Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Апрель
2019

Новости за 15.04.2019

د نوتردام په کلیسا کې لګېدلی اور

Pa.azadiradio.com 

د سې شنبې په شپه د یوې سترې اور لګېدنې له کبله د پاریس د ښار په منځ کې د یوې تاریخي ودانۍ د نوتردام کلیسا یوه برخه ویجاړه شوه. د اور لمبو د دې ۸۵۰ کلنې کلیسا چې د نړۍ له فرهنګي میراثونو ګڼل کېږي، چت وسوځاوه او د کلیسا یو مهم څلی یې ونړاوه.

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد وايي له طالبانوسره په خبرو کې په اوربند زیات ټینګارکوي. پرون په میرانشاه کې د پي ټي ایم په نوښت لسګونه زره پښتنو اعتراضي غونډه وکړه. او نیپالیانو د خپل نوي کال جشن ولمانځه. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.



چارواکي: په زابل کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي اردو چارواکي وايي، په زابل کې یې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ وسله وال وژلي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي. په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحیی علوي وایي، دا عملیات د یکشنبې له ورځې راهېسې د زابل په درېیو ولسوالیو میزانې، دایچوپان او شاجوی کې ترسره شوي دي. علوي په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه ونه ویل، وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې.

چارواکي: د کندهار په معروف ولسوالۍ کې ۳۷ وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه يې د دغه ولایت د معروف ولسوالۍ د سقوط پلان شنډ کړ او په سیمه کې یې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې ۳۷ وسله وال وژلي او ۲۸ نور یې ټپیان کړي دي. د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایي چې وسله والو طالبانو غوښتل چې د معروف ولسوالۍ د يوسف نيکه په سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي او وروسته دغه ولسوالۍ ونیسي چې د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي. ده وویل: "دښمن غوښتل چې د یوسف نیکه پوسته او معروف ولسوالۍ سقوط کړي چې په دې نتیجه کې افغان ځواکونو... Читать дальше...

خامنه اي د ایران سېلاب ځپلو سیمو ته ۲ میلیارده ډالر منظور کړل

Pa.azadiradio.com 

د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي په ایران کې د وروستیو سېلابونو له ځپل شویو سیمو سره د مرستې او بیارغونې په ترڅ کې له ملي پراختیایي صندوقه د دوو ميلیاردو ډالرو ایستل منظور کړي دي. د ایران د دولتي رسنۍ د راپور له مخې، حکومت پرون وویل چې وروستیو سېلابونو لارو، سړکونو، کورونو او کرنیزو ځمکو ته شااوخوا دونیمو میلیاردو ډالرو په ارزښت تاوان رسولی دی. دا په اویا کلونو کې په ایران کې تر ټولو سخت سېلابونه وو چې د ځاني تلفاتو شمېر یې ایراني چارواکو اویا تنه ښودلی دی. سېلابونو همداراز له ۲۲۰ زرو زیات کسان... Читать дальше...

د هرات په ادرسکن کې سېلابونو ۲ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د یکشنبې له ورځې راهېسې راغلو سېلابونو لږترلږه دوه کسان وژلي دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل، تازه سېلابونو په ادرسکن او شینډنډ ولسوالیو کې د کرنې ځمکې او د استوګنې سیمې هم زیانمنې کړې دي. ده وویل: "له بده مرغه په هرات کې وروستیو سېلابونو زیانونه اړولي، په ادرسکن ولسوالۍ کې یې لږترلږه دوه کسان وژلي او همدارنګه یې د کرنې او استوګنې زیاتې سیمې زیانمنې کړي دي." ښاغلي فرهاد زیاته کړه، سختو سېلابونو د هرات ... Читать дальше...



چاروکي: په خوست کې د یوه خبریال د وژنې په تور ۴ تنه نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د خوست د ملي امنیت ریاست چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې يې د یوه خصوصي ټلویزیون د کارکوونکي سلطان محمود خیرخواه د وژنې په تور ۴ کسان نیولي دي. نن د دوشنبې په ورځ د خوست د ملي امنیت رئیس ډګروال محمد اشرف صافي د خبري ناستې پر مهال خبریالانو ته وویل چې د خیرخواه په وژنه کې د پاتې تورنو کسانو د نیولو لپاره هم هڅې روانې دي. ده زیاته کړه: "د خیرخواه صیب د وژنې په تور ۴ عاملین نیول شوي او دوه نفره پاتې دي، دوی اعتراف لري، په دې اړه چې دا کار موږ کړی، نو ان شاالله په دې ارتباط زموږ نور کار هم جریان... Читать дальше...

"IPL" کې ممبی انډينز لوبډله د رایل چلنجرز بنګلور پر وړاندې لوبېږي

Pa.azadiradio.com 

د هند د کرکټ غوره‌لیګ یا «ای. پي. اېل» سیالیو په لړ کې نن شپه د ممبی انډينز لوبډله د رایل چیلنجرز بنګلور پر وړاندې د لوبې ډګر ته ځي. دا دواړه لوبډلې په‌داسې حال کې سره مخ کېږي چې ممبی د «ای. پي. اېل» په روانو سیالیو کې ۷ لوبې کړي چې څلور یې ګتلي، خو بنګلور بیا په‌خپلو ۷ لوبو کې يوه بریا خپله کړې ده. د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې ډېلي کپیټلز لوبډلې حیدراباد لوبډلې ته په ۳۹ منډو ماتې ورکړه. د حیدراباد لوبډلې په ترکیب کې راشد خان ولوبېد چې په څلورو اورونو کې یې ۲۲ منډې ورکړې او يوه وېکټه‌یې واخیسته.

په بلخ کې درې ورځنۍ رزمي سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

د بلخ ورزشي مسؤلین وایي، په‌دغه ولایت کې درې ورځنۍ رزمي سیالۍ پیل شوې. د بلخ ولایت د بدني روزنې مشر محمد ابراهیم عثماني نن ازادي راډيو ته وویل، د فول رزم په نوم دغه سیالۍ تېره ورځ پیل شوي او سبا سې شنبې پای ته رسېږي. نوموړی وایي، په‌دغو رزمي سیالیو کې ۱۶۰ کسانو ګډون کړی چې ۳۰یې نجونې دي چې له دې شمېره به د ملي ټیم لپاره یو شمېر کسان غوره شي. ښاغلی عثماني وایي، فول رزم سیالۍ یې د ګل سرخ «نوي کال مېلې» په مناسبت چې ډېر کله د حمل لومړۍ نېټې نه د ثور تر ۱۰مې وي، پیل کړي او د هېواد له ۹ ولایتونو په‌کې لوبغاړو ګډون کړی دی.

۱۰ افغان لامبو وهونکي په اماراتو کې سیالۍ کوي

Pa.azadiradio.com 

۱۰ افغان لامبو وهونکي د ګڼو اسیايي هېوادونو ترمنځ د لامبو وهنې په سیالیو کې ګډون کوي. د افغانستان د لامبو وهنې فدراسیون وایي، دغه سیالۍ د روانې لمریزې میاشتې په پای کې په عربي اماراتو کې جوړېږي. د دغه فدراسیون مشر قاسم حمیدي نن ازادي راډيو ته وویل، په‌دې سیالیو کې د ۱۰ افغان لوبغاړو تر څنګ یو روزونکی هم برخه اخلي. ښاغلی حمیدي وایي، د لامبو وهنې دا سیالۍ د اسیاسي کلپ جام ته د رسېدنې لپاره دي.

زلمی خلیل‌زاد: د مرګ ژوبلې د مخنیوي چټکه لاره اوربند دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي، په افغانستان کې د مرګ ژوبلې د مخنیوي چټکه لاره اوربند دی.  ښاغلي خلیل‌زاد تېره شپه د ټویټر په څو پرله‌پسې پیغامونو کې ویلي، طالب مشران باید خپل مرکچي استازو ته اجازه ورکړي چې په‌دې اړه د بحث لپاره د خبرو اترو مېز ته راشي او زیاته کړې یې ده چې خپله به پرې ټینګار وکړي. خلیل‌زاد وايي، افغانان د یو پراخ اوربند مستحق او غوښتونکي دي او امریکا د دوی د دې غوښتنې ملاتړ کوي. د امریکا د ځانګړي استازي په وینا امریکا ځکه د سولې خبرې پیل کړي چې نوره جګړه د حل لاره نه‌ده. Читать дальше...


Музыкальные новости
Юрий Лоза

«Ищи, кому это выгодно»: Юрий Лоза выдвинул свою версию убийства Игоря Талькова





Rss.plus
Сергей Брановицкий

Пиар Менеджер для Артистов, Музыкантов, Композиторов, Актеров, Поэтов, Писателей, Моделей, Дизайнеров, людей любых творческих профессий и брендов!




В Москве арестовали еще одного фигуранта дела об экскурсии по коллекторам

Стало известно, в каком случае "Спартак" купит форварда

Министр обороны Андрей Белоусов впервые провел встречу с военкорами

Сегодня в Магаданской области пройдет последний ЕГЭ основного периода по биологии, истории и английскому языку




پامپیو: له ونزوئلا سره به د مرستې په هدف ټول وسایل وکاروو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، واشنګټن به له ونزوئلا سره د مرستې په موخه ټول اقتصادي او سیاسي وسایل وکاروي. په ونزوئلا کې وروسته له هغې سیاسي کړکېچ زور واخیست چې د نیکلاس مادورو د واک پر ضد خلک لارو کوڅو ته راووتل او د دې هېواد د پارلمان رئیس خوان ګوایدو خپل ځان د دې هېواد مؤقت ولسمشر اعلان کړ. د یکشنبې په ورځ د کولمبیا په سرحدي ښار کوکوټا کې د خبرو پر مهال مایک پامپیو همدارنګه وویل، هغه هېوادونه به هم بیه پرې کړي چې په ونزوئلا کې د نیکلاس مادورو د واک د دوام ملاتړ کوي. روسیه،... Читать дальше...

د کندز – تخار لویه لاره د ترافیکو پرمخ بیا پرانېستل شوه

Pa.azadiradio.com 

د کندز – تخار لویه لاره نن د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۶» بیا د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه. د دې لويې لارې موټر چلوونکو او مسافرانو ازادي راډیو ته وویل چې دغه لویه لار د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه او دا مهال خلک پرې تګ را تګ کوي. دغه لویه لاره له دوه ورځو راهیسې د وسله‌والو طالبانو او د افغان ځواکونو ترمنځ د جګړې له کبله د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه. په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفي‌الله امیري هم پر امنیتي ارګانونو غږ کوي چې د دې لارې په ناامنو سیمو کې پوستې جوړې کړي، څو خلک په ډاډه زړه پرې سفر وکړي. Читать дальше...

سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره ځمکې وېشي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یو شمېر ولایتونو کې د غالیو لپاره د صنعتي پارکونو د جوړولو په‌پار ځمکې وېشي. د دغه وزارت ویاند سمیر رسا نن ازادي راډيو ته وویل، د غالیو د تولیدونکو او صادرونکو اتحادیې سره هوکړې ته رسېدلي چې ډېر ژر به په ننګرهار، کندز، بلخ او کابل ولایتونو کې د صنعتي پارکونو لپاره د ځمکو ویشل پیل شي. نوموړي وویل، په‌دې هم بحثونه شوي چې څنګه کېدای شي په‌دې برخه کې زېربنایي ښارګوټي جوړ او پانګونې پرې وشي. تردې وړاندې د افغانستان غالیو مرکز ازادي راډيو سره په خبرو کې شکایت... Читать дальше...

چارواکي: هلمند کې بارانونو د وچکالیو ستونزه حل کړې

Pa.azadiradio.com 

د هلمند ولایت د کرنې او اوبو لګونې ریاست وایي، په‌دغه ولایت کې بارانونو د وچکالیو ستونزه حل کړې. د هلمند ولایت د کرنې مشر زلمي الکو نن ازادي راډيو ته وویل، په‌دغه ولایت کې د بارانونو له امله د ځمکې د اوبو کچه یو نیم متر لوړه شوې چې ورسره کرنیز فعالیتونه هم چټک شوي. نوموړی وایي، روان لمریز کال کې به دغه ولایت کې ګڼ کرنیز محصولات راټول او د کرنې په برخه به زیاتو کسانو د کار زمینه برابره شي.

د غزني چارواکي: ۴۰ طالبان وژل شوي او ۲۳۰ میله وسله لاسته راغلې

Pa.azadiradio.com 

د غزني چارواکي وايي، د دغه ولایت په ګېلان ولسوالۍ کې تر ۴۰ زیات وسله‌وال طالبان وژل شوي او سلګونه میله وسله د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې ده. د ولایت ویاند محمد عارف نوري پرون د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۵» په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "تېره شپه او نن د ورځې د ګیلان ولسوالۍ اړوند په اټک او لونګ کلیو کې د افغان کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې تر ۴۰ زیات وسله‌وال طالبان وژل شوي او د طالبانو اړوند ۲۳۰ میله بېلابېل ډوله وسلې د افغان ځواکونو لاسته ورغلې دي." نوري وايي، په‌دغه بریدونو کې د زابل... Читать дальше...



Москва

Захарова: армянам - нота, апшеронцам – «да»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о развитии столичного района Мнёвниковская пойма



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

Басте пришлось идти пешком по Октябрьскому мосту после конфликта с гаишниками




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Альбина Мухаметзянова на ПМЭФ объявила о выходе сериала «Команда МАТЧ» в Казахстане

Спортсменки из Пскова привезли два «серебра» с соревнований по джампинг-фитнесу в Москве

Команды руководства Москвы примут участие в турнире по тэг-регби в Суздале


Даниил Медведев

Тарпищев о Медведеве и Рублеве: без травм сыграют в Париже лучше, чем в Токио



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

"СВЯТОЙ ЛЕНИН: сенсация о прогнозах направит Америку и Европу творить добро?!



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России