کاملوف: ازبکستان د افغان حکومت او طالبانو د سولې د خبرو کوربه توب ته چمتو دی
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته د خپل سفر پرمهال د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د کوربه ...
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته د خپل سفر پرمهال د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د کوربه ...
په افغانستان کې د کرکټ د نوې بڼې (د وروستي لوبغاړي لوبېدلو) سیالۍ پیلېږي. د کرکټ د دغې بڼې د پرانيستې مراسم نن په کابل کې وشول او ټاکل شوې چې لومړی پړاو سیالۍ یې د جون په میاشت کې پیل شي. د دغو سیالیو مسؤل فواد احمد وايي چې د (last man stand) کرکټ لوبو له لارې هڅه کېږي چې د کرکټ په برخه کې نوي استعدادونه پیدا او وروزل شي. د وروستي لوبغاړي د لوبېدو د کرکټ سیالۍ له مروج کرکټ سره د لوبغاړو او لوبو په قوانیو کې يو لړ بدلونونه لري. د کرکټ د دې بڼې په هره لوبډله کې ۸ لوبغاړي لوبېږي او هر اور یې... Читать дальше...
په هرات ښار کې چارواکي د دوو پولیسو د وژل کېدو خبر ورکوي. د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه نن غرمه هغه مهال وشوه چې پر موټرسایکل سپرو وسله والو د هرات ښار په دوهمه ناحیه کې د پولیسو یو ساتنمن او یو سرتېری چې په سیمه کې یې ګزمه کوله، په ډزو ووژل او د پېښې له ځایه وتښتېدل. د چارواکو په وینا، د دې پېښې د عاملانو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.
تمه ده چې د عربي هېوادونو مشران به نن په سرمشریزه کې د امریکا د هغې پرېکړې په وړاندې په یوه خوله مخالفت څرګند کړي چې د جولان پر لوړو یې د اسرائیل حاکمیت په رسمیت پېژندلی دی. د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز په تونس کې د عرب لیګ یا عربي ټولنې سرمشریزې ته په پرانيستونکې وینا کې وویل، سعودي عربستان مطلقاً هر هغه اقدام ردوي چې پر جولان لوړو د سوریې حاکمیت زیانمنوي او په لوېدیځه غاړه او غزې تړانګه کې د یوه فلسطیني دولت چې پلازمېنه به یې ختیځ بیت المقدس وي، د جوړېدو ملاتړ کوي. د دغې یوې ورځنۍ... Читать дальше...
لسګونه زره افغانان چې د ایران حکومت د سوریې په جګړه کې د ګډون لپاره روزلي او استخدام کړي وو، د ولسمشر بشار الاسد د ...
د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، ازبکستان ورته ډاډ ورکړی چې دا هېواد د افغانستان د سولې د هڅو په بریالي کېدو کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی. د ملي امنیت د شورا له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره نن د یو لړ مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګېدو پر لارو چارو خبرې وکړې. د خبرپاڼې له مخې، کاملوف د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې د پروسې ملاتړ وکړ او ویې ویل چې تاشکند چمتو دی چې د افغانستان د هر ډول سولې د غونډې کوربه توب وکړي. Читать дальше...
د افغانستان د مرکزي احصايې د ادارې تازه موندنې هم ښیې چې تر نیمايي ډېر افغانان د بېوزلۍ تر کرښې ...
په سلواکیا کې لومړنۍ ښځه د ولسمشرې په توګه وټاکل شوه. زوزانه چاپوتوا چې د چاپېریال ساتنې وکیله او د حکومت منتقده وه، د شنبې د ورځې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په ډېر توپیر خپل رقیب ته ماته ورکړه. د دغو انتخاباتو د تقریباً ټولو شمېرل شویو رأیو نتیجه ښیي چې مېرمن کاپوتوا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم دور کې په سلو کې څه باندې ۵۸ رأیې ګټلې دي. د هغه رقیب خپلواک کاندید ماروش سیفچوویڅ چې د واکمن د سوسیال ډموکراسي بهیر ګوند له ملاتړه برخمن و، په سلو کې څه کم ۴۲ رأیې خپلې کړي دي. هغه خپله ماته منلې ده. Читать дальше...
په ایران کې یوه سړي د خپلې مېرمنې د کورنۍ اووه غړي په ډزو وژلي دي. دا پېښه د ایران په جنوب لوېدیځ کې د دزفول ښار کې شوې ده. د ایران د ایرنا دولتي خبري اژانس د خبر له مخې، تورن کس مخکې له دې چې خپل ځان په ډزو وولي، د کلاشينکوف په ډزو یې پنځه سړي او دوه مېرمنې ووژلې. مهر نیمه رسمي خبري اژانس وایي چې په دې پېښه کې چې پرون شنبه شوې، څلور تنه ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې، د ډزو عامل ژوندی پاتې دی او په روغتون کې بستر دی. د دې پېښې د انګېزې په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي، خو په ایران کې له... Читать дальше...
په افغانستان کې لا هم په نري رنځ اخته شل سلنه کسان يا روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نه لري او يا ...
د عرب لیګ مشران نن په تونس کې راټولېږي او تمه ده چې ټول به په یوه خوله د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له...
د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي چې د سولې د هڅو د همغږۍ او توحید لپاره د یوې واحدې رهبرۍ د ایجاد...
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د حکومت د ځانګړي مفتش هغه څېړنه ردوي...
د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د سلګونو کسانو په ګډون د سولې د ولسي حرکت لاریون روان دی. د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست ازادي راډیو ته وویل، د لاریون ګډونوال د جګړې له ښکېلو اړخونو غواړي چې جګړه بنده کړي او د سولې خبرو ته کېني. ده زیاته کړه: "د لاریون پرمهال له ولسونو غواړو چې سکوت مات کړي او خپل غږ پورته کړي چې په روانه جګړه کې نور ونه وژل شو او ترڅنګ یې د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کوو چې نور جنګ بس دی، اوربند اعلان کړئ او یوې دایمي سولې ته ورسېږئ." ښاغلي وطندوست وویل چې د سولې... Читать дальше...
ځينې نظرپوښتنې ښيي چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ واکمن ګوند عدالت او پرمختګ به په پلازمېنه انقره...
د افغانستان دفاع وزارت د بدخشان په ارغنج خوا ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو په وړاندې د پرمختګونو خبره...
د پاکستان د پیپلز ګوند مرستیال مشر بلاول بهټو زرداري په افغانستان کې د موقت حکومت جوړولو په اړه د پاکستان ...
د کرنې او مالدارۍ وزارت په هرات ولایت کې ۲۰۰ کلیوالې ښځې د دغه وزارت له پراختیایي پروژو برخمنې کړي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه ښځې چې په مستقیم ډول د انجیل ولسوالۍ د څارویو په مدیریت کې ښکېلې دي، د لبنیاتو د پراختیا او د کلیوالو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره ورته دا خدمات ورسېدلي دي. نوموړی وایي، د سیمې د اوسېدونکو په همکارۍ په دغه ولایت کې د شېدو د راټولولو یو مرکز هم جوړ شوی چې تجهیزات او وسایل یې د همدغې پروژې له درکه ورکړل شوي دي او ارزښت یې څه باندې دوه میلیونه افغانیو ته رسېږي.
په بلخ ولایت کې د بزګر د ورځې د نمانځنې په مناسبت د کرنیزو محصولاتو یو نندارتون نن پرانیستل شو. د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ مشر شېر احمد سپاهي زاده نن ازادي راډیو ته وویل چې دا جشن د دغه ولایت د کرنې ریاست له لوري جوړ شوی چې په کې د ښځو د لاسي صنایعو او کرنیزو محصولاتو ۴۰ غرفې نندارې ته ايښودل شوې دي. نوموړی زیاتوي چې په دې نندارتون کې د جرګانو او د شاتو د مچییو د فارمونو تولیدات، کورني تولیدات لکه مربا او اچار او دغه شان د ښځو لاسي صنایع شامل دي چې د دوو ورځو لپاره به دوام ولري.
په ارزګان کې مسؤلين وايي، په دغه ولايت کې د نورو کلونو په پرتله د ښځينه زده کوونکو په نوي شموليت...
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسېس پر نړیوالو غږ وکړ چې د کډوالو په وړاندې په خپل چلند کې بدلون راوړي. ده وویل، کله چې ناهیلي خلک د نوي ژوند په لټه خپل اصلي ټاټوبی پرېږدي، سمه نه ده چې د هغوی مخه ونیول شي. پاپ پرون شنبه مراکش ته د دوه ورځني سفر په پیل کې وویل، د مهاجرت مسئله به هېڅ کله د خنډونو یا د لارو په بندولو حل نه شي. پاپ د مراکش په پلازمېنې رباط کې د یوې کاتولیکې خیریه موسسې په یوه مرکز کې له پناه غوښتونکو سره وکتل.
د امازون کمپنۍ له لوري یو کرایه شوی امنیتي پلټونکی وايي چې د سعودي عربستان چارواکو د امازون شرکت د اجرائيه رئيس جیف بیزوس ټيليفون هک کړی او د هغه شخصي معلوماتو ته یې ځان رسولی و. دغه پلټونکي ګافین دي بېکر پرون شنبه د ډیلي بیسټ ورځپاڼې په ویبپاڼه کې لیکلي، د دوی پلټونکي او څو متخصصان په پوره باور دې نتیجې ته ورسېدل چې سعودیانو د بیزوس ټيليفون ته لاسرسی پیدا کړی او شخصي معلومات یې ورڅخه اخیستي دي. د امازون شرکت اجرائیه رئيس جیف بیزوس د نړۍ تر ټولو ستر ميلیاردر دی. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې چې بیزو... Читать дальше...
د ترکیې خلک نن د خپل هېواد د ښاروالیو په انتخاباتو کې ګډون کوي. نظرپوښتنې ښيي چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ واکمن ګوند به په پلازمېنه انقره او نورو لویو ښارونو کې له خطر سره مخامخ شي. له کله چې اردوغان په ۲۰۱۷ میلادی کال په اساسي قانون کې د بدلون له لارې خپل اجرائیه واک زیات کړی، دا لومړی ځل دی چې په دې هېواد کې د ښاروالیو انتخابات کېږي. د نننیو انتخاباتو په نتیجه کې نږدې یو زرو څلور سوه ښاروالان او د ښاروالیو د شوراګانو غړي غوره کېږي. د ترکیې په ۸۲ ميلیونه وګړو کې ۵۷ ميلیونه او ۷ لکه د رأیې ورکولو په شرایطو برابر دي.
هشت صبح ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې لیکلي، په قطر کې له طالبانو سره د امریکايي چارواکو او افغان سیاستوالو...
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هرات پر هغو افغان نجونو یوه لیکنه خپره کړې چې تېر کال یې د ربوټ جوړولو په سیالیو کې د ګډون لپاره ...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости