یوه حکومتي سرچینه د کابل پروسې د درېیم پړاو ناستې د ځنډېډو خبر ورکوي
د کابل پروسې ناسته چې ټاکل شوې وه، د ۱۳۹۸ لمریز کال د وري د میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې ترسره شوې ...
د کابل پروسې ناسته چې ټاکل شوې وه، د ۱۳۹۸ لمریز کال د وري د میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې ترسره شوې ...
د افغان حکومت اجرائیه رياست د جرمني د پارلمان له هغې پرېکړې هرکلی کوي چې له مخې یې د دغه هېواد پوځي...
د افغانستان اجرائیه رئیس له پاکستاني چارواکو سره د طالبانو د پلاوي کتل چې ټاکل شوې تر راتلونکو دوو ورځو پورې وشي، یو نمایشي اقدام بللی دی. عبدالله عبدالله چې نن یې په کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل چې لا هم د ترهګرو ځالې په پاکستان کې شته. ده زیاته کړه: "دا بحث زما په باور تر نندارې ورهاخوا بل څه نه دی، ځکه د طالبانو مشرتابه په ټول قوت سره د پاکستان په معلومو ادرسونو کې په اعلان شویو شوراګانو کې حضور لري او د طالبانو مرکچي پلاوي هم په خپلو پخوانیو څرګندونو کې ویلي چې یوه میاشت وخت غواړي،... Читать дальше...
په ارزګان کې امنیتي چارواکي وايي، د بهرنیو ځواکونو وروستي هوايي بریدونه چې پکې ۲۲ طالب قوماندانان ووژل شول، د افغان ځواکونو له پرمختګ سره مرسته کوي. تېره شپه مرکز ترینکوټ کې بهرنیو ځواکونو د وسله والو طالبانو یوه پټه غونډه چې تر ډېره پکې مهم طالب قوماندانان را غونډ وو، بمبار کړې چې د مشهور طالب قوماندان حمدالله چې په ملا مطمئن مشهور و، د خپلو ۲۱ نورو ملګرو سره وژل شوی دی. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل له افغانستان او سوریې د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه خبرداری ورکړی دی. مېرمن مېرکل نن د مونیخ په کلنۍ امنیتي غونډه کې له افغانستانه د ځواکونو ایستل تر وخت دمخه ګڼلي او وايي چې په دغه هېواد کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د امریکا په ژمنو پورې تړلی دی. د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل تازه ویلي چې ښايي تر زرو ډېر امریکايي عسکر له افغانستانه وایستل شي. واشنګټن تر دې وړاندي ویلي وو چې له سوریې څخه هم خپل سرتېري باسي. د جرمني صدراعظمې انګېلا... Читать дальше...
د سرپل چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د ولید ۳۶په نوم عملیاتو کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي. دغه عملیات له دوو ورځو راهیسې د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې پیل شوي وو چې تر اوسه دوام لري. د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني په یوه خبري غونډه کې نن وویل چې په دې عملیاتو کې هوایي او ځمکني قواوې ګډون لري. د ښاغلي اماني په خبره، په وژل شویو طالبانو کې د ګلبدین او محاذ په نوم د هغوی دوه قوماندانان هم شامل دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د جمهوري ریاست د کاندیدانو د ګډو هڅو شورا وايي، د افغانستان جمهور رئیس چې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته...
د افغانستان بانک د اروپايي ټولنې دغه اقدام چې افغانستان ېې د پیسو د سپینولو په تړاو د نه مبارزې له امله ...
د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې یو قاچاق کوونکی بهرته د نشهيي موادو د قاچاقو پر مهال ونیول شو. د حامد کرزي د هوايي ډګر د سرحدي پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي، دې قاچاق کوونکي غوښتل درې کیلو ګرامه هیروئین په یوه سفري بکس کې هند ته قاچاق کړي چې پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونيول. په تېرو دوو اوونیو کې دا پنځم ځل دی چې د حامد کرزي هوايي ډګر له لارې نشهيي مواد بهر ته قاچاق کېږي.
په بغلان ولایت کې دوه کسان د چرسو د قاچاقو پر مهال ونیول شول. د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلی چې په دوشي ولسوالۍ کې دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې ۲۵کیلو ګرامه چرس په یوه کرولا موټر کې له بغلان ولایته کابل ته قاچاق کړي. د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې دا درېیم ځل دی چې د نشهيي موادو قاچاق کوونکي له بغلان ولایته کابل ته د قاچاق پر مهال نیول کېږي.
د کندهار یو شمېر اوسېدونکو په دغه ولایت کې د روغتیایي خدمتونو د ډېروالي غوښتنه وکړه. د رسمي شمېرو له مخې د دغه ولایت له لس سلنه ډېر خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري. په دې اړه نور جزیات د صادق رښتیني په دې ویډيویي راپور کې واورئ. ایډیټ: تمیم اخګر
په پکتیا ولایت کې په زرګونو کیلو ګرامه نشهيي مواد وسوځول شول. په هغه خبرپاڼه کې چې د دې ولایت له نشهيي موادو سره د مبارزې ریاست لهخوا رسنیو ته لېږل شوي راغلي چې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې پولیسو دوه زره کیلو ګرامه هیروئین، چرس، تریاک او الکولي مشروبات نیولي او د دې ولایت په مرکز ګردېز کې یې سوځولي دي. د یادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاقو په تور ۳۹ کسان نیول شوي او تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.
د تخار ولایت پولیسو نېږدې شل کیلو ګرامه هیروئین نیولي دي. د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر رسنیو ته وویل، پولیسو ۱۸ کیلو ګرامه هیروئین هغه مهال د تالقانو ښار د غربي معبر په سیمه کې ونیول چې په يوه کرولا موټر کې له بدخشان ولایته د تخار له لارې کندز ته قاچاق کېدل. د یادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاقو په تور دوه کسان نیول شوي او تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي.
د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جان بولټن له خپل هندي سیال اجیب دووال سره په ټيلیفوني خبرو کې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له نوي ډهلي د واشنګټن ملاتړ اعلان کړ. دغه ټيلیفوني خبرې دوه ورځې وروسته له هغه وشوې چې په هندي کشمیر کې د هند د پولیسو پر کاروان برید وشو. په هغه برید کې تر څلوېښتو ډېر هندي پولیس ووژل شول. جیش محمد چې په پاکستان کې مېشته یوه ترورېستي ډله ده، د دې برید مسؤلیت واخیست. له دې سره د پاکستان او هند ترمنځ پخوانۍ ترینګلتیا لا زور واخیست. د امریکا او هند... Читать дальше...
د ترکیې ولسمشر ویلي چې هېواد یې د امریکا له فشارونو سره سره نیت لري چې له روسیې S-400 ډوله پرمختللی دفاعي سېستم وپیري. رجب طیب اردوغان نن په انقره کې رسنیو ته وویل چې د S-400 ډوله دفاعي سېستم د اخيستلو معامله د ترکیې او روسیې ترمنځ شوې او انقره نشي کولای چې له دې معاملې تېر شي. هغه رسمي مهلت چې د امریکایي چارواکو له خوا ترکیې ته ورکړل شوی و چې د روسیې پر ځای د امریکا د دفاعي سېستم پټریوت د اخيستلو په اړه ځواب ورکړي، د فبرورۍ پر ۱۵مه پای ته ورسېد. امریکا ترکیې ته چې د ناټو تړون غړې هم ده، وړاندیز... Читать дальше...
په کابل کې تر ۱۸ کلنو د کم عمره افغان ځوانانو د فوټبال لیګ سیالیو په پرانيستونکې لوبه کې طاق ظفر لوبډلې پامیر لوبډلې ته ماته ورکړه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغه لوبه کې د طاق ظفر لوبډلې د پامیر لوبډلې ته ۴ د صفر په وړاندې ماته ورکړه. ټاکل شوې چې د دغو سیالیو د سبا ورځې په لوبه کې د اردو لوبډله د رسالت لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته لاړه شي. دغه سیالۍ د اتو لوبډلو په ګډون د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې ترسره کېږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني اجرائیه رئیس شفیق الله ستانکزي نن د يوې خبري ناستې په ترڅ کې له دغې ادارې سره مخه ښه وکړه. ښاغلي ستانکزي په دغه خبري ناسته کې د خپلې څه باندې څلور کلنې دورې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل او ويې ویل چې د ده په کاري دوره کې د افغانستان کرکټ په نړیواله کچه وځلېد او د افغان لوبغاړو په ژوند کې هم د پام وړ بدلون راغی. ښاغلي ستانکزي دا شان وویل، کرکټ ته یې له زړه کار کړی او نن په پوره ویاړ سره له دغې ملي ادارې سره مخه ښه کوي. شفیق الله... Читать дальше...
د شاهین قول اردو د اتمې لوا قوماندان د افغانستان په شمال کې وایي، افغان ځواکونو یو شمېر هغه طالبان وژلي چې هڅه یې کوله، د تېلو ټانکرونه له ځان سره یوسي. ډګروال عباس توکلي پرون خبریالانو ته وویل، د طالبانو دغه شپږ کسیزه ډله د بغلان په خواجه الوان سیمه کې په نښه شول. ده وویل: "د تېلو څلور ټانکره یې له ځانونو سره وړل، خو له ښه مرغه امنیتي ځواکونو اطلاع ترلاسه کړه او دښمن یې هلته وځاپه." د بغلان د ولایتي شورا رئیس صفدر محسني وایي، د ټانکرونو غلا د طالبانو لپاره یوه مهمه عایداتي سرچینه ده.
د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز د دې خبرې تأیید وکړ چې ځانګړی تحقیق کوونکی رابرټ مولر له دې سره غږېدلی دی. مولر د امریکا د متحده ایالتونو د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ترڅ کې د روسیې د مداخلې څېړنه کوي او همداراز د دې ادعا تحقق کوي چې روسانو د ډونالد ټرمپ له انتخاباتي کمپاین سره ارتباط درلود که نه. سندرز پرون سي این این ټلویزیون ته وویل چې ټرمپ له دې غوښتي وو چې له مولر سره همکاري وکړي. د سندرز په وینا، ټرمپ ورته غوښتنه د خپلې ادارې له نورو غړو هم کړې ده. اغلې سندرز په دې برخه کې نور جزیات نه دي ورکړي. Читать дальше...
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د انتخاباتي کمېسیونونو د غړیتوب لپاره د نوماندانو د ورپېژندلو بهیر سر ...
ایران له خپل ګاونډي پاکستانه غوښتي چې هغه تندلارې ډلې وځپي چې په ایران کې د سپاه پاسداران پر ځواکونو د وروستۍ حملې مسؤلې ګڼل شوي. دا برید د فبرورۍ پر ۱۳مه د سېستان بلوچستان په ایالت کې وشو چې په ترڅ کې یې ۲۷ تنه د ایران د سپاه پاسداران ځواکونه ووژل شول. د ایران دولتي رسنیو نن شنبه راپور ورکړی چې د سپاه پاسداران قوماندان محمد علي جعفري ویلي، که پاکستان په دې برخه کې خپل مسؤلیت ادا نه کړي، ایران مجبور دی چې ترورېستانو ته په خپله سزا ورکړي. سني تندلارې ډلې جیش العدل د هغه برید مسؤلیت منلی و.... Читать дальше...
په ننګرهار ولایت کې د نشهيي موادو څلور کارخانې ویجاړې شوي دي. له نشهیي موادو سره د مبارزې د ځانګړو پولیسو مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د افغانستان د هوايي ځواکونو په مرسته د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د عملیاتو په نتېجه کې د نشهيي موادو څلور کارخانې ویجاړې او نشهيي موادو یوه زېرمه یې موندلې چې شپږ زره کیلو ګرامه هیروئین، چرس او مورفین پهکې ځای پر ځای شوي وو. د یادونې وړ ده چې نیول شوي مواد ځای پر ځای سوځول شوي او په تور یې دوه کسان نیول شوي دي.
د افغانستان د سولې عالي شورا د جرمني په کوربه توب د سولې د غونډې له چمتووالي سره هم مهاله وايي چې...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости