Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Март
2019

Новости за 11.03.2019

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د ايران ولسمشر حسن روحاني د تهران او بغداد ترمنځ اړيکې ستايلي دي. نن په ايتوپيا کې د لوېدلي الوتکې يو څو پاته شوني وموندل شول خو د بلیک باکس ټون لا دوام لري.

د سولې مشورتي لويه جرګه به د ثور د مياشتې په نهمه وشي

Pa.azadiradio.com 

جمهوري رياست وايي، د سولې را روانه مشورتي لويه جرګه به د غويي يا ثور د مياشتې په نهمه وشي. حکومت تر دې مخکې د دې مشورتي لويې جرګې د دايرېدو نېټه د کب یا حوت د مياشتې ٢٦مه اعلان کړې وه. د جمهوري رياست وياند هارون چخانسوري نن ازادي راډيو ته وويل، نن د را روانې لويې جرګې د نېټې په اړه په ارګ کې بحث وشو. ده وویل: "ولسمشر د سولې د مشورتي لويې جرګې د جوړېدو په اړه په يوه فرمان کې محمد عمر داودزى د سولې مشورتي لويې جرګې د ترسره کولو د کمېسيون مشر وټاکه او کمېسيون ته يې دنده وسپارله چې د ١٣٩٨ کال... Читать дальше...



د بغلان-سمنګان پر لويه لار د طالبانو د ډله ييزو حملو مخه نيول شوې

Pa.azadiradio.com 

د بغلان ولايت چارواکي وايي، نن سهار يې د بغلان-سمنګان پر لويه لار د وسله والو طالبانو د ډله ييزو حملو مخه نيولې ده. د بغلان د امنيې قوماندانۍ په اعلاميه کې ويل شوي چې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې د تېلو يو ټانکر چپه شوى او په نتيجه کې يې څلور ملکيان وژل شوي او يو تن ټپي شوى دى. په اعلاميه کې د افغان پوځيانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي. وسله والو طالبانو هم د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.

د ايران د بشري حقونو مدافع نسرين ستوده په ۷ کاله بند محکومه شوه

Pa.azadiradio.com 

د ايراني رسنيو په حواله، د ايران د بشري حقونو مدافع نسرين ستوده په اووه کلن بند محکومه شوه. د تهران د اسلامي انقلاب محکمې يوه قاضي نيمه دولتي اژانس ايسنا ته نن وويل، ستوده ته د پنځو کلونو بند سزا د نظام پرضد د توطيې او دوه کاله نوره سزا د مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي د سپکاوي له کبله ټاکل شوې ده. د ستوده مدافع وکيل محمود بهزادي راد پرون ويلي وو چې دا سزا د هغه د موکلې په غياب کې اورول شوې ده. نسرين ستوده چې د ازادۍ لپاره يې د اروپايي پارلمان د ٢٠١٢ میلادي کال جايزه ګټلې ده، د ٢٠١٨ میلادي کال په جون مياشت کې ونيول شوه. Читать дальше...

له نعیمه غني سره ځانګړې مرکه

Pa.azadiradio.com 

نعيمه غني لیکواله او شاعره ده. ملالۍ بشير له دې سره د مارچ مياشتې په مناسبت چې اتمه نېټه یې د ښځو نړيواله ورځ ده، ځانګړې مرکه کړې ده.

چارواکي: په فراه کې د دولت ١٧ مخالف وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د فراه ولايت امنيتي چارواکي ادعا کوي چې په يوه جګړه کې د دولت ١٧ مخالف وسله وال وژل شوي دي. د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صديقي ويلي، د فراه د مرکز په مربوطاتو کې دغه نښته چې پرون پيل شوې وه، تر نن سهاره روانه وه. قوماندان وويل چې په نښته کې ١٧ مخالف وسله وال وژل شوي چې د لسو مړي د جګړې په ميدان کې پاتې دي. د فراه چارواکي وايي، د شمالګاه په نوم دغه سيمه د دولت له وسله والو مخالفانو پاکه شوې ده. په دې جګړه کې د ملي اردو د ٢ سرتېرو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى دى. د دولت وسله والو مخالفانو د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.



چارواکي: د بادغيس په بالامرغاب کې د اردو څلور سرتېري وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بادغيس ولايتي چارواکي په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ملي اردو د څلورو سرتېرو د وژل کېدو او څلور نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي. د ولايتي شورا ځيني غړي وايي، وسله والو طالبانو په بالامرغاب کې تېره شپه د ملي اردو پر يوه ټولي حمله کړې چې په نتيجه کې يې ١٦ سرتېري وژل شوي او شااو خوا ٤٠ نور اسيران شوي دي. خو د بادغيس د والي وياند جمشېد شهابي وايي، په دې حمله کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د ولايتي شورا رئيس عبدالعزيز بېګ وايي، د تېرې شپې جګړې څو ساعته دوام کړى دى. په سيمه کې د ازادي... Читать дальше...

ايتوپيا کې د الوتکې تر سقوط وروسته خلکو ته تازه شکونه پیدا شوي

Pa.azadiradio.com 

د ايتوپيا هوايي شرکت د يوې مسافر وړونکې الوتکې تر سقوط وروسته خلکو د بوينګ ٧٣٧ ماکس ٨ ډوله الوتکې د خونديتوب په اړه تازه شکونه څرګند کړي دي. دغه الوتکه د کينيا مرکز نايروبي ته روانه وه چې پرون يکشنبه تر الوتنې وروسته د ايتوپيا پلازمېنې اُديسه بابا ته نږدې نسکوره شوه او ١٥٧ کسان‌يې مړه کړل. دا د خپل ماډول دوهمه الوتکه ده چې تر شپږو مياشتو په لږه موده کې سقوط کوي. تر دې مخکې د ليون هوايي شرکت يوه الوتکه په اکټوبر مياشت کې د اندونيزيا په سواحلو کې سقوط شوې وه چې په نتيجه کې يې ١٨٩ کسان مړه شوي وو. Читать дальше...

باوري: د تاریخي اثارو خوندیتوب ته تدابیر نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د تاریخي اثارو او لرغونو سیمو د خوندیتوب لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي دي. د دغه وزارت مرستیال رسول باوري د دوشنبې په ورځ د هېواد د فرهنګي میراثونو د ملاتړ او ساتنې د ورځې په تړاو جوړې شوې ناستې ته وویل چې په تېرو څلورو کلونو کې تر ۷۰ سلنې پورې تاریخي اثار ترمیم شوي دي. ښاغلي باوري زیاته کړه: "په تېرو څلورو کلونو کې تر ۴۷ زیات تاریخي اثار ترمیم شوي چې دا په نسبي ډول سره ۷۰ سلنه ډېروالی ښیي، تر اوسه له ۵ زره زیات تاریخي ابدې پېژندل شوې دي." په‌دغه... Читать дальше...

حمدالله محب د افغانستان په اړه د «م. م» امنيت شورا ته معلومات ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار د افغانستان د وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته معلومات ورکوي. د ملي امنيت شورا وياند طارق ارين نن ازادي راډيو ته وويل، حمدالله محب په دې غونډه کې د ګډون په هدف په پنځه ورځني سفر د امريکا متحده ايالاتو نيويارک ته رسېدلى دى. ښاغلي ارين زياته کړه: "«د امنيت شورا» په‌دې غونډه کې د افغانستان په استازيتوب د هېواد پر روان وضعيت وينا کوي او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړو ته معلومات وړاندې کوي." ټاکل شوې نن د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه... Читать дальше...

چارواکي: په کندز کې ۹۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې د پامیر د ۲۰مې فرقې چارواکي وايي چې په تېرې یوې اوونۍ کې افغان ځواکونو د دې ولایت په دشت ارچي، امام صاحب او قلعه‌زال ولسوالیو کې د وسله‌والو طالبانو پر ضد ځمکني او هوايي عملیات ترسره کړي چې په‌کې ګڼ شمېر وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پامير د ۲۰مې فرقې درستیزوال سید قربان موسوي نن دوشنبه په دې اړه له رسنیو سره په خبرو کې وویل: "په ترسره شویو عملیاتو کې ۹۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳۹یې هم ټپیان شوي او دغه‌راز په دې عملیاتو کې د وسله‌والو طالبانو دوه مهم پټنځایونه او دوه... Читать дальше...

کندهار کې د کبانو د روزنې صنعت وده کړې

Pa.azadiradio.com 

د کندهار چارواکي وایي، د ورځې په اوږدو کې کندهار کې د کبانونو له شته فارمونو نه تر شپږ زره کیلو ګرامه پورې د کبانو غوښې ترلاسه کېږي چې د کندهار ترڅنګ ګاونډيو ولایتونو او ان پلازمېنې کابل ته وړل کېږي. صادق رښتینی له دې فارمونو دا ویډیويي راپور برابر کړی. ایډیټ: تمیم اخګر

رستمي: په کرنیزو چارو کې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا لوړه شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، د کرنیزو چارو د اسانتیاوو په برابرولو د ښځو اقتصادي پیاوړتیا لوړه شوې. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو سره په خبرو کې خوښي وښوده چې د روان لمریزکال په ترڅ کې یې د هېواد بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې کروندګرو او بڼوالو ښځو ته شنې خونې، د شاتو د مچیو فارمونه، کورنۍ باغچې، د چرګانو فارمونه او د سبزیو او مېوو د پروسس مرکزونه جوړ کړي چې په‌دې برخه کې ښځې ښې لاسته راوړنې هم لري. د ښاغلي رستمي په خبره، راتلونکي لمریز کال کې هم دغه وزارت پلان لري چې... Читать дальше...


Музыкальные новости
Тимати

"Звездач": рэпер Тимати купил мотоцикл за 3,1 млн рублей





Rss.plus
Зенит

Скандал с пенальти, отмена гола Вендела и решающий мяч Алипа на 95-й! «Зенит» победил «Балтику» в финале Кубка России




Суд освободил экс-полковника ФСБ Фролова от отбывания наказания за взятки

Ребенок, весивший 842 грамма при рождении, выписан из Видновского перинатального центра

Никулинский суд Москвы признал Олега Эйдельштейна сыном Жириновского

Alex Villas Group: «Мы стремимся стать компанией №1 в сфере недвижимости в Азии»




د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د افغانستان په اړه بحث کېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د افغانستان په اړه د دې سازمان د عمومي منشي انټونیو ګوترش پر راپور بحث وشي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې دفتر «یوناما» په یوې خبرپاڼې کې ویلي، په نیویارک به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د کابل په وخت د ماښام په شپږ نیمو بجو پیل شي. له بلې خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي دفتر پر خپل ټویټر لیکلي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په‌دې غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته رسېدلی دی. Читать дальше...

د هند ملي انتخابات به په ۷ پړاوونو کې ترسره شي

Pa.azadiradio.com 

د هند د انتخاباتو د کمېسیون چارواکو ویلي چې د دې هېواد راتلونکي عمومي انتخابات به د اپریل او مې په میاشتو کې په اوو پړاوونو کې ترسره شي. نظرپوښتنې ښيې چې د صدراعظم ناریندرا مودي په مشرۍ ائتلاف به د پارلمان ډېرې څوکۍ تر لاسه کړي. د هند د انتخاباتو د کمېسیون رئیس سونیل ارورا د یکشنبې په ورځ وویل، د دې هېواد راتلونکي عمومي انتخابات به د اپریل د میاشتې په ۱۱مه، ۱۸مه، ۲۳مه او ۲۹ مه د مې په میاشت په ۶مه، ۱۲مه او ۱۹مې نېټو ترسره شي. په هندوستان کې شاوخوا ۹۰۰ میلیونه وګړي د رأيې ورکولو په شرایطو برابر دي. Читать дальше...

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ افغانستان ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ افغانستان ته رسېدلی دی. د جرمني خبري اژانس وايي، د هایکو ماس دا سفر د افغانستان د سولې د پروسې څخه د ملاتړ د هڅو برخه ده. تمه کېږي چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر به سبا پاکستان ته ولاړ شي. هایکو ماس ویلي، افغانستان او پاکستان ته په‌دې سفر سره غواړي، یو روښانه پیغام ورسوي او هغه دا چې جرمني د افغانستان د دوهم لوی مرسته کوونکې او داسې هېواد په توګه چې افغانستان کې زیات سرتېري لري په‌دې هېواد کې له هغې مسؤلیت سره چې اخېستی یې دی پاتې کېږي. د هایکو ماس... Читать дальше...

ښاغلی روحاني نن بغداد ته خپل سفر پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون د عراق پلازمېنې بغداد ته ورسېد. محمد جواد ظریف عراق ته د ایران د ولسمشر حسن روحاني د سفر د چمتوالي په هدف بغداد ته رسېدلی دی. ښاغلی روحاني نن بغداد ته خپل سفر پیلوي. دا عراق ته د ایران د ولسمشر حسن روحاني لومړنی رسمي سفر بلل کېږي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ بغداد ته له رسېدو وروسته وویل، ایران او عراق دوه ګاونډیان دي او هېڅ هېواد نه‌شي کولی د دوی په اړیکو کې مداخله وکړي. جواد ظریف له خپل عراقي سیال علي الحکیم سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل،... Читать дальше...

د سوداګرۍ وزارت او د چرم د صنعت کارانو ترمنځ ګډه غونډه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د چرم د صنعت کارانو تر منځ ګډه غونډه وشوه. د دغه بورډ مشر رحم‌الدین حاجي اغا نن ازادي راډيو ته وویل چې په‌دغه غونډه کې ګاونډیو هېوادونو ته د ناقانونه صادراتو پر مخنیوي، د سیمې هېوادونو ته د چرم لپاره د بازار موندنې، د چرم د صنعت کارانو لپاره په‌دې برخه کې د مسلکي زده‌کړو او د بوټونو جوړولو د فابریکو لپاره د برښنا پر رسولو خبرې شوي دي. د نوموړي په خبره، د سوداګرۍ او صنعت وزارت له لوري د چرم صنعت کارانو د ستونزو د هواري په هدف ژمنه... Читать дальше...



Москва

"Святой Ленин" спасает мир и возглавляет "восстание ИИ машин... хороших по существу". 8 серия, СЕРЬЁЗНЫЕ НОВОСТИ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин одобрил три проекта по программе создания мест приложения труда



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Нюша

Нюша рассказала, на что бы потратила легкие деньги




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

После концерта и в дождь дороже: как складываются цены на поездки на такси

Дмитрий Вязьмикин – тренер по индивидуальной подготовке молодежного футбола «Локо»

Генпрокуратура потребовала передать государству велотрек с Олимпиады-80


Александр Зверев

Александр Зверев: «Сказал себе, что хочу стать примером для подражания. Я больше не ломаю ракетки, почти не получаю предупреждений»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Два дня, наполненных театром, музыкой, книгами и наукой, — в Парке Горького во 2-й раз прошел Московский детский фестиваль искусств «НЕБО»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России