Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Апрель
2019

Новости за 12.04.2019

د هاګ نړیوالې محکمې په افغانستان کې د جرمونو د پلټنې غوښتنه رد کړه

Pa.azadiradio.com 

د جرمونو نړیوالې محکمې د افغانستان په جګړه کې د احتمالي جنګي جرمونو د پلټولو په اړه د دې محکمې د څارنوالۍ غوښتنه رد کړې ده. د جرمونو نړیوالې محکمې نن په یوه بیان کې وویل، قاضیانو د شواهدو د نشتوالي او د دولت د کمزورې همکارۍ له امله دا غوښتنه رد کړه. د محکمې په حکم کې ویل شوي دي چې د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د جنګي جرمونو په اړه تحقیقات به عدالت تامین نه کړي. د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوالې فاتو بینسودا په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د دې محکمې له قاضیانو وغوښتل چې د هغو ادعاو په اړه تحقیقات پیل... Читать дальше...



چارواکي: د پکتیا په مرکز ګردېز کې هوايي برید ۴ طالبان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې یوه هوايي برید ۴ وسله وال طالبان وژلي دي. د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته وویل، دا هوايي برید د ګډو ځواکونو له خوا شوی دی. وسله والو طالبانو تر اوسه پورې د ګردېز د هوايي برید په اړه څه نه دي ویلي.

دفاع وزارت د عملیاتو په اړه د طالبانو اعلامیه یوازې پروپاګند بللې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت د پسرلنیو عملیاتو د پیل په اړه د طالبانو اعلامیه یوازې پروپاګند بللې ده. د دفاع د وزارت ویاند قیس منګل فرانس پرېس اژانس ته ویلي دي چې طالبان به د نوموړي په وینا خپل شوم هدف ته ونه رسېږي او پوځي فعالیتونه به يې ماتې وخوري. طالبانو نن په داسې حال کې د پسرلنیو عملیات د پیل خبره کړې ده چې متحده ایالات له دې ډلې سره په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې کوي. طالبانو خپل پسرلني عملیات د فتح په نوم یاد کړي دي.

چارواکي: طالبانو نن سهار پر بګرام هوايي اډې راکټي برید کړی

Pa.azadiradio.com 

د کابل د بګرام د امنیه قومانداني وايي، وسله والو طالبانو نن سهار پر بګرام هوايي اډې راکټي برید کړی دی. عبد الرقیب کوهستاني ازادي راډیو ته وویل، وسله والو د قره باغ ولسوالۍ له موسی خېلو سیمې څخه پر بګرام اډې راکټي حمله کړې چې د نړیوالو ځواکونو له خوا په هوا کې خنثی شوې ده. خو د طالبانو ویاند ذبیخ الله مجاهد ادعا کړې ده چې په دې برید کې نړیوالو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په بګرام کې مېشتو نړیوالو ځواکونو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.



د اوکراین چارواکي: له بېلتون پالو سره په نښته کې یو سرتېری وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین چارواکي وايي، ددې هېواد په ختیځ کې له روسي پلوه بېلتون پالو سره په یوې نښته کې یو سرتېری وژل شوی او اته نور ټبیان دي. د اوکراین دفاع وزارت نن په یوه بیان کې وویل، بېلتون پالو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شل ځله د درنو وسلو په کارولو سره له اوربنده سرغړونه کړې ده. د اوکراین د ختیځ د جګړې په اړه د مینسک د اوربند د موافقې له مخې حکومتي ځواکونه او روسي پلوه بېلتون پال د ماشینګڼو، توغندیو او ټانک ضد راکټونو له استعماله منع شوي دي. د اوکراین دفاع وزارت وايي، په دې نښته کې ۹ بېلتون پال وژل شوي او اته نور ژوبل دي. Читать дальше...

خلیلزاد په ازبکستان کې د دې هېواد له مشرتابه سره کتلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ازبکستان کې د دې هېواد له مشرتابه سره د سیمې د سولې او ثبات په ځانګړې توګه د افغانستان د سولې په روان بهیر او په کې د ازبکستان د ونډې په اړه خبرې کړي. زلمي خلیلزاد نن سهار پر خپل ټوېټر لیکلي چې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر کاملوف سره یې کتلي او دایمي سولې ته د رسېدو په برخه کې د سیمې پر مهم رول او له هغې وروسته د سیمه ییز اتصال په چټکولو ورسره غږېدلي دی. خلیلزاد وايي، له ازبکستاني مشرتابه... Читать дальше...

د لیبیا په جنګ کې پنځوس کسان وژل شوي او ۲۶۶ تنه نور ټپیان شوي

Pa.azadiradio.com 

نړیوال روغتیايي سازمان وايي، په لیبیا کې د شپږ ورځنیو نښتو په پایله کې لږترلږه پنځوس کسان وژل شوي او ۲۶۶ تنه نور ټپیان شوي دي. د WHO یا نړیوال روغتیايي سازمان په هغه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې ډېرې نښتې پلازمېنې طرابلس ته نږدې شوي چې زرګونه کسان یې د کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي. د لیبیا هغه ځواکونه چې د نړېوالې ټولنې له خوا په رسمیت پېژندل شوي، د قوماندان خلیفه حفتر له ځواکونو سره په جګړه بوخت دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش په لیبیا کې کې سمدستي د جګړو د پای... Читать дальше...

د کوېټې د هزارګنجي په سبزۍ منډيي کې چاودنې ۱۶ کسان ووژل

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د کوېټې صوبې په هزارګنجي نومي سیمه کې پر شیعه هزاره ګانو بمي چاودنه شوې چې د چارواکو په وینا، لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. دا چاودنه د جمعې په ورځ سهار د کوېټې د هزارګنجي سیمې په سبزۍ منډيي کې شوې چې د امنیتي چارواکو په وینا، تر دې دمه پکې لږترلږه ۱۶ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. د کوېتې ښار د پولیسو یوه مشر عبدالرزاق چیمه له رسنیو سره په خبرو کې په بمي چاودنه کې د ۱۶ کسانو د مړینې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې چاودېدونکي مواد د الوګانو په یوه بورۍ کې ځای پرځای شوي وو. Читать дальше...

طالبان: ځیني مرکچي پلاوي مو د ملګرو ملتونو له تورلېسته ایستل شوي

Pa.azadiradio.com 

طالبان ادعا کوي چې له امریکايي چارواکو سره په خبرو کې د دوی یو شمېر مرکچیان په موقت ډول د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه ایستل شوي دي. د طالبانو یوې سرچینې تأیید کړه چې په دې لېست کې د طالبانو د مرکچي پلاوي د مشر شېر محمد عباس ستانکزي او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په ګډون د ۱۴ کسانو نومونه شامل دي. په پاتې کسانو کې د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني د ورور انس حقاني چې اوس مهال د افغان حکومت په زندان کې دی، خیرالله خیرخواه، امیرخان متقي، مولوي شهاب الدین دلاور، ملا... Читать дальше...

IOM: روان میلادي تراوسه له سلو زرو زیات افغان کډوال هېواد ته تللي

Pa.azadiradio.com 

د مهاجرت نړیوال سازمان IOM وايي چې د روان میلادي کال په لومړیو ۴ میاشتو کې له سل زرو زیات افغان کډوال له ایران او له پنځو زرو زیات له پاکستانه خپل هېواد ته راستانه شوي دي. دا سازمان په خپل وروستي راپور کې وايي، د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه تراوسه له ایرانه ۱۰۰۳۴۷ او له پاکستانه ۵۵۸۲ کسان هېواد ته راستانه شوي دي. د IOM د عامه اړیکو د څانګې مرستیال محمد حدیث پردېس له ازادي راډیو سره په خبرو کې اقتصادي ستونزې هغه مهم عامل بولي چې تېرکال یې هم په زیات شمېر افغان کډوال له ایرانه وتلو ته اړ کړل. Читать дальше...

د امریکا ولسمشر په راروانه جون میاشت کې فرانسې ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې په راروانه جون میاشت کې به فرانسې ته ولاړ شي، څو په نورماندي سیمه کې د ډي ورځې په نوم مراسمو کې ګډون وکړي. ډي ورځ د ۱۹۴۴ کال د جون په شپږمه هغې ورځې ته ویل کېږي چې د متحده ایالاتو، بریتانیا او کاناډا شااوخوا ۱۵۶ زره سرتېري د نورماندي سواحلو ته راکښته شول او هغه مهمه جګړه یې پیل کړه چې په نتیجه کې یې نازي جرمني او متحدانو یې ماتې وخوړه. ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې د وینا پرمهال څرګنده کړه چې په دې مراسمو کې به ګډون وکړي. ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي... Читать дальше...

د اسرائیلو یوه فضايي بېړۍ د سپوږمۍ له غولي سره ټکر شوې

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیلو یوه بې سپرلۍ فضايي بېړۍ د سپوږمۍ له غولي سره ټکر شوې او د اوو اوونیو دا ماموریت چې لګښت یې یوه خصوصي شرکت ورکړی و، ناکام شو. د بیریشیت په نوم دا فضايي بېړۍ له څو پرله پسې تخنیکي ستونزو وروسته پرون د اپرېل په يوولسمه هغه مهال د سپوږمۍ له غولي سره ولګېده چې د ښکته کېدو په وروستي پړاو کې یې په کراره د کوزېدو هڅه کوله. د دې پروژې موسس موریس کان تل ابیب ته نږدې د ماموریت د ادارې په مرکز کې وویل، موږ خپل هدف ته ونه رسېدو خو خپله هڅه مو وکړه. صدراعظم بنیامین نتانیاهو هم ورته خبره وکړه او... Читать дальше...



Москва

"Святой Ленин" спасает мир и возглавляет "восстание ИИ машин... хороших по существу". 8 серия, СЕРЬЁЗНЫЕ НОВОСТИ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Начался прием заявок на конкурс грантов для социальных НКО



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Элджей

Рэпер Элджей стал зарабатывать меньше в восемь раз




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Генпрокуратура потребовала передать государству велотрек с Олимпиады-80

После концерта и в дождь дороже: как складываются цены на поездки на такси

«23 and Friends»: в Москве состоялся спортивно-музыкальный фестиваль Аш 23


Ролан Гаррос

Мирра Андреева впервые вышла в четвертьфинал турнира Большого шлема



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России