше...
له کندزه په راپورونو کې ویل شوي چې دغلته د طالبانو په یو کمین کې څلور تنه افغان پولیس وژل شوي دي. د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو د سهار د اوو بجو په شااوخوا کې د کندز ښار اړوند چله مزار په سیمه کې د پولیسو پر یو موټر برید کړی او څلور تنه ملي پولیس یې وژلي دي. سیمه ییزې سرچینې هم وايي چې د طالبانو په کمین کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې. خو د کندز امنیې قوماندانۍ د پېښې په اړه څه نه وايي.
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن د ونزویلا پر سیاسي بحران بحث وکړي. د امریکا متحده ایالاتونو تر دې مخکې غوښتنه کړې وه چې د ونزویلا د وضعيت په اړه د بحث لپاره دې د م. م د امنیت شورا بېړنۍ غونډه جوړه شي. تمه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو به د امنیت شورا په دې غونډه کې ګډون وکړي. پامپیو د جمعې په ورځ له ټولو هېوادنو وغوښتل چې په ونزویلا کې دې د خوان ګوایدو ملاتړ وکړي. د تېرې چهارشنبې په ورځ وروسته له هغې چې د ونزویلا خلک لارو کوڅو ته په اعتراضونو را ووتل او د ولسمشر... Читать дальше...
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د هلمند په سنګین کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په يوه هوايي حمله ...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د شکایتونو کمېسیون له پرېکړې وروسته به د پاتې ولایتونو د ولسي...
وروسته له هغې چې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان یو لو دریان د ایران د توغندیو د پروګرام له کبله پر دې هېواد د نویو بندیزونو ګواښ وکړ، تهران فرانسه تورنه کړې چې سیمه بې ثباته کوي. د ایران د بهرنیو چارو وزات د جمعې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې دوی تل په سیمه کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده. په اعلامیه کې زیاته شوې چې ایران د فرانسې له خوا په پراخه پیمانه د پرمختللو او تهاجمي وسلو خرڅلاو ته په سیمه کې د توازن د بې ثباتۍ د یو عامل په سترګه ګوري. تهران دا خبره په داسې حال کې کوي... Читать дальше...
د افغانستان د پوهنې وزارت په بلخ ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري پر افغان ترک ښوونځيو حمله ...
امریکا له کاسوو غوښتي چې له صربیا په وارېدېدونکو مالونو سل په سلو کې ګمرګي تعرفه سمدستي وځنډوي او که داسې ونه کړي، له واشنګټن سره په اړیکو کې به یې له عواقبو سره مخ شي. کاسوو د نومبر په میاشت کې له صربیا په وارېدېدونکو مالونو د هغه څه په خاطر درنه مالیه وضعه کړه چې د دې هېواد چارواکي یې د بیلګراد له خوا د کاسوو د دولت د له پامه غورځولو هڅه بولي. صربیا د خپل پخواني ولایت کاسوو خپلواکي په رسمیت نه ده پېژندلې. دغلته په ۱۹۹۸ او ۱۹۹۹ میلادي کلونو کې له ګوریلايي جګړې وروسته، کاسوو په ۲۰۰۸ کې خپلواکي اعلان کړه. Читать дальше...
د افغانستان د المپيک ملي کمېټه یوځل بیا د افغانستان له لويې څارنوالۍ غواړي چې په فوټبال فدراسیون کې د جنسي...
په ننګرهار ولایت کې نږدې درې سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول. د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې (۹۹) کیلو ګرامه بېلابېل نشه يي مواد هغه مهال ونیول شول چې په دوو موټرو کې ځای پر ځای شوي وو او په پام کې وه چې د سره رود ولسوالۍ ته یې قاچاق کړي. په یوه بله پېښه کې د ننګرهار ولایت پولیسو (۷۸) کیلو ګرامه چرس هغه مهال ونیول چې په یوه موټر کې یې له بټي کوټ ولسوالۍ جلال اباد ښار ته قاچاق کول. د يادونې وړه ده چې د نشه يي موادو د قاچاقو په تور درې تنه هم نیول شوي دي.
د افغانستان د ملي شورا اداري پلاوی او ځیني غړي وايي، د قطر د سولې په روانو خبرو کې باید د افغانانو هویت...
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ومنله چې په موقته توګه د فدرال حکومت قسمي تعطیل پای ته ورسوي. د امریکا متحده ایالتونو په تاریخ کې د حکومت تر ټولو اوږد تعطیل لږ تر لږه د اوس لپاره پای ته ورسېد. دغه تعطیل چې د فدرال حکومت یو شمېر ادارې پکې شاملې وې، پنځه دېرش ورځې دوام وکړ. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې د تعطیل د موقتي پای ته رسېدو اعلان وکړ. ده وویل: "زه ډېر ویاړم چې نن اعلان کوم چې موږ یوې معاملې ته ورسېدو، څو تعطیل پای ته ورسوو او فدرال حکومت بېرته پرانیزو." ټرمپ دا... Читать дальше...
د ارزګان ولایت د ولایتي شورا مسؤلین او خلک وايي، د دغه ولایت په هېڅ یوه ولسوالۍ کې د دولت عدلي او قضايي...
د افغانستان د برښنا شرکت وایي، ټاکل شوې چې د دغه هېواد بېلابېلو ولایتونو او سیمو ته د برښنا رسونې په برخه کې له یو شمېر نړیوالو ادارو سره تړونونه لاسلیک کړي. د دغه شرکت ویاند وحید توحیدي ازادي راډيو ته وویل چې نن به د افغانستان برښنا شرکت او اسیایي پراختیایي بانک ترمنځ د ۴۰۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د برښنا رسونې په موخه تړون لاسلیک شي. د ښاغلي توحیدي په خبره، د دغې پروژې له مخې به د افغانستان ګڼو سیمو او ولایتونو ته د برښنا اسانتیا برابره او د برښنا د پرچاوۍ ستونزه حل شي. د ښاغلي توحیدي په... Читать дальше...
د نیمروز ولایت پولیسو ۱۶۴ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول. د نیمروز ولایت د امنیې قوماندانۍ له خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې د نیمروز پولیسو د زرنج او دلارام پر لویه لاره (۸۰) کیلو ګرامه تاریاک، (۲۲) کیلو ګرامه چرس او (۲۲) کیلو ګرامه هیروئین ونیول. په دوهمه پېښه کې پولیسو د زرنج ښار د څلورمې حوزې په سیمه کې (۲۲) کیلو ګرامه هیروئین ونیول چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو او په درېيمه پېښه کې پولیسو په انصاري ښارګوټي کې پنځوس کيلو او پنځه سوه ګرامه هیروئین ونیول.... Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، د دغه وزارت رهبري د بلخ د سوداګرۍ د وضعیت د څار لپاره هغه ولایت ته سفر کړی. د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي نن ازادي راډيو ته وویل چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرسته کامله صدیقي د خصوصي سکټور د ملاتړ، له صنعتي پارکونو د لیدنې او د پانګونې د جذب په هدف هغه ولایت ته رسېدلې ده. د نوموړي په خبره، په دې وروستیو کې په بلخ کې د هوایي دهلېزونه له لارې کڼو هېوادونو ته صادرات کېږي. د سوداګرۍ او صنعت وزارت د معلوماتو له مخې، له دغه ولایته ازبکستان، قزاقستان او... Читать дальше...
د کندز ښار پر سړکونو او کوڅو کې د معتادینو راغونډېدل او تګ راتګ، په ښار کې د یوې ټولنيزې ستونزې هغه تصویر دی ...
د کابل له ښاره پنځه سوه معتادین را ټول او د درملنې مرکزونو ته انتقال شول. د ابن سینا روغتيايي مرکز رئیس زلمي نورزي ازادي راډیو ته وویل، د معتادینو د را ټولولو د کمپاین په ترڅ کې تېره دوشنبه د سرای شمالي له غونډۍ پنځه سوه معتادین را ټول او ابن سینا زر بستریز روغتون ته انتقال شول. ده وویل: "پنځه سوه معتادين مو را ټول او د معتادینو د درملنې مرکزونو ته مو انتقال کړل، له دې جملې مو (۳۵۰) کسان د ابن سینا زر بستریز روغتون ته ولېږل، په دې روغتون کې دا مهال د (۸۷۰) کسانو درملنه کېږي." د عامې روغتیا... Читать дальше...
د هرات ولایت پولیسو دوه کسان له نږدې لسو کیلو ګرامو نشه يي موادو سره ونیول. په هغه خبرپاڼه کې چې د کورنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې، راغلي چې یو تن هغه مهال د شیدايي ښارګوټي په سیمه کې ونیول شو چې غوښتل یې څلور کیلو ګرامه هیروئین هرات ښار ته قاچاق کړي. په دوهمه پېښه کې د هرات ښار د پنځمې امنیتي حوزې په سیمه کې د نشه يي موادو یو خرڅوونکی هغه مهال لاس په لاس ونیول شو چې پر معتادینو یې نشه يي مواد خرڅول. له نیول شوي کس سره پنځه کیلو ګرامه چرس او څلوېښت ګرامه تاریاک هم نیول شوي دي.
د نشه يي موادو د جوړېدو پر کارخانو د نظامي بريدونو له امله څو زره کيلو ګرامه نشه يي مواد له منځه وړل ...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости