ازادي ستوډیو- د نړۍ مهم خبرونه
دوحه نن د امریکايي او طالب استازو تر منځ د خبرو د پنځم دور کوربه دی. د پاکستان یوې محکمې د دې هیواد د پخواني صدراعظم نوازشریف غوښتنه رد کړه چې پر ضمانت دې له زندانه راخوشی شي.
دوحه نن د امریکايي او طالب استازو تر منځ د خبرو د پنځم دور کوربه دی. د پاکستان یوې محکمې د دې هیواد د پخواني صدراعظم نوازشریف غوښتنه رد کړه چې پر ضمانت دې له زندانه راخوشی شي.
د افغانستان د مشرانو جرګې د دفاعي او امنیتي چارو کمېسیون د امنیتي ځواکونو لهخوا د جنګ په تاکتیکونو کې د بدلونونو د ...
امریکايي چارواکي وايي، په قطر کې د ملا عبدالغني برادر په ګډون د طالبانو له با صلاحیته استازو سره خبرې کوي. د افغانستان ...
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په کابل کې ورته د امریکا د سفارت د سولې د دفتر مشر ډاډ ورکړی چې د افغان حکومت او ...
ویتنام هغه کمیډین چې د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون پېښې یې کړې وې، یوازې دوه ورځې مخکې تر دې چې کېم هانوی ته ورسېږي، له دې هېواده وایست. ټاکل شوې چې کېم د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د راتلونکې چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په هانوی کې وګوري. استرالیایي کمیډین هاوارډ ایکس چې نن د هانوی له هوایي ډګره هانګ کانګ ته چېرې چې هلته اوسي، بېرته واستول شو، د هانوی په اوپرا خونه کې یې له بل امریکایي کمیډین سره چې د ډونالد ټرمپ رولیې لوباوه، یوه جعلي غونډه کې د کېم جونګ اون پر ځای رول لوبولی و. ... Читать дальше...
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ۲۰۱۹ کال د اسیا د ساحلي فوټبال مقدماتي سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه. د دغه فدراسیون ویاند شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل چې دغو سیالیو ته د دوو ګول ساتونکو په ګډون، ۱۲ غوره څېرې انتخاب شوې دي. په غوره شویو لوبغاړو کې سید شهاب او علي جیبر ګول ساتونکي او په نورو لوبغاړو کې د زینالدین شریفي، سمیعالله محمدي، محمود ازاد، حضرت ګل، رؤف قادري، مرتضی جعفري، ایمل توتاخېل، رامز فاروق، نادر نادري او تمیم حیدري شامل دي. د ښاغلي امیني په خبره، د فوټبال ساحلي لوبډلې ته... Читать дальше...
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وایي چې د طالبانو له استازو سره د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی دی. زلمي خلیلزاد نن په یوه لنډ ټوېټري پیغام کې ویلي چې په دوحه کې به د طالبانو له یوه زیات باصلاحیته پلاوي سره خبرې وکړې. هغه دا یو مهم فرصت بللی او له قطر څخه د کوربه توب او له پاکستانه یې هم د سفر ته د اسانتیا برابرولو په خاطر مننه کړې او ویلي یې دي چې خبرې پیلېدو ته نږدې دي. ښاغلي خلیلزاد نه دي ویلي چې د طالبانو له کوم باصلاحیته پلاوي سره دا ځل خبرې... Читать дальше...
د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظرباییف عسکر مامین د دې هېواد د نوي صدراعظم په توګه ټاکلی دی. د ولسمشرۍ دفتر نن په ټوېټر کې ویلي چې نوموړی د ولسمشر د یوه فرمان له مخې ټاکل شوی دی. څلور ورځې مخکې نظرباییف پخوانی حکومت ړنګ کړی و او ویلي یې دي چې هغه د خلکو د ژوند په ښه کېدو او د انرژۍ له سکټور پرته د متنوع اقتصاد په ایجادولو کې پاتې راغلی و. ۵۳ کلن مامین له ۲۰۱۶ کال راهیسې د مرستیال صدراعظم په توګه دنده ترسره کړې ده.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي، له دې وروسته باید د ټولو اقتصادي پروژو په تېره بیا د لاجوردو سوداګریزې ...
په کابل کې د عبدالغفور رغبت په نوم د سوک وهنې سیالۍ نن پای ته ورسېدې. د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډيو ته وویل، په دغو سیالیو کې د کابل ولایت د ۳۲ کلبونو ۱۹۵ لوبغاړو ګډون کړی و. ښاغلی پیمان وايي، د سوکې وهنې دغه سیالۍ په مختلفو وزني کټګوریو کې د څلورو ورځو لپاره په کابل کې ترسره شوې. د نوموړي په خبره، له دغو سیالیو هدف د سوک وهنې د لوبغاړو هڅونه او د ملي لوبډلې لپاره د غوره څېرو موندل دي.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې ناڅرګند حالت د هېڅچا په ګټه نهدی او د انتخاباتي کمېسیونو د ...
۲۳کلن عارف چې د حقوقو پوهنځي د وروستي کال محصل و، خو هیلې یې یوې انتحاري حملې له خاورو سره خاورې کړې. په کابل کې د یوناما د وروستي راپور پر بنسټ په ۲۰۱۸میلادي کال کې ملکي تلفات د تېرو ۱۷ کلونو په پرتله په افغانستان کې ډېره وه او دا شمېره ۳۸۰۴ ته ورسېده.
ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د چهارشنبې او پنجشنبې په ...
په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي په بلخ ولایت کې د ۱۱ وسلهوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي. د دې قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وایي چې دغه وسلهوال د دې ولایت د چمتال ولسوالۍ په دوو سیمو، جوی شور او البرز کې د کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي. د هغه په وینا د دغو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو یو زندان هم لهمنځه وړل شوی او د ملي پولیسو ۱۰ تنه د طالبانو له منګولو خوشې کړای شوي دي.
د پاکستان یوې محکمې له زندانه د دې هېواد د پخواني صدراعظم نواز شریف په ضمانت د خوشې کېدو غوښتنه رد کړه. دا خبره د هغه د مسلم لیګ نواز نون ګوند مشر خواجه اصف کړې او ویلي یې دي چې د محکمې د دغې پرېکړې په وړاندې به بیا د استېناف غوښتنه وکړي. نواز شریف چې د مالي فساد په تور په اوو کلونو بند محکوم شوی، روغتیایي وضعیتیې له زندانه د خوشې کېدو اصلي دلیل ښودل شوی و. له دې مخکې هم په یوه روغتون کې د هغه درملنه شوې وه. د پاکستان پخواني صدراعظم شاهد خاقان عباسي د محکمې دغه پرېکړه خواشینوونکې بللې ده. Читать дальше...
د اسکار جایزو د وېش ۹۱م مراسم تېره شپه د لاس انجلس په هالیووډ کې ترسره شول. د فلمونو پهدې فسټیوال کې «راپسودي بوهمي» څلور جایزې، «بلک پنټر» درې جایزې، «ګرین بوک» درې جایزې او «روما» درې جایزې وګټلې. «ګرین بوک» د کال د تر ټولو غوره فلم جایزه خپله کړه. «رامي ملک» د «راپسودي بوهمي» په فلم کې د لوبغاړي په توګه د رول لوبولو په خاطر د تر ټولو ښه نارینه هنرمند جایزه وګټله. «اولوویا کولمن» هم په «فېورېټ» کمیډي کې د خپل رول په خاطر د اسکار د سږني کال د تر ټولو غوره ښځینې لوبغاړې جایزه ترلاسه کړه. Читать дальше...
د افغانستان د ښځو شبکې غړي د سولې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې سره وايي، پهدغه بهیر کې رامنځته شوي پرمختګونه پټ ...
د افغانستان د یو شمېر نورو ولایتونو په شان په خوست کې هم (د سولې نیالګي) په نوم د نیالګیو د کېنولو کمپاین پیل شو. په دې کمپاین کې چې څو ورځې به دوام کوي، د ځوانانو، مدني فعالانو او حکومتي مأمورینو تر څنګ، ښځې او نجونې هم برخه لري. د خوست والي حلیم فدايي ازادي راډیو ته وویل، د سولې نیالګي په نوم د نیالګیو کېنولو دا کمپاین د ولسمشر محمد اشرف غني د لارښوونې سره سم په ټول هېواد کې پیل شوی او هدفيې دا دی چې سوله د افغانانو تر ټولو مهمه اړتیا، د خدای امر او د افغانستان د حکومت اوسنی سیاست دی. د... Читать дальше...
د ارزګان-کندهار د لويې لارې موټر چلوونکو ازادي راډيو ته وویل چې افغان ځواکونو او وسلهوالو طالبانو دواړو ډلو يې په ...
په داسې حال کې چې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د خبرو تېرو څلورو پړاوونو د افغان حکومت لپاره ښه خبرونه نه...
د کندز د امنیه قوماندانۍ چارواکي پهدې ولایت کې په روان کال کې د جنایو پېښو په تړاو د شاوخوا ۴۰۰ تنو د نیول کېدو خبر ورکوي. د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني ازادي راډیو ته وویل چې د روان کال له پیل راهیسې د امنیه قوماندانۍ د جنایي او استخباراتي ادارو کار کوونکو د دې ولایت په مختلفو برخو کې د غلا، سړي تښونې، قتل او ترور د پېښو په تړاو له ۴۰۰ زیات کسان نیولي دي. چارواکي په کندز کې د جنايي پېښو په تړاو د دغو تورنو کسانو د نیول کېدو خبر په داسې حال کې ورکوي چې د کندز اوسیدونکو پهدې... Читать дальше...
د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس د سولې د سیمهيیزې اجماع په چارو د افغان ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر...
د بنګلهدیش کمانډو سرتېرو یو تن چې هڅهيې کوله یوه مسافر وړونکې الوتکه برمته کړي، په ډزو وژلی دی. دا الوتکه چې ۱۵۰ سپرلۍ پهکې وې، تېره ورځ له دُبۍ څخه د بنګلهدېش پایتخت ډاکې ته روانه وه. مشکوک برمته کوونکی وروسته تر هغې وویشتل شو چې الوتکې د بنګلهدېش په بل ښار چټاګانګ کې بېړنۍ ناسته وکړه. وژل شوي کس چې ویل شوي ۲۵ کلن و، د الوتکې تر بېړنۍ ناستې وروسته ویلي و چې دی غواړي له صدراعظمې شیخ حسینه سره وویني. د پولیسو یوه چارواکي ویلي دي چې د دغه وژل شوي کس خوا کې موندل شوی ټوپک اصلي نهو. د... Читать дальше...
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، د کندهار ولایت سوداګر د مالیاتو ورکولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. د دغه بورډ مشر رحمدالدین حاجي اغا نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې د مالیې وزارت د کندهار له سوداګرو غوښتي چې د مالیاتو د بېلانس لپاره باید کابل ته راشي چې په خبرهیې دا د فساد لپاره زمینه برابرول دي. د ښاغلي حاجياغا په خبره، د ماليې وزارت لهخوا د کندهار سوداګرو ته د مالیاتو د پرې کولو په برخه کې پخوانۍ ټاکل شوې موده لا نهده پوره، خو اوس مالیې وزارت بیا له دوی څخه د مالیې د ورکړې غوښتنه کوي. Читать дальше...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، د دُبۍ له ګلفووډ نړیوال نندارتونه افغان سوداګرو د ۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه او د تړونونو ژمنې ترلاسه کړې دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، د دُبۍ په نړیوال سوداګریز مرکز کې د ګلفووډ پنځه ورځنی نندارتون پای ته رسېدلی او په پایله کې ګڼو افغاني محصولاتو ته بازار موندنه شوې. د نوموړي په خبره، دا تړونونه د ګڼو اروپايي او اسیايي هېوادونو ته د وچې مېوې، زعفرانو، شاتو او طبي بوټو د صادراتو په برخه کې شوي دي. د افغانستان د کرنې... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости