Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Январь
2019

Новости за 22.01.2019

له ازادۍ سټوډیو څخه د نړۍ تازه پېښې

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې د سولې خبرې چیرته رسیدلې؟ د پاکستان صدراعظم هم په دوحه کې دی، د دې ترڅنګ به وګورئ چې په نړیوالې اقتصادي سرمشریزه کې د ۲۰۱۹ کال د اقتصادي ودې مساله څیړل کیږي او افغان ستوری راشد خان د نړۍ د غوره لوبډلې لپاره انتخاب شو:



د رورسيې ولسمشر له خپل جاپاني سیال سره ولیدل

Pa.azadiradio.com 

د رورسيې ولسمشر ولاديمير پوتین له خپل جاپاني سیال شينزو ابې سره ولیدل. دوی د ځمکې په سر د لسيزو زړې شخړې په اړه خبرې وکړې چې له کبله‌يې په دوهمه نړيواله جګړه کې توکيو او مسکو نه‌وو توانېدلي چې په رسمي توګه د سولې موافقه وکړي. پوتين او ابې نن په کرملېن کې سره ولیدل. د کرملېن وياند دميتري پسکوف پرون وويل چې روسیه او جاپان دواړه له خپلو ملي ګټو نه‌تېريږي. د ده په وينا، دا خبرې په لومړي پړاو کې دي.

راشد خان د سږ کال د يو ورځنیو لوبو په غوره لوبډله کې ځای خپل کړی

Pa.azadiradio.com 

راشد خان د کرکټ د نړیوالې شورا د ۲۰۱۸ میلادي کال د يو ورځنیو لوبو په غوره لوبډله کې ځای خپل کړی دی. د کرکټ نړیوالې شورا نن سې شنبه د تېر کال د کرکټ د غوره څېرو د پېژندلو تر څنګ د کال غوره يو ورځنۍ لوبډله هم اعلان کړه چې له افغانستانه راشد خان هم په‌کې شامل دی. په دغه لوبډله کې له انګلستان او هندوستانه څلور څلور لوبغاړو او افغانستان، بنګله‌دېش او له نیوزیلنډه يوه يوه لوبغاړي ځای خپل کړی. راشد خان په تېر میلادي کال کې د ۱۴،۴۵ په اوسط سره وتوانېد چې ۴۵ وېکټې واخلي او له خپلو نورو سیالانو وړاندې شي. Читать дальше...

د روسیې یوې لیرې واټن ويشتونکې الوتکې په ارکټېک سمندر کې سقوط وکړ

Pa.azadiradio.com 

د روسیې یوې لیرې واټن ويشتونکې الوتکې په ارکټېک سمندر کې سقوط وکړ. د دفاع وزارت په وينا، په پېښه کې د عملې له څلورو غړو دوه‌يې ووژل شول. د بمبار دغه الوتکه له ورځني روزنيز تمرین وروسته په «Tu-22M3» واوره کې د کېناستو پر مهال نسکوره شوه. د روسیې د دفاع وزارت د اعلاميې له مخې، د دې پېښې لامل تر اوسه نه‌دی معلوم. روسیې دا ډول الوتکې په سوریه کې د خپل نظامي کمپاين پر مهال کارولې دي.

په کمو امکاناتو زده کړو ته د خلکو هڅونه!

Pa.azadiradio.com 

یو افغان فعال ځوان چې په بایسکل یې کوچنی کتابتون جوړ کړی، ولایتونو ته سفرونه کوي او خلک زده کړو ته هڅوي. ادریس سیاووش وایي، د دې لپاره چې د هېواد راتلونکی یې روښانه شي، غواړي چې له دې لارې ماشومان زده کړو ته وهڅوي. ویډیو: لېمه هادي او تمیم اخګر اېډېټ: لېمه هادي



چارواکي: په هرات کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو یو مرکز نيول شوی

Pa.azadiradio.com 

د هرات ولايت امنیتي چارواکي وايي، د دې ولايت په دوو ولسواليو کې يې د عملیاتو پر مهال د وسله‌والو طالبانو یو مرکز نيولی دی.  د هرات ولایت د پولیسو د امریت مطبوعاتي سرپرست فرزاد فروتن نن همداراز ازادي راډیو ته وويل چې د پښتون زرغون او اوبې په نوم ولسواليو په یو شمېر کلیو کې یې عملیات کړي چې په پشت کلي کې د عملیاتو پر مهال د وسله‌والو مخالفانو یو زندان هم له‌منځه تللی دی. په دغو عملیاتو کې د څلورو طالب وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

رونالدو په تعلیقي حبس محکوم شو

Pa.azadiradio.com 

د ایټالیا د یوونتوس فوټبال لوبډلي پرتګالی ستوری کرستیانو رونالدو نن په هسپانیا کې د یوې محکمې لخوا په دوه کاله تعلیقي حبس او ۲۱ میلیونه ډالره جریمې په ورکړي محکوم شو. محکمه د ریال مادرید دغه پخوانی لوبغاړی د مالیې په نه ورکولو تورن کړ. نور جزییات پدې راپور کې

ملي امنیت: په میدان وردګ کې پروني برید ۳۶ تنه وژلي او ۵۸ ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، پرون په میدان وردګ ولایت کې د ملي امنیت پر یوې قطعې د طالبانو په حمله کې ۳۶ کسان وژل شوي او ۵۸ نور ټپیان دي. د ملي امنیت عمومي ریاست نن دا خبره په یوه اعلاميه کې کړې ده. مخکې د ملي امنیت د ریاست یوې سرچینې نن ازادي راډیو ته تأیید کړې وه چې ميدان ښار ته نږدې په پروني برید کې ۴۳ تنه وژل شوي او ۵۴ نور ټپیان شوي دي. نن د ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش په کابل کې د يوې غونډې پر مهال وويل چې د هېواد دښمنان بايد په دې پوه وي چې دا پېښه به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي. Читать дальше...

د فارياب چارواکي د وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د فارياب ولايت امنيتي چارواکي په دغه ولايت کې د عملیاتو پر مهال د وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي. د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وياند محمد حنيف رضايي نن ازادي راډيو ته وويل چې د غرمې تر درېیو بجو وروسته په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو پر پوسته په عملیاتو کې د طالبانو لږ تر لږه څلورو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي. خواجه سبزپوش ولسوالۍ د جوزجان او میمنې ترمنځ پر لاره پرته ده او د فارياب ولايت مرکز او ميمنې ښار ترمنځ یو شمېر نورې ولسوالۍ سره نښلوي.

لاريون کوونکو کابل ته د ننوتلو څلور دروازې وتړلې

Pa.azadiradio.com 

کابل نن د ولسي جرګې د ناکامو کانديدانو د ملاتړو د لاریون شاهد وو. لاريون کوونکو کابل ته د ننوتلو څلور دروازې وتړلې. د راپورونو له مخې د دغو دروازو بندېدلو مسافر له ستونزو سره مخامخ کړي دي. اعتراض کوونکي غواړي د کابل ولایت لپاره د پارلماني انتخاباتو نتايج دې باطل اعلان شي. د افغانستان د انتخاباتي شکايتونو کمېسیون پرون وويل چې د کابل د حوزې پر شکایاتو مقدماتي مراحل پيل شوي دي. د دې کمېسیون په وينا، د کابل په حوزه کې د شکاياتو شمېر زیات دی او دغو شکايتونو ته د رسېدو لپاره د دې کمېسیون ولايتي کمېشنران کابل ته راغوښتل شوي دي. Читать дальше...

په کندهار کې د خرقې مبارکې د متوليانو ترمنځ نښته شوې

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د خرقې مبارکې د متوليانو ترمنځ نښته شوې ده. د کندهار د والي د مطبوعاتي دفتر په یوه اعلاميه کې ويل شوي چې د خرقې مبارکې د دوو متوليانو چې وروڼه دي، ترمنځ په شخړه کې د دوی د وسله‌والو کسانو ترمنځ نښته شوې ده. په‌دې پېښه کې یو کس ټپي شوی دی. امنيتي مسؤلين د پېښې ځای ته رسېدلي او د کندهار امنیه قوماندان تادین خان د دغو کسانو د خلع سلاح کولو امر کړی دی.


Музыкальные новости
Баста

Баста: товарищеский матч ФК Ростов - СКА могут провести осенью 2024 года





Rss.plus
РПЛ

"Гриша, уходи!": реакция интернет-сообщества на вылет "Урала" из РПЛ




Московская компания оцифровала плакаты культовых советских фильмов для выставки в рамках ПМЭФ

Глава Лобни Кротова проверила темп решения проблем ЖКХ в домах округа

Mash: стрелявший из окна мужчина в Москве имеет три судимости

Самых богатых артисток в России назвал Прохор Шаляпин




په بلوچستان کې د ګاډو په خونړي ټکر کې ۲۷ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د کوټې ـ کراچۍ پر لویه لار د ګاډو یوه خونړي ټکر لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده. دا پېښه د سې شنبې په شپه ناوخته د بلوچستان ایالت لسبیلا سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې له کراچۍ څخه د بلوچستان پنجګور سیمې ته روان مسافر بس د کراچۍ ـ کوټې پر لویه لار د تېلو له یوه ټانکر سره ټکر شو چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه شول. د سیمې یوه چارواکي شبیر مینګل د پېښې په اړه رسنیو ته ویلي چې د مسافر بس او د تیلو د ټانکر ترمنځ د ټکر له امله په بس کې اور ولګېد او درنه مرګ‌ژوبله یې واړوله. Читать дальше...

د بادغیس چارواکي: سږ کال د پستې په حاصلاتو کې کموالی راغلی

Pa.azadiradio.com 

د بادغیس ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال په‌دې ولایت کې د وچکالۍ له امله د پستې په حاصلاتو کې کموالی راغلی دی. د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالتواب تایب نن ازادي راډيو ته وویل چې تېر کال له دغه ولایته ۲۴ زره مټریک ټنه پسته ټوله شوې وه، خو سږ کال د وچکالۍ له امله دا اندازه ۲۱ زره متریک ټنو ته راښکته شوې ده. د ښاغلي تایب په خبره، اوس‌مهال د ټول بادغیس ولایت په کچه په ۳۰ هکتاره ځمکه کې د پستو ځنګلونه شته او له دغه ولایته هر کال زیاته پسته د هېواد د ولایتونو سربېره عربي اماراتو او هند ته هم صادرېږي.

په ننګرهار کې د یو شمېر خصوصي تولیدي فابریکو شکایت

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار ولایت کې یو شمېر خصوصي تولیدي فابریکې د برښنا، امنیت او ځمکو له نشتوالي شکایت کوي. په دغه ولایت کې د اوسپنې ویلې کولو یوې خصوصي فابریکې مرستیال انجنیر بختیار نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې حکومت د دغو فابریکو ستونزو ته جدي پاملرنه نه‌ده کړې. د نوموړي په خبره، په دغې خصوصي فابریکه کې ورسره شااوخوا ۵۰ تر ۶۰ کسان په کار بوخت دي، خو که دغې برخې ته پاملرنه زیاته شي، هم به اقتصادي فعالیتونه زیات او هم به خلکو ته کاري زمینه برابره شي.

عبدالله د نړۍ په اقتصادي مجمع کې د ګډون لپاره سویس ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د نړۍ په اقتصادي مجمع کې د ګډون لپاره نن د سویس داووس ښار ته ورسېد. اجرائیه ریاست په یوه خبرپانه کې وايي، ښاغلی عبدالله به په پرانېستونکې غونډه او همدا راز په څو نورو مجلسونو کې د افغانستان، سیمې او نړۍ د مسایلو په اړه ویناوې وکړي. خبرپاڼه زیاتوي چې اجرائیه رئیس به د یو شمېر هېوادونو له صدراعظمانو او نورو نړیوالو شخصیتونو او چارواکو سره هم وګوري. د داووس د اقتصادي مجمع غونډه نن د جنوري په ۲۲ مه نېټه د نړۍ د څه باندې درې زره سوداګرو، سیاستوالو او د حکومتونو... Читать дальше...



Москва

Студенты Академии Игоря Крутого раскрыли свои таланты


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин объявил о начале работы хаба молодежного предпринимательства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Ирина Серегина

Концерт в музее им. П.И. Чайковского




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«23 and Friends»: в Москве состоялся спортивно-музыкальный фестиваль Аш 23

После концерта и в дождь дороже: как складываются цены на поездки на такси

Чемпионат по служебному биатлону состоялся в столичном главке Росгвардии


Анастасия Потапова

Потапова о поражении от Свентек на "Ролан Гаррос": организм дал сбой



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Самых богатых артисток в России назвал Прохор Шаляпин



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России