Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Февраль
2019

Новости за 08.02.2019

ولسمشر غني د ګرجستان له ولسمشرې سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر محمد اشرف غني نن په ارګ کې د ګرجستان له ولسمشرې سالومه زورا بيشويلي سره وکتل. جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې ويلي چې په دې کتنه کې پر دوه اړخيزو اړيکو، د سولې پروسې، انتخاباتو، د تروريزم په وړاندې پر مبارزي، سيمه ييز اتصال او د ناټو د ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې په افغانستان کې د ګرجستان پر نقش خبرې وشوې. د اعلاميې په حواله، مېرمن زورا بيشويلي په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

عبدالکریم خلیلي په نړیوالو د سولې په پروسه کې د همکارۍ غږ وکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې عالي شورا رئيس د نړۍ له هېوادونو غوښتنه وکړه چې د افغانستان د سولې په پروسه کې خپله همکاري زياته کړي. د سولې عالي شورا د رئيس عبدالکريم خليلي په مشرۍ د دې شورا يو هيئت جنوبي کوريا ته تللى دى. د دې شورا وياند سيد احسان طاهري په يوه ويډيويي پيغام کې وويل چې ښاغلي خليلي نن د سولې په نړيوال کنفرانس کې پر ګڼو مسايلو بحث کړى دى. ده وویل: ”غوښتنه يې وکړه چې دغه هېوادونه د افغانستان د سولې پروسې د ملاتړ، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ مذاکرو د پيل لپاره خپله همکاري... Читать дальше...



د يونان پارلمان په ناټو کې د مقدونيا د يوځاى کېدو بحث پيل کړ

Pa.azadiradio.com 

د يونان پارلمان په ناټو کې د ګاونډي هېواد مقدونيا د يوځاى کېدو پر پروتوکول مباحثې پيل کړې. ويل کېږي له دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د څو لسيزو د لانجې ختمېدو زمينه برابره شي. مقدونيا چې د پخوانۍ يوګوسلاويا جمهوريت دى، تېر ميلادي کال له يونان سره موافقه وکړه چې نوم به يې د شمالي مقدونيا په جمهوريت بدل شي. د دواړو هېوادونو پارلمانونو له وړاندې د نوم بدلولو دغه موافقه تصويب کړې ده. يونان پر دغه نوم ځکه انتقاد درلود چې يو ولايت يې په همدغه نوم دى. تمه کېږي چې د يونان پارلمان به نن ناوخته په دې اړه رأيه اچونه وکړي.

د خوست چارواکي: د لاسي بم په چاودنه کې د یوې کورنۍ ۳ غړي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د خوست امنيتي چارواکي وايي، د لاسي بم په چاودنه کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي. د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال اختر محمد نورزوي نن ازادي راډیو ته وویل، پېښه تېره شپه د دوو کورنیو ترمنځ د شخصي ستونزو له امله شوې ده. قوماندان وايي، په دې پېښه کې د درېيو کسانو د وژل کېدو تر څنګ، درې تنه ټپیان شوي دي. د خوست امنیه قوماندان وویل چې پېښه د پولیسو له خوا څېړل کېږي.

خامنه اي: د "مرګ پر امريکا" شعار د امريکا واکمنانو ته متوجې دى

Pa.azadiradio.com 

د ايران مذهبي مشر وايي، "مرګ پر امريکا" شعار د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او نورو امريکايي واکمنانو ته متوجې دى. ايت‌الله علي خامنه اي نن د ايران د هوايي ځواک يوې غونډې ته په خبرو کې وويل، دغه شعار د امريکا ملت ته نه دى متوجې. د ايران د هوايي ځواک غړي د اسلامي انقلاب د څلوېښتمې کليزې د بريا په مناسبت راغونډ شوي وو. د خامنه اي په خبره، مرګ پر امريکا يعنې مرګ پر ټرمپ، د هغه د ملي امنيت پر سلاکار جان بولټن او د بهرنيو چارو پر وزير مايک پامپيو. په ايران کې وخت ناوخت د مرګ پر امريکا شعارونه د جمعې... Читать дальше...

روسيه: امريکا دې په رومانيا کې د ميزايل توغولو دستګاه له منځه يوسي

Pa.azadiradio.com 

روسيې ويلي، د امريکا متحد ايالتونه بايد د ناټو په غړي هېواد رومانيا کې د MK-41 په نوم د دفاعي ميزايلو د توغولو دستګاه له منځه يوسي. مسکو وايي، دا کار بايد د سړې جګړې د مهال د اټمي وسلو د کنټرول تاريخي تړون تطابق ته د ستنېدو لپاره وشي. د روسيې دفاع وزارت پرون ويل چې واشنګټن بايد په رومانيا کې د همدغه دليل لپاره خپل بې چلوونکي هوايي نقليه وسايط هم له منځه يوسي. په مسکو کې د امريکا د سفارت پوځي اتشه ته چې دفاع وزارت ته احضار کړاى شوى و، يو يادښت هم سپارل شوى چې د مسکو دغه غوښتنه په کې شامله ده. Читать дальше...



د روسيې په سايبريا سيمه کې ٦ کان کيندونکي مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د روسيې په سايبريا سيمه کې د ټرافيکي پېښې له کبله ٦ کان کيندونکي مړه شوي دي. په سيمه کې د روغتيا رياست ويلي، نن جمعه يو بس چې کان کيندونکي يې د راسپادسکي په نوم د ډبرو د سکرو کان ته لېږدول، نسکور شو. د دوى په خبره، په پېښه کې ٦ کسان مړه شوي او ١٧ تنه نور ټپيان شوي چې د ٤ ټپيانو وضعيت نازک ښودل شوى دى. په سيمه کې د ټرافيکو پوليسو ويلي، بس موټر پر سړک تر نسکورېدو وروسته ١٠ متره لاندې يوې کندې ته ولوېد. په سيمه کې چارواکو ويلي چې د دې پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

دفاع وزارت: په پوځي عملياتو کې د دولت ٣٠ مخالف وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې په بېلابېلو ولايتونو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت ٣٠ مخالف وسله وال وژل شوي دي. دغه وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه وسله وال په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په څو ولايتونو کې وژل شوي او ٧ تنه ټپيان شوي دي. دفاع وزارت وايي، د دغو پوځي عملياتو پر مهال چې په لغمان، کاپیسا، غزني، کندهار، ارزګان، بادغیس، بلخ، جوزجان او هلمند ولايتونو کې شوي، ٦ نور مشکوک کسان نيول شوي دي. د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د سالنګ لويه لار بېرته پرانيستل شوه

Pa.azadiradio.com 

د سالنګ لويه لار بېرته د ټرافيکو پر مخ پرانيستل شوه. د سالنګونو د ساتنې او څانې رئيس عبدالبصير حبيبي ازادي راډيو ته وويل، دوى وتوانېدل چې نن جمعه دغه لار چې پنځه ورځې تړلې وه، بېرته پرانيزي. ښاغلي حبيبي زياته کړه، دغه لويه لار د توفانونو او د واورې ښويدو له کبله تړل شوې وه چې دوى تر ٢٤ ساعته کار وروسته دغه لار پاکه کړه. په وروستيو کې په سالنګونو کې تر ٢٥٠ سانتي مترو پورې واوره اورېدلې وه چې ويل شوي، ٤٥ ځلې هلته واوره ښويدلې ده.

ټرمپ نن د کانګرس له خوا له یوه ټاکلي ضرب الاجل سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ نن جمعه د کانګرس له خوا له هغې ټاکلي ضرب الاجل سره مخ دی چې ووايي، ایا د سعودي ولیعهد په استانبول کې د جمال خاشقجي د وژلو امر ورکړی و که نه. د امریکا د کانګرس له خوا د فبرورۍ د اتمې نېټې دا ضرب الاجل داسې وخت را رسېږي چې دوو نویو راپورونو د امریکا د کانګرس غړي هڅولي، څو د سعودي عربستان خلاف د جمال خاشقجي د وژل کېدو له کبله د سختو اقداماتو ګواښ وکړي. د ملګرو ملتونو ځانګړې ګزارشګرې اګنیس کالامارډ د پنجشنبې په ورځ ترکیې ته له سفر وروسته وویل، شوهدا د... Читать дальше...

ولسمشر غني: هر څوک چې د دولت پر وړاندې وسله اخلي، د هېواد دښمن دی

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر اشرف غني وايي، هر څوک چې د دولت پر وړاندې وسله اخلي، د هېواد دښمن دی او باید وځپل شي. ښاغلي غني دا څرګندونې پرون د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د اجرأتو د ارزیابۍ لپاره جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال وکړې او زیاته یې کړه: "هیله مند یم چې تاسو ته به اوس څرګنده شوې وي چې ولسمشر مو د هغو ولسمشرانو له ډلې نه دی چې کله وايي دوست او کله وايي دښمن، د دښمن تعریف روښانه دی او ستاسو دنده د افغانستان د دښمن ځپل دي." ولسمشر غني همداراز د پولیسو پر ځانګړو ځواکونو چې د ده په وینا د ملکي وګړو د تلفاتو... Читать дальше...

پنټاګون د اپرېل د میاشتې تر پای امریکايي ځواکونه له سوریې وباسي

Pa.azadiradio.com 

پنټاګون پلان لري چې د اپرېل د میاشتې تر پای پورې ټول امریکايي ځواکونه له سوریې وباسي. دا خبر د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې ورکړی دی. د پنجشنبې په ورځ په دې خپاره شوي راپور کې ویل شوي، ټاکل شوې چې له سوریې د امریکايي سرتېرو وتل پر دې سربېره عملي شي چې د امریکا حکومت تر اوسه له دې هېواده د خپلو سرتېرو له ایستلو وروسته دغلته د کردي ځواکونو د خوندیتوب پلانونه نه دي بشپړ کړي. والسټریټ ژورنال ورځپاڼې خپل دا راپور د امریکا د یو شمېر اوسنیو او پخوانیو چارواکو له خولې چې نومونه یې نه دي یاد شوي، ورکړی دی. Читать дальше...


Музыкальные новости
Филипп Киркоров

Обманул сына, бросил жену в 90 лет и потерял дочь: яркая жизнь Бедроса Киркорова





Rss.plus
Сергей Собянин

Сергей Собянин рассказал о новых трамвайных линиях в Москве




Бесплатный проезд временно собираются ввести в электробусах Красноярска

День образования российской полиции отмечают 5 июня 2024 года

Немецкий инвестор не выходит на связь после оглашения приговора по BelkaCar

Зампред правительства Подмосковья оценил состояние коммунальной техники Ступина




امریکا: ایران د توغندیو په پراختیا او ازموینو بوخت دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالاتونو ایران تورن کړی چې د "له نړېوالې ټولنې سره په مخالفت" د لېرې واټن ویشتونکو توغندیو په پراختیا او ازموینو بوخت دی. دا له هغو راپورونو وروسته ده چې وايي، ایران له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې فضا ته د توغندي د استولو دوهمه ناکامه تجربه کړې. د پنجشنبې په ورځ ناوخته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې وویل: "ایران فضا ته په استوونکو توغندیو کې هغه ټکنالوژي کاروي چې په عملي توګه په بالسټیک توغندیو کې کاريدونکې ټکنالوژۍ ته ورته او پر هغې بدليدلی شي." د امریکا د بهرنیو... Читать дальше...

په تخار کې د ۲ خبریالانو د وژنې په تړاو ۲ مشکوک کسان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو د تخار ولایت د یوې سیمه ییزې راډیو د دوو کارکوونکو د وژنې په تړاو دوه تنه مشکوک کسان نیولي دي. د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي پرون په یوه ویډیويي پیغام کې په دې اړه د جدي څېړنو خبر ورکړ او ویې ویل: "دا موضوع په جدي توګه تر څېړنې لاندې ده، همدا چې څېړنې بشپړې شي، نتیجې به یې د رسنیو له لارې د افغانستان له خلکو سره شریکې کړو." شفیق اریا او رحیم الله چې د همصدا په نوم د تخار ولایت په یوه سیمه ییزه راډیو کې یې د خپرونو د کوربنو او خبریالانو... Читать дальше...

په سرپل کې د هاوان د سرګلولې د چاودنې له امله یوه نجلۍ وژل شوې

Pa.azadiradio.com 

په سرپل ولایت کې د هاوان د یوې سرګلوې د چاودنې په پېښه کې یوه نجلۍ وژل شوې او یو هلک سخت ټپي شوی دی. د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه پرون پنجشنبه مازیګر مهال مرکز سرپل ښار ته نږدې په سید اباد کلي کې وشوه. هغه زیاته کړه: "د امنې په نوم یوه لس کلنه نجلۍ په پېښه کې مړه شوې او یو هلک چې ۱۰- ۱۲ کلن دی، دواړه پښې یې پرې شوي او ټپي دی." د ښاغلي اماني په وینا، د هاوان دا سرګلوله هغه مهال وچاودېده چې دې نجلۍ او هلک لوبې ورسره کولې.

په بامیان کې له پنځه سوو بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه

Pa.azadiradio.com 

په بامیان کې ولایت کې له پنځه سوو بېوزلو کورنیو سره د ژمي د اړتیا وړ موادو مرسته وشوه. دا مرستې اسلامیک خیریه ټولنې پرون پنجشنبه د شهیدانو په نوم د بامیان ښار په اړونده سیمه کې ووېشلې. په بامیان کې د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې د ادارې رئیس رضا رفعت وايي چې اړو کورنیو ته کمپلې، اوړه او د اړتیا وړ نور شیان ووېشل شول.



Москва

Студенты Академии Игоря Крутого раскрыли свои таланты


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал об итогах чемпионата «Абилимпикс»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Виктор Цой

Гагарина назвала себя жертвой в конфликте с Кормухиной из-за песни Цоя «Кукушка»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера

Дмитрий Вязьмикин – тренер по индивидуальной подготовке молодежного футбола «Локо»


Ролан Гаррос

Главный русский теннисист заставил Париж аплодировать ему стоя. Что удалось Осьминогу Медведеву?



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Киев

Зеленский признал, что у солдат ВСУ едет крыша, и попросил "психиатрического подкрепления"



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России