غني: طالبان دې د خپلې جګړې د مشروعیت لپاره لږترلږه یو دلیل وړاندې کړي
د افغانستان ولسمشر وايي، هر راز سیاسي توافق او بدلون به د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر قربانیو سیورۍ ونهکړي.
د افغانستان ولسمشر وايي، هر راز سیاسي توافق او بدلون به د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر قربانیو سیورۍ ونهکړي.
افغان ولسمشر اشرف غني نن یو وار بیا په بین الافغاني مذاکراتو ټینګار وکړ، د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي سبا به هندی پیلوټ ابهینندن خوشې کړي او په کالیفورنیا کې د وحشي کوکنارو طبیعي ګلبڼ زیات سیلانیان جلب کړي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
نړيوال بانک یو راپور خپور کړی چې په ټوله نړۍ کې د یوې لسيزې پرمهال یې د ښځو د کاري ژوند د پړاوونو په اړه یو راپور خپور کړی دی.
افغانستان ايرلنډ ته د پنځو يو ورځنیو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې په پنځو وکټو ماته ورکړه.
په همالیا غرونو کې اتیا کاله دښمنۍ پاکستان او هند د لویې جګړې له ډيریدو سره مخامخ کړی دی.
د کب نهمه په افغانستان کې د سرتېرو د ملي ورځ په نوم یادېږي. د کب نهمه د سرتېرو ملي ورځ د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ولمانځل شوه .
د میرویس نیکه په نوم د پنځه ولایتونو ترمنځ د کرکټ د درېیو ورځنیو پیل شویو لوبو په لړ کې خوست لوبډلې خپله بله لوبه هم مساوي پای ته ورسوله. دغه لوبه د ننګرهار په غازي امانالله خان لوبغالي کې د خوست او کندز د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. نن د دغه لوبې په وروستۍ ورځ خوست لوبډلې کندز ته د ۲۲۹ منډو هدف ورکړ، خو کندز لوبډلې د ورځې تر پایه یاد هدف پوره نهشو کړای، خو لوبغاړي يې لاپاتې وو ځکه لوبه مساوی پای ته ورسېده. خوست له دې وړاندې د کابل په وړاندې هم لوبه بېپایلې پای ته رسولې وه. دغه لوبډله به د... Читать дальше...
د پاکستان صدراعظم عمران خان نن وویل چې هغه هندی پیلوټ به د چې د فبرورۍ په ۲۷مهیې الوتکه وویشتل شوه او پاکستاني ځواکونو ونیو، خوشې کړي. عمران خان نن خپل پارلمان ته وینا وکړه. هغه وویل، اسیر شوی هندی پيلوټ به د سولې د نیت څرګندولو لپاره د مارچ په لومړۍ نېټه ازاد شي، خو د هند د صدراعظم نرېندرا مودي د خبرو لحن تُند و. مودي وویل، دښمن د هند د بېثباته کولو هڅې کوي، خو هندي اتباعیې باید لکه دېوال داسې کلک، مخې ته ودرېږي. نرېندرا مودي وویل چې ټول هند متحد شوی او نړیواله ټولنه د هند د خلکو ګډون او کلک باور ته ګوري.
پهداسې حال کې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې له ...
د افغان-امریکا سوداګرۍ خونه یا "AACC" هڅه کوي چې په افغانستان کې د کانونو، انرژۍ، زراعت او مخابراتو په برخه کې ...
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د جګړې د لومړۍ کرښې سرتیري وايي، دولت يې هغه اړتیاوې نهدي ورپوره کړي کوم چې دوی ورته اړتیا لري.
د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوريا د مشر کېم جونګ اون دوهمه سرمشريزه د ویتنام په پلازمېنه هانوی کې د ...
پهداسې حال کې چې په افغانستان کې د مخابراتي شرکتونو د کمزروي خدماتو او لوړو بیو په وړاندې د خلکو شکایتونه مخ په ډېرېدو دي....
۳۵ تورن کسان له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته د څېړنو لپاره معرفي شوي دي. د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل: "دا ۳۵ کسان چې د امنیتي ځواکونو لهخوا د نشهيي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور نیول شوي وو، دې مرکز ته معرفي او دوسیې يې د څېړلو په حال کې دي." د یادونې وړ ده چې له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د قضايي غونډو په جریان کې تېره اوونۍ ۹ کسان په مجازاتو محکوم کړل.
په بغلان ولایت کې څه د پاسه دوه زره کیلو ګرامه نشهيي مواد وسوځول شول. د بغلان ولایت له نشهيي موادو سره د مبارزې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو پهدې ولایت کې د ۱۳۹۷کال په بهير کې ۱۱۵ عملیات کړي دي. د دې عملياتو په نتيجه کې په مرکز او ولسوالیو کې ۲۶۶۸ کیلو ګرامه نشهيي مواد نيول شوي او سوځول شوي دي. د یادونې وړ ده چې د نشهيي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۱۵۵کسان نیول شوي او له دوی سره ۷۱ نیول شوي موټرونه هم اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې حدود یوازې افغان ولس ټاکلی شي او هغه سوله چې تلپاتې نهوي د منلو وړ نهده.
طالبانو ویلي چې په قطر کې پر دې جدي خبرې شوي چې له افغانستانه بهرني ځواکونه څرنګه وایستل شي او دا ضمانت څرنګه کېدلای شي چې افغانستان بیا د ترورېزم لپاره په امن ځای نهبدلېږي. ذبیحالله مجاهد نن د فبرورۍ په ۲۸مه په یوه بیان کې ویلي چې دواړه خواوې دوه ورځې دمه کوي او د بیا کتنې لپاره ځانونه تیاروي. د روېټرز خبري اژانس په حواله، طالبانو ویلي چې د هغوی نوي سیاسي مشر ملا عبدالغني برادر د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت د استازي زلمي خلیلزاد، په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو له قوماندان... Читать дальше...
د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون ترمنځ دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده. د غونډې هدف له اټمي وسلو د کوریاګانو د پاکولو موافقه وه، خو بېنتېجې پای ته رسېدلې ده. د امریکا د ولسمشر ویاندې، سارا سندرز نن په یوه بیان کې وویل: "دا ګړۍ کومه موافقه نهده شوې، خو د دواړو خواو مذاکره کوونکې ډلې د راتلونکې کتنې او بیا خبرو په تمه دي." سندرز د ټرمپ او کېم غونډه ښه او مؤثره بللې ده. ټرمپ او کېم پرون او وړمه ورځ په ویتنام کې سره وکتل او خبرې یې وکړې. دواړه نن د فبرورۍ... Читать дальше...
د هند او پاکستان د لانجې د زیاتېدو سره ډېرو نړیوالو هوايي شرکتونو دې هېوادونو ته پروازونه لغوه کړي دي. دواړو هېوادونو خپل هوايي حریمونه د الوتکو لپاره تړلي دي. هغه هوايي شرکتونه چې الوتکې یې باید د هند او پاکستان په فضا کې تېرې شوې وی، مجبور شول چې خپل پروازونه لغوه کړي. له دې امله امله، له پرون راهیسې ګڼ شمېر مسافر په ناڅرګند حالت په هوايي ډګرونو کې پاتې دي. ټای اېروېز، امارات، قطر اېروېز، اتحاد، فلای دُبی، سریلانکا اېروېز، اېر کاناډا او داسې نورو سترو هوايي شرکتونو خپل پروازونه لغو کړي دي. Читать дальше...
په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه د امریکا او طالبانو د استازو خبرې دوه ورځې وځنډېدې. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د طالبانو له استازو سره درې ورځې جدي خبرې وشوې او پرېکړه یې کړې چې نن او سبا دمه جوړه کړي. هغه ویلي چې دواړه لوري به د تفاهم او بلاخره سولې پر لور کرار کرار د کلکو ګامونو پورته کولوته دوام ورکوي. خلیلزاد ویلي چې په خبرو کې دوه ورځې دمه د دې لپاره کوي چې خپل پلانونه وګوري، له سره غور ورباندې وکړي او بیا خبرې پېل کړي. د خبرو بل دور د شنبې په ورځ پېلېږي. Читать дальше...
د مخابراتو وزارت د موبایل تیلیفونونو د کرېډېت کارتونو له مصروف کوونکو نه د ۱۰ فیصده مالیې د راټولولو د سیستم د جوړولو ...
د انتخاباتو اړوند مدني بنسټونو د دوی لهخوا په ټاکنیزو کمېسیونو کې د غړیتوب لپاره له پېژندل شویو ۱۵ تنو ژمنلیکونه ...
د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست وایي چې د دغه ولایت خلکو سره به ۱۵ متریک ټنه غنم مرسته وشي. د دغه ولایت د کرنې مشر ولید احمد تسل نن ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې دا مرسته شپږ میاشتې مخکې د پاکستان له خوا له وچکالۍ ځپلو خلکو سره شوې وه. د ښاغلي تسل په خبره، د دغو مرسته شویو غنمو د وېشلو لپاره د کرنې ریاست له لوري یو پلاوی ټاکل شوی چې د میدان وردګو ولایت ټولو ولسوالیو ته به دا مرستې ورسوي او په مستحقو کسانو به یې وویشي. د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې تېرکال پهدغه ولایت... Читать дальше...
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، په کندهار ولایت کې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره له کابل نه پلاوی ور رسېدلی دی. د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن سهار ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي او د متشبثینو عالي بورډ په مشرۍ په دغه ولایت کې نن پر لارو له سوداګرو نه د ناقانونه اخاذیو، د میل ۸۷، د سوداګرو د مالیاتو او صادراتو د ستونزو د هواري په هدف غونډه روانه ده. د نوموړي په خبره، پهدغه غونډه کې د زون په کچه سوداګر او صنعت کاران راټول شوي او هیله مند دي چې ستونزو ته به یې رسېدنه وشي. Читать дальше...
په قطر کې امریکايي چارواکو او طالب استازو دمه کړې، خو له دمې مخکې او وروسته د مذاکراتو څه حال دی؟ د افغانستان د سولې ...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости