خپلو لومړۍ درجې مسؤلانو ته د کورنیو چارو د وزارت خبرداری!
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغه وزارت ټولو لومړۍ درجه مسؤلینو ته خبرداری ورکړی چې که دندې یې په ...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغه وزارت ټولو لومړۍ درجه مسؤلینو ته خبرداری ورکړی چې که دندې یې په ...
د شنبې د ورځې په واورینه او سړه هوا کې د خوست ولایت د جرګو په تالار کې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو شااو...
فراه ولایت د سیلابونو د سختو ګواښونو له امله په بېړني وضعیت کې دی. د ازادي راډيو ځایي خبریال احمدشاه فطرت د دغه ولایت د ځینو سړکونو وضعیت انځور کړی دی. اېډېټ: تمیم اخګر
د کورنیو چارو وزارت د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د نشهيي موادو څه د پاسه څلور سوه قاچاق کوونکو او پرچون پلورونکو يا ساقيانو د نيولو خبر ورکوي.
د امریکا متحده ایالتونو هوايي ځواکونو د ۲۰۱۷ میلادي کال په نومبر میاشت کې په افغانستان کې د نشهيي موادو جوړولو پر کارخانو ...
له جلال اباد ښار څخه څه د پاسه ۲۰۰ معتادین راټول او د علاج لپاره روغتيايي مرکزونو ته ولېږل شول. د ننګرهار ولایت له نشهيي موادو سره د مبارزې رئیس ازادي راډیو ته وویل، د ننګرهار ولایت د مقام او عامې روغتیا وزارت ترمنځ د هوکړې پر اساس ۲۰۶ معتادین د جلال اباد ښار له بېلابېلو سیمو څخه راټول او د درملنې لپاره په کابل کې ابن سینا نومې روغتون ته ولېږل شول: "بې سرپناه معتادین چې شمېر یې ۲۰۶ کسان وو، له جلال اباد ښاره را ټول او د درملنې مرکزونو ته انتقال شول. دغه ډول په ننګرهار ولایت کې هم د معتادینو... Читать дальше...
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د پنځو يو ورځینو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه د باران له امله ځنډېډلې ده. د دغې لوبې پچه افغان لوبډلې ګټلې او تر دې مهاله یې په ۴۸،۳ اورونو کې د ۷ وایکټو په زیان سره ۲۵۰ منډې جوړې کړې دي. د افغان لوبډلې لپاره حضرت ځاځي ۶۷، رحمت شاه ۵۴ او حشمت الله شهیدي ۵۲ منډې جوړې کړې. له دې وړاندې افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې ایرلنډ ته په ۵ وایکټو ماته ورکړې وه.
په کندهار کې جوړېدونکې تسبېح پاکستان، ايران او سعودي عربستان ته ډېرې صادرېږي. د ازادي راډيو خبریال صادق رښتیني د څو تنو تسبېح جوړوونکو ستونزې بیان کړي. ایډیټ: تمیم اخګر
پولیسو کابل ښار ته د ۲۶ کیلو ګرامه نشهيي موادو د قاچاقو مخه ونيوله. د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، یو تن چې غوښتل یې ۱۳کیلو ګرامه چرس او ۱۳کیلو ګرامه تریاک د پیازو په بوجیو کې د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه کابل ته قاچاق کړي، د خیرخانې کوتل په سیمه کې پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونيول. د یادونې وړ ده چې په یوه بله پېښه کې له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو ۶۰۰ بوتله الکولي مشروبات د کابل ښار په پلچرخي دروازه کې نیولي دي.
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال د هلمند پر ۲۱۵ میوند قول اردو د وسله والو طالبانو د تېرې ورځې د حملې په ...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له حکومته غواړي چې د انتخاباتي کمېسیونونو نوي کميشنران ...
د بولان د څېړنیز فارم د بیارغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د هلمند د کرنې رئیس زلمي الکو نن ازادي راډيو ته وویل چې د بیا رغولو په دې پروژه کې د ۲۸۳ جریبه ځمکې د احاطې دېوال رغول، د فارم لېول کاري، د کارکوونکو لپاره ۱۸ خونې، دفترونه جوړول، د تخمونو د پروسس مرکز جوړول، د کرنیزې ماشینرۍ لپاره ترمیماتي خونه او د اوبو زېرمه شامل دي. بولان څېړنیز فارم د هېواد په کچه یو له هغو فارمونو دی چې د تخمونو د څېړنې او د عصري کرکېلي د لارو چارو ښودلو په برخه کې بزګرانو ته اسانتیاوې برابروي او د... Читать дальше...
د افغانستان د ټرانسپورت وزارت وايي، هڅې یې تېزې کړي چې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د خلکو له اړتیا سره ...
د افغانستان د سولې د عالي شورا د اجرائیه پلاوي یو شمېر غړي د امریکا له متحده ایالاتو غواړي چې له طالبانو سره ...
په داسې حال کې چې په پام کې ده، نن شنبه په قطر کې له دوه ورځني ځنډ وروسته د طالب استازو او...
د ارزګان د ولایتي شورا مسؤلانو او مدني فعالان پر مرکز او ولایتي ادارې غږ وکړ چې د ارزګان ـ کندهار لویه لاره...
په کندز کې زیات شمېر ځوانان شکایت کوي چې بېکارۍ له بېلابېلو ننګونو او ستونزو سره مخ کړي...
له پاکستانه خپل وطن ته د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو بهیر تر څو میاشتني ځنډ وروسته بیا پیل شو. دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدا لړۍ د ژمي له امله ۳ میاشتې ځنډېدلې وه. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړېواله اداره unhcr وايي چې دا لړۍ د جمعې په ورځ بېرته پیل شوه. د دغې ادارې د وینا له مخې، دا مهال په پاکستان کې نږدې ۱.۴ میليونه افغان کډوال اوسېږي چې د پاکستان، افغانستان او unhcr د درې اړخیز تفاهم له مخې ورته د اوسېدو قانوني اسناد ورکړل شوي دي. د یادونې... Читать дальше...
د قطر په پلازمېنه دوحه کې نن د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د متحده ایالتونو د استازو او طالبانو...
د کابل- کندهار لویه لار د زابل د شاه جوی ولسوالۍ په سیمه کې بنده ده. دا لار د ډېرې واورې د ورېدو له امله بنده شوې او تېره شپه یو شمېر مسافر په دې لاره کې د مرګ له خطر سره مخامخ شول. د زابل والي رحمت الله یارمل ازادي راډیو ته وویل چې له مسافرو سره مرسته شوې او تمه ده چې دا لار نن پرانیستل شي. خو د هوا پېژندنې د ادارو له اټکل سره سم په زابل کې نن د نورې واورې د ورېدو امکانات شته.
سعودي عربستان وایي، د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن له زوی حمزه بن لادن څخه یې تابعیت اخیستی دی. ریاض دا اعلان پرون یوه ورځ وروسته تر دې وکړ چې د امریکا متحدو ایالتونو د حمزه بن لادن په باره کې د اطلاعاتو د ورکولو په خاطر یو میلیون ډالر جایزه کېښوده. ریاض په دې برخه کې توضحیات نه دې ورکړي چې ولې یې له حمزه بن لادن څخه تابعيت ګرځولی، خو دا خبره یې کړې ده چې دا پرېکړه یې د فبرورۍ په دوه ویشتمه کړې وه او اوس یې ټولو ته اعلان کړه. د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په... Читать дальше...
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي وویل، ولسمشر ډونالد ټرمپ ښایي روانه میاشت په فلوریډا کې د چین له ولسمشر شي جین پېنګ سره د دواړو هېوادو د سوداګرۍ پر لارو چارو خبرې وکړي. د سپینې ماڼۍ اقتصادي سلاکار لاري کودلو فاکس ټلویزیون ته وویل چې ټرمپ او شي جین پېنګ ښایي د دې لیدنې کتنې پرمهال د سوداګرۍ په برخه کې یو نوی تړون وکړي. کودلو بیا وویل چې دغه نوی تجارتي تړون به د متحده ایالتونو او چین ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې یو حقیقي انقلاب رامنځته کړي. نوموړي زیاته کړه چې په دې تړون کې به د قانون د ملاتړ ترڅنګ پر... Читать дальше...
هندي او پاکستاني ځواکونو په کشمیر کې پر یوه بل د توپونو ډزې کړې دي او دواړو لوریو یو بل ملامته کړي چې ډزې یې لومړی پیل کړې دي. د هند د پولیسو یوه افسر نن وویل، د کریشنا ګټي په سیمه کې د پاکستاني ځواکونو د تېرې شپې د ډزو پر مهال یوه څلرویشت کلنه مېرمن، د هغې یو پنځه کلن زوی او نهه کلنه لور وژل شوي دي. هندي ځواکونه وايي چې تر دې وروسته دوی په ځوابي ډزو لاس پورې کړ. بل لور ته د عمر اعظم په نوم یوه پاکستاني حکومتي چارواکي نن څرګنده کړه چې هندي عسکرو د کنټرول کرښې ته څېرمه پر کلیو ډزې کړې دي چې... Читать дальше...
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د جمعې په ورځ په متحد عربي اماراتو کې د اسلامي سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې برخه وانه خیسته. ښاغلي قریشي د دې لپاره دا غونډه بایکاټ کړه چې اسلامي هېوادونو هند ته بلنه ورکړې وه چې په دې غونډه کې برخه واخلي. د هند استازیتوب په دې غونډه کې چې د جمعې په ورځ په ابوظبي کې وه، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سوشما سواراج وکړه. مېرمن سواراج په دې غونډه کې د اسلامي سازمان پر غړو هېوادو غږ وکړ چې د ترهګرو مخه باید ونیسي، د دې اشاره په ځانګړي ډول پاکستان ته وه، خو د پاکستان نوم یې وانه خیست. Читать дальше...
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې یوه مقاله چاپ کړې چې عنوان یې دی، د سولې د پروګرام له مخې امریکایي پوځیان...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости