امریکا: په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه په خبرو کې پرمختګ شوی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه په خبرو کې پرمختګ شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه په خبرو کې پرمختګ شوی دی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په قطر کې د طالب ډلې له مرستیال سره د خپلې لیدنې په ...
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو له راوتو وروسته، «WFP» یا د خوړو نړیوال سازمان وايي، د افغان حکومت تر څنګیې ...
په ننګرهار کې پر یوه خصوصي شرکت حمله د ټولو حمله کوونکو له وژل کېدو سره پای ته ورسېده. د هندوستان له کشميره لسګونو کسان له پاکستان سره پر پوله له خپلو کورو کمپونو ته انتقال شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مسوول میچل باچله وایي، په پام کې لري له چین څخه اجازه تر لاسه کړي، څو په شینجن کې د اویغور توکمو سیمې په ګډون په دې هېواد کې د ډلهییزو نیولو د خبرونو په اړه څېړنې وکړي. څه باندې یو میلیون کسان چې ډېری یې مسلمانان دي د چین په هغو ځایونو کې ساتل کېږي چې د چین حکومت یې تعلیمي او تربیوي مرکزونه بولي، خو فعالان وایي دا د ډلهییزو توقیفونو مرکزونه دي. باچله چې نن یې په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته خپل کلنی راپور وړاندې کړ، وویل چې په شینجن کې ارامي... Читать дальше...
د هرات له لارې هند ته د سوداګریزو توکو د انتقال لپاره هوایي دهلېز راتلونکې اوونۍ پرانیستل کېږي. د هرات د صنایع او سوداګرۍ خونې اجرائیه امر خلیل احمد یارمند پهدې اړه وویل: "موږ هیلهمند یو تر شااوخوا ۱۰ ورځو پورې لومړنی صادراتي کاروان د هندوستان لوري ته ولېږو. زما په فکر په دې کې به بادام او پسته شامله وي." د ښاغلي یارمند په خبره له دې کبله چې د هوایي دهلېز له لارې صادرات ګران تمامېږي، حکومت به د دغو صادراتو د لګښتونو ۶۰ فیصده په غاړه واخلي. د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وایي د... Читать дальше...
افغان ولسمشر اشرف غني نن په کونړ ولایت کې دوه پروژې پرانیستې او د څو نورو پروژو چارې یې رسماً پیل کړې.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، دی به د روانې میاشتې په وروستیو کې ګرجستان ته سفر وکړي او د جمهوري قفقاز سیمې له مشرانو سره به وګوري او په ګډو پوځي تطبیقاتو کې به برخه واخلي. سټولټنبرګ نن په بروکسل کې د مونټينګرو له ولسمشر سره تر خبرو وروسته خبریالانو ته دا څرګندونې وکړې: "زه به د روانې میاشتي په وروستیو کې ګرجستان ته لاړ شم او دا له ګرجستان سره د پرلهپسې قوي همکارۍ او سیاسي ډیالوګ یوه برخه ده چې موږ له ګرجستان سره درلوده. زه به د ناټو او ګرجستان د ګډو پوځي تمریناتو لیدنه هم وکړم. موږ نژدې... Читать дальше...
کونړ ته د ولسمشر محمد اشرف غني لنډ سفر په کومه لویه غونډه کې له راڅرګندېدو پرته پای ته ورسېده، د دغه سفر په اړه ...
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد یې د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوي. د افغانستان د ملي امنیت سلاکار له دفتره په یوې اعلامیه کې چې نن خپره شوې راغلي چې عبدالعزیز کاملوف په قطر کې د طالب استازو او امریکایي پلاوي سره د خپلو لیدنو جزئیات حمدالله محب ته ورکړل. اعلامیه د ښاغلي کاملوف له قوله زیاتوي چې باور لري د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د خبرو پرته د دغه هېواد د سولې په راوستلو کې بله هېڅ لار نهشته. د افغانستان د ملي امنیت سلاکار هم د افغانستان د سولې په برخه... Читать дальше...
افغان ولسمشر اشرف غني نن په کونړ ولایت کې دوه پروژې پرانیستې او د څو نورو پروژو چارې یې رسماً پیل کړې. ولسمشر غني نن سهار د کونړ ولایت د عامې روغتیا د ریاست ودانۍ او هم په سید جمالالدین افغان پوهنتون کې د نجونو لیلیه پرانیستله او د شپږو نورو پروژو د بنسټ ډبرې یې کېښودې چې تر ټولو مهمه پروژهیې د ۲۰۰ بستریز روغتون جوړول دي. د دې پروژو ټولهییز لګښت ۷۷۷ میلیونه افغانۍ اټکل شوي دي. ولسمشر دغهراز نن د کونړ د ښځو له استازو، مشرانو، عالمانو، د مدني ټولنو فعالانو او نورو ځایې چارواکو سره ولیدل.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت پلان لري چې د راتلونکي پسرلي په موسم کې په ټول هېواد کې څه کم شل میلیونه نوي نیالګي کینوي.
د افغانستان په انتخاباتي کمېسیونونو کې د کمېشنرانو په توګه د ولسي جرګې د یو شمېر نوماندانو ټاکل، پر انتخاباتو د څار د بنسټونو او یو شمېر خلکو اندېښنې راپارولي دي.
د بلخ د ښځو چارو ریاست مسؤلان وايي چې په مختلفو ولسوالیو کې د ناوړه دودونو حاکمیت او د ښځینه ښوونکو د نشتوالي له ...
پهداسې حال کې چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په هېواد کې یو له جدي مسایلو شمېرل کېږي، خو د ...
په اروپا کې د امریکا متحده ایالاتو د ځواکونو قوماندان د روسیې د یرغل پر وړاندې د اوکراین د دفاعي برخو د پیاوړي کولو غوښتنه کړې ده. جنرال کورټېس سکاپاروتي د سې شنبې په ورځ دا خبره د امریکا د سنا مجلس د پوځي خدماتو کمېټې ته کړې ده. هغه زیاته کړه چې د اوکراین دفاعي برخې هم د دې هېواد په ختیځ او هم په تور سمندرګي کې باید پیاوړې شي. جنرال سکاپاروتي وایي، د امریکا متحده ایالاتو وار له مخه د ټانګ ضد توغندي پر اوکراین پلورلي دي. هغه همداراز سناتورانو ته سپارښتنه وکړه چې واشنګټن کولای شي چې نور پوځي... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ترکیې تهیې له روسیې څخه د دافع هوا سیستم د پېرلو له کبله خبرداری ورکړی دی. د دغه وزارت ویاند رابرټ پالادینو د سې شنبې په ورځ ویلي، که ترکیه د روسیې «S-400» ډوله سیستم وپېري، واشنګټن به پر ترکیې د «F-35» ډوله پرمختللو جنګي جټ الوتکو د پلورلو پر پروګرام بیا غور وکړي. په اروپا کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال کورټېس سکاپاروتي هم د سې شنبې په ورځ د امریکا د سنا د پوځي خدماتو کمېټې ته په خپلو خبرو کې ورته څرګندونې کړې وې. د امریکا متحده ایالات پر ترکیې د... Читать дальше...
وسله والو سخت دريځو نن د ننګرهار په هوايي ډګر کې د يوه خصوصي شرکت پر ودانۍ حمله وکړه چې په نتيجه کې يې د دې شرکت شپاړس کارکوونکي ووژل شول. د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوږياڼي ازادي راډیو ته وويل په دې حمله کې پنځه حمله کوونکي هم وژل شوي دي. د نښتې پای ته رسېدو وروسته د پيښې د ځای ویدیو
د افغانستان د سولې عالي شورا تمه لري چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به قطر ته په خپل احتمالي سفر کې طالبان ...
د ننګرهار ولایت هوايي ډګر ته نږدې د نن سهار د ډله ییز برید د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ ته رسېدلی دی. د ننګرهار د ...
افغان پوځي چارواکي وايي، په کندهار او ارزګان کې یې ۲۴ وسلهوال مخالفین وژلي. له ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې راغلي چې د ملي اردو ځواکونو د هوايي ځواک په مرسته د ارزګان مرکز ترینکوټ ته څېرمه په ځینو سیمو کې ۱۶ وسلهوال مخالفین او د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې اته وسلهوال مخالفین وژلي. پوځي عملیات د ارزګان د مرکز ترينکوټ د نچين، سرخم، سفلا، محمد حسن جان کاريز او د کندهار شاه وليکوټ ولسوالۍ اړوندو سیمو کې شوي. افغان چارواکو نهدي ویلي چې په عملیاتو کې افغان پوځیانو ته هم زیان اوښتی که څنګه. Читать дальше...
پهداسې حال کې چې د ولسي جرګې تشې څوکۍ د نویو وکیلانو راتګ ته انتظار باسي، دلته د دغې جرګې يو شمېر معترض او ...
د ارزګان والي او یو شمېر نور چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ولسي تړون په ملي پروګرام کې ستونزې او پر...
د ننګرهار هوايي ډګر ته نږدې په یوه ساختماني شرکت باندې وسله والو برید کړی دی. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو نن سهار شااوخوا نهه بجې برید پيل کړی او لا هم په سیمه کې ډزې روانې دي. خوګیاڼي وویل چې د بریدګرو د ماتولو لپاره سیمې ته افغان پوځيان ور رسېدلي دي. هغه ونه ویل چې بریدګر څوک دي او د دې برید هدف یې څه دی. کومې ډلې هم تر اوسه د دې برید مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی. د ننګرهار په هوايي ډګر او شااوخوا سیمو کې له دې مخکې هم بریدونه شوي وو.
د کونړ ځایي مسؤلین وایي چې ولسمشر غني به په دغه سفر کې د ۷۷۷ ميلیونو افغانیو په ارزښت یو شمېر پروې ګټې اخيستنې ته وسپاري او د یو شمېر نورو د بنسټ ډبرې به کېږدي. د معلوماتو له مخې، په یادو ۸ پروژو کې یو ۲۰۰ بستریز روغتون، د نجونو د لیلې ودانۍ، د روغتون اداري ودانۍ او نورې شاملې دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости