Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Апрель
2019

Новости за 29.04.2019

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

نن دوشنبه په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه پرانیستل شوه. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی. په اندونیزیا کې د انتخاباتو ۲۹۶ کارکوونکي له زیات کاره مړه شوي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

غني: لویه جرګه له طالبانو سره د مذاکرې چوکاټ او حدوډ ټاکي

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د سولې مشورتي لویې جرګې د پرانیستې د مراسمو پر مهال وویل، که د پردي خبره نه‌شته، ولې طالبان د افغانستان له ملت او دولت سره له مذاکرو وېره لري. هغه زیاته کړه چې خلک او حکومت کولای شي طالبان د نورو له ذهني ګروه او ستراتېژيکې قبضې وژغوري. ایډیټ: تمیم اخګر

د کابل ښاریانو پر کاروبار د رخصتۍ اغېز

Pa.azadiradio.com 

په کابل ښار کې د یوې اوونۍ رخصتۍ د خلکو په ورځنیو فعالیتونو او کاروبار منفي اثر کړی. د ازادي راډیو خبریال شفیع کریمي په کابل کې د یوې ورځې رخصتي تصویر کړی ده. ویډیو او تدوین: شفیع کریمي



زلمی خلیلزاد سیمې ته د خپل اووم سفر په ترڅ کې اسلام اباد ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سیمې ته د خپل اووم سفر په ترڅ کې نن اسلام اباد ته رسېدلی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل پر خپل ټوېټر لیکلي چې د خلیلزاد دا سفر د کابل او اسلام اباد د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولې په اړه د منظمو سلامشورو یوه برخه ده. تر دې مخکې زلمي خلیلزاد د افغانستان له یوه سیمه ییز ټلویزیون طلوع نیوز سره په مرکه کې د افغانستان په وړاندې د پاکستان په دریځ کې پر بدلون نسبي خوشبیني څرګنده کړې وه. د جنوبي او مرکزي اسیا... Читать дальше...

په سریلانکا کې پر ښځو په عامه ځایونو کې د مخ پټولو بندیز لګېدلی

Pa.azadiradio.com 

په سریلانکا کې دغلته د سخت دریځو اسلامپالو د وروستیو خونړیو بریدونو وروسته چارواکو پر ښځو په عامه ځایونو کې د مخ پټولو بندیز لګولی. په دې هېواد کې تېره اوونۍ یو لړ هغو بریدونو چې مسؤلیت یې د داعش وسله والې ډلې پر غاړه واخیست، لږترلږه ۲۵۰ کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول. د ولسمشر مایتریپالا سیریسینا دفتر نن وویل، نوموړی د دوشنبې له ورځې د دې بندیز د لګولو لپاره له بېړني قانونه کار اخلي. روېټرز خبري اژانس د حکومت د یوه ویاند له خولې ویلي: "دا د ولسمشر امر دی چې د هر ډول ټوکر په وسیله... Читать дальше...

د هسپانیا واکمنو سوسیالېستانو د دې هېواد پارلماني انتخابات ګتلي

Pa.azadiradio.com 

د هسپانیا واکمنو سوسیالېستانو د دې هېواد پارلماني انتخابات ګتلي، خو د دې لپاره چې واک کې پاتې شي، د نورو ګوندونو ملاتړ ته اړتیا لري. په داسې حال کې چې د یکشنبې د ورځې د انتخاباتو نږدې ټولې رأیې شمېرل شوي، د صدراعظم پیدرو شان چیز سوسیالېستانو نږدې په سلو کې ۲۹ رأیې ګټلي دي.  دوی د هسپانیا د پارلمان له ۳۵۰ څوکیو ۱۲۲ څوکۍ ترلاسه کړي. د هسپانیا سوسیال ګوند به اوس د حکومت جوړولو هڅه کوي، خو دوی به د قوانینو د تصویب لپاره اړ وي چې له خپلو رقیبو وړو ګوندونو سره مذاکرات وکړي.

د قزاقستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ۸ کاندیدانو نومونه لیکلي

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان د ولسمشرۍ د هغو انتخاباتو لپاره چې ټاکل شوې د جون په میاشت کې ترسره شي، اتو تنو کاندیدانو نومونه لیکلي دي. دا خبره د قزاقستان د انتخاباتو کمېسيون د دوشنبې په ورځ کړې. په دې اتو کاندیدانو کې موقت ولسمشر قاسم ژومارت توقاییف چې تمه کېږي د انتخاباتو ګټونکی به وي، هم شامل دی. راپورونه وايي چې د تلغت ایرغالیف په نوم نهم کاندید د دوشنبې په ورځ له خپلې کاندیدۍ تېر شوی دی. د ولسمشرۍ د کاندیدانو لپاره د غوښتنلیکونو د سپارلو موده د یکشنبې په ورځ پای ته رسېدلې ده. ګومان نه کېږي چې د واکمن... Читать дальше...

نړیوال صندوق: تمه ده چې د ایران اقتصادي وده سږ کال شپږ سلنه کمه شي

Pa.azadiradio.com 

د پیسو نړیوال صندوق وايي، داسې تمه ده چې د ایران اقتصادي وده به په دې کال کې په سلو کې شپږ راکمه شي او په دې هېواد کې به د انفلاسیون کچه په سلو کې څلوېښتو ته ورسېږي. د پیسو نړیوال صندوق دا اټکل په داسې حال کې کړی چې ایران د امریکا د متحدو ایالتونو د سختو بندیزونو له اغېزو سره مخامخ دی. واشنګټن وروسته له هغې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ایران او د نړۍ د پیاوړو هېوادونو ترمنځ له اټمي تړونه ووت، پر دې هېواد یې په تېر نومبر میاشت کې بېرته بندیزونه ولګول. سپینې ماڼۍ د اپرېل په یویشتمه نېټه وویل، پرېکړه... Читать дальше...



د کرکټ افغان ملي ټیم له جنوبي افریقا هېواد ته راستون شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په جنوبي افریقا کې د تمریناتي سیالیو له ترسره کولو وروسته هېواد ته راستون شو. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل، د هېواد د کرکټ دغه ډله ۲۴ ورځې په جنوبي افریقا کې په تمریناتو بوخته وه. ده وویل: "د افغانستان د کرکټ ټیم خپل تمریناتي کمپ پای ته ورساوه، نن هېواد ته راستون شو او ډېر ژر به د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ په نړیوال جام کې د ګډون لپاره اروپا ته لاړ شي." ده وویل، افغان کرکټ ټیم په جنوبي افریقا کې په یوې سیالۍ کې د کاناډا ټیم ته ماته... Читать дальше...

په کندهار کې د فوټبال یوه اکاډمي پرانیستل شوه

Pa.azadiradio.com 

په کندهار ولایت کې د فوټبال یوه اکاډمي پرانیستل شوه. د کندهار ولایت د ورزشي ادارې سرپرست مدیر اغا نن ازادي راډیو ته وویل، د دغې اکاډمۍ کار پیل شو او د علاقمندانو جذبولو ته چمتو ده. ده زیاته کړه: "موږ په کندهار ولایت کې له څو کلونو وروسته وتوانېدو چې د لومړي ځل لپاره د فوټبال اکاډمي پرانیزو، وروسته له دې به په کندهار کې فوټبال ته مکتبي بڼه ورکړو." ده وویل، اوسمهال په دغه اکاډمۍ کې ۷۵ ورزشکاران په تمرین بوخت دي. د ښاغلي مدیراغا په خبره، د دغې اکاډمۍ د جوړېدو پروسه به درې کاله ونیسي. ده... Читать дальше...

مشورتي جرګه د خلکو له نظره

Pa.azadiradio.com 

د سولې مشورتي لویه جرګه نن دوشنبه پیل او درې ورځې به نور هم دوام وکړي. خلک په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.

پخوانی جهادي مشر عبدرب رسول سیاف د لویې جرګې رئیس وټاکل شو

Pa.azadiradio.com 

د سولې مشورتي لویه جرګه نن د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا پرانیستل شوه او پخوانی جهادي مشر عبدرب رسول سیاف‌یې د دې جرګې رئیس وټاکه. ښاغلي غني، د لویې جرګې د پرانیستو په مراسمو کې پر افغان سیاستوالو ټینګار وکړ چې خپلې وړې ګټې دې د لویو ملي ګټو لپاره یوې خوا ته کړي. نوموړي هغو سیاستوالو ته په خطاب کې چې دا لویه جرګه‌یې تحریم کړې وویل، د جګړې پیټی د بې‌وزلو افغانانو پر شا دی، نه د سیاسي څېرو. ولسمشر غني د ده د سیاسي مخالفانو انتقادونو ته په اشارې ټینګار وکړ چې مشورتي لویه جرګه‌یې د انتخاباتي کمپاین هڅه نه‌ده. Читать дальше...

په هرات کې د کورني صنایعو د پنځم نندارتون په جریان کې تړونونه شوي

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د کورني صنایعو د پنځم نندارتون په جریان کې بېلابېل تړونونه شوي دي. د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال توریالي غوثي ازادي راډيو ته وویل چې دغه قراردادونه د غیر الکولي مشروباتو، قالینو، مرمر ډبرو او نورو برخو کې شوي دي. ده وویل: "په دغه نندارتون کې د بېلابېلو شرکتونو د نماینده ګیو لپاره په کور دننه او بهر بېلابېل هوکړه لیکونه شوي او د خوراکي موادو په برخه کې هر یو قرارداد له سلو زرو ډېر ارزښت لري." دغه نندارتون د افغانستان په څو بېلابېلو ولایتونو کې د بازار موندنې په هدف... Читать дальше...

صنعتکاران: د کابل د څرخي پله صنعتي پارک کې د برښنا ستونزه حل شوې

Pa.azadiradio.com 

افغان صنعتکاران وايي، د کابل د څرخي پله په صنعتي پارک کې د برښنا ستونزه هواره شوې ده. د افغانستان د صنعتکارانو رئیس شېرباز کمین‌زاده نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه ستونزه د برښنا شرکت له مسؤلینو سره د صنعتکارانو له پرله‌پسې ناستو وروسته حل شوه. ده وویل: "دا یو ښه بدلون و، صنعتکاران لاس په کار شول، یوه اوونۍ کېږي چې د څرخي پله په صنعتي پارکونو کې ۲۴ ساعته کار روان دی، هیله‌مند یوو چې د برښنا د کمښت ستونزه به په ولایتونو هم حل شي." نوموړي وویل چې د دغې ستونزې د هواري لپاره صنعتکارانو هم همکاري... Читать дальше...

په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه« انځوریز راپور»

Pa.azadiradio.com 

د سولې مشورتي لویه جرګه د ولسمشر اشرف غني په حضور سره پیل شوه. دغه جرګه له طالبانو سره د سولې په اړه د مشورو د اخیستو په هدف د ښاغلي غني له‌خوا رابلل شوې ده. په دغې جرګه کې د افغانستان له ولایتونو او په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو له استازو نږدې درې زره تنو ګډون کړی دی. د دغو ګډون کوونکو ۳۰ سلنه ښځې دي.


Музыкальные новости
Баста

Басте пришлось идти пешком по Октябрьскому мосту после конфликта с гаишниками





Rss.plus
Арцах

Парадоксы двойного стандарта




Более 1,8 тысячи детей отдохнут в летних лагерях в Мытищах

Умер журналист Александр Малютин

Заместитель главного редактора агентства "Москва" Малютин скончался на 61-м году жизни

Захарова: армянам - нота, апшеронцам – «да»




د سولې مشورتي لویه جرګه د ولسمشر غني په حضور سره پیل شوه

Pa.azadiradio.com 

د سولې مشورتي لویه جرګه د ولسمشر اشرف غني په حضور سره پیل شوه. دغه جرګه له طالبانو سره د سولې په اړه د مشورو د اخیستو په هدف د ښاغلي غني له‌خوا رابلل شوې ده. په دغې جرګه کې د افغانستان له ولایتونو او په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو له استازو نږدې درې زره تنو ګډون کړی دی. د دغو ګډون کوونکو ۳۰ سلنه ښځې دي. ټاکل شوې په راتلونکو څلورو ورځو کې د جرګې ګډون کوونکي په لسګونه کاري کمېټو کې له طالبانو سره د سولې په اړه د افغانستان حکومت ته مشوره ورکړي. د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د حزب... Читать дальше...

مکرون او مرکل به نن د يوې سيمه‌ييزې سرمشريزې کوربانه وي

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې ولسمشر ايمانوئل مکرون او د جرمني صدراعظمه انګېلا مرکل به نن د يوې سيمه‌ييزې سرمشريزې کوربانه وي.  په برلين کې د دې سرمشريزې يو هدف د صربيا او کاسوو ترمنځ د ډيالوګ بيا پيلول دي.  د فرانسې جمهوري رياست پرون په يوه اعلاميه کې وويل: دغه غونډه د سيمې پر ثبات، په ځانګړي ډول د صربيا او کاسوو ترمنځ د ديالوګ پر بياپيلېدو تمرکز کوي.  د صربيا او کاسوو ترمنځ د اروپايي ټولنې په منځګړيتوب خبرې وروسته له هغې په ټپه ودرېدې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحد د احتمالي بدلون راپورونه له پراخو انتقادونو سره مخامخ شول. Читать дальше...

خلیل‌زاد وايي، ډاډه نه‌دی چې له انتخاباتو مخکې سوله وشي

Pa.azadiradio.com 

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد وايي، ډاډه نه‌دی چې له انتخاباتو مخکې سوله وشي. هغه پرون د یکشنبې په ورځ دا خبره د طلوع نیوز په یوه ټلوېزیوني بحث کې وکړه: "ارزښت ورکوو چې اول د سولې مسئله له انتخاباتو مخکې حل شي. د دې لپاره چې ډاډه نه یو دا کار حتمي کیدای شي، د انتخاباتو لپاره دې هم چمتووالی ونیول شي." د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي پخوا هیله ښودلې وه چې د افغانستان د ولسمشرۍ تر ټاکنو مخکې به له طالبانو سره سوله وشي. ښاغلي خلیل‌زاد وویل چې په تېرو اوو میاشتو کې... Читать дальше...



Москва

Парадоксы двойного стандарта


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о развитии столичного района Мнёвниковская пойма



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Елена Волкова

В Туле завершился V этап культурно-просветительского проекта «Классика: история и современность»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

4 спортивных фестиваля Москвы, которые нельзя пропустить этим летом

"Евро-Футбол.Ру": "Спартак" летом купит форварда только в случае ухода Соболева

Спортсменки из Пскова привезли два «серебра» с соревнований по джампинг-фитнесу в Москве


Мария Шарапова

Мирра Андреева может стать новой Марией Шараповой



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

УЗИ и КТ при диагностике урологических заболеваний: что выбрать



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России