ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه
ترکیې، روسیې او چین د امریکا له دې پریکړې سره مخالفت کړی چې د ایران تیل دې نه اخلي، سریلانکا بیړنی حالت اعلان کړی او د شمالي کوریا مشر روسیې ته روان دی. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
ترکیې، روسیې او چین د امریکا له دې پریکړې سره مخالفت کړی چې د ایران تیل دې نه اخلي، سریلانکا بیړنی حالت اعلان کړی او د شمالي کوریا مشر روسیې ته روان دی. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د چین حکومت د واشنګټن د دې پرېکړې پر ضد چې له ایرانه د تېلو پر واردوونکو هېوادونو به بندیزونه ولګوي، سخت غبرګون څرګند کړی دی. چین خبرداری ورکړی چې دا کار په منځني ختیځ او د تېلو په نړیوال مارکېټ کې بحران لا زیاتولی شي. سپینې ماڼۍ پرون اعلان وکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړه کړې چې د معافیت هغه مهلت به چې د ایران د تېلو یو شمېر واردوونکو ته ورکړ شوی و، نه تمدیدوي. د امریکا حکومت چین، جاپان، جنوبي کوریا، هند او ترکیې ته له ایرانه د تېلو د واردولو لپاره معافیت ورکړی و. خو سپینې ماڼۍ... Читать дальше...
یو شمېر افغان سیاسي څېرې ټینګار کوي چې افغانستان او سیمې ته د زلمي خلیلزاد اووم سفر باید تر ډېره د افغان حکومت او ...
د سولې په مشورتي جرګه کې د ګډون په هدف کابل ته د افغانستان د ولایتونو د استازو د راتګ لړۍ پیل شوه. د سولې د مشورتي جرګې د ...
په کندز کې نن د اپرېل په درویشتمه په یوه ولسي غونډه کې خلکو د اوربند غوښتنه وکړه. د افغانستان حکومت څو ورځې مخکې د خالد په نوم پوځي عملیات پیل کړل او ورپسې وسله والو طالبانو د الفتح عملیاتو د پیل اعلان وکړ. په کندز کې په نننۍ غونډه کې خلکو له حکومت او طالبانو غوښتنه وکړه چې د روژې د درناوي لپاره اوربند وکړي. دا په د اسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل او دوحې ته روان دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې خلیلزاد به افغانستان،... Читать дальше...
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د محتاجو انسانانو ۶۰ فیصده ماشومان دي. د کوچنیانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې یونسېف نن د اپرېل په درویشتمه د افغانستان له حکومت سره یو ګډ ورکشاپ پیل کړ، څو د کوچنیانو د خونديتوب او مصؤنیت ستراتیژي جوړه کړي. د دې ادارې په وینا، په دې پروګرام کې به پر داسې لارو خبرې کېږي چې د افغانستان د شرایطو مطابق په بېړنیو حالاتونو کې له کوچنیانو سره مرسته وکړي. په افغانستان کې روانه جګړه، کار ته د کوچنیانو مجبوره کول، جبري ودونه، له کوچنیانو سره جنسي تشدد او ناسمه استفاده څو عمده ستونزې دي.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو د احتمالي کاندیدانو د اسنادو ارزولیې بشپړ کړل او وروستۍ نتیجهیې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته واستوله. د دغه کمېسیون منشي محمد قاسم الیاسي د سې شنبې په ورځ له غرمې وروسته په کابل کې خبریالانو ته وویل، د لسمشریزو احتمالي کاندیدانو د اسنادو د څېړلو کمېټې د دولت له اړوندو ارګانونو سره د کاندیدانو اړوند ټول مسایل شریک کړي او د هر یوه په اړهیې کره معلومات ترلاسه کړي. ښاغلي الیاسي وویل، د دغو کاندیدانو د نهايي لېست اعلانول د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دنده ده. Читать дальше...
دغه ورځ د نورو کلونو په توپیر ځوانانو د کندهار پر يوه واټ ونمانځله. په عینې وخت کې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلين وایي چې له کتاب لوستنې سره په دې ولایت کې د ځوانانو لېوالتيا زياته شوې ده. ویډيو راپور: صادق رښتینی اېډېټ: تمیم اخګر
د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د سریلانکا د یکشنبې د ورځې د خونړیو بریدونو مسؤلیت په غاړه واخیست. په دغو حملو ...
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په تېر یو کال کې په دغه هېواد کې د ملکي تلفاتو کچه ۱۹ سلنه لوړه ...
ارزګان کې د کرکټ یو میاشتنۍ سیالۍ د اتفاق لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې. د دغه ولایت د کرکټ بورډ مسؤل جماالدین میلاد نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، پهدغه ټورنمنټ کې ۱۸ لوبډلو برخه اخیستې وه چې هدفیې د ځوانانو ترمنځ یووالی او کرکټ لوبو ته وده ورکول ښودل شوي. په ورته وخت کې یو شمېر لوبغاړي بیا له افغان حکومته غواړي چې د لوبو کولو لپاره دې ورته معیاري لوبغالی جوړ شي.
د کابل د نجونو د فوټسال لیګ د سیالیو په لړ کې پرون د دوشنبې په ورځ هم درې لوبډلې له یو بل سره مخامخ شوې. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رسنیو د برخې مرستیال شمس امیني نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوبې د نجونو له تعلیم څخه د ملاتړ په نوم درېیو ټيمونو ترمنځ ترسره شوې. دی وايي: "استقلال ټيم د کابل کلپ پر وړاندې ۲ صفر بریا ته ورسېد، عدالت ټيم ۸ د ۲ په مقابل کې سنګر ټيم ته ماتې ورکړه او هدیه ټيم ۱۰ د صفر په وړاندې د اشیانې پر ټيم بری ترلاسه کړ." نوموړي وویل چې دغه لوبې د نجونو... Читать дальше...
په سریلانکا کې په وروستیو خونړیو چاودنو کې د مړو شمېر ۳۱۰ ته لوړ شوی دی. د پولیسو په وینا، ۵۰۰ تنه زخمیان دي. د یکشنبې په ورځ چې د نړۍ عیسویانو د ایستر مذهبي مراسم ترسره کول، د سریلانکا په پلازمېنه، کلمبو کې پر کلیساوو او لُکسو هوټلونو نهه چاودنې وشوې. د سریلانکا پولیسو نن د اپرېل په ۲۳مه وویل چې سلګونه زخمیان لا هم په روغتونونو کې بستر دي. پولیسو ویلي چې د حملو په تړاو یې تر اوسه ۴۰ مشکوک کسان نیولي دي. په سریلانکا کې نن د قربانیانو د درناوي لپاره ملي ماتم اعلان شوی دی. د هغه هېواد ټول ولس نن درې دقیقې سکوت وکړ. Читать дальше...
د شمالي کوریا دولتي رسنیو نن د اپرېل په ۲۳مه وویل چې د کمونېست رژیم مشر کېم جونګ اون به ډېر ژر روسیې ته ولاړ شي. د شمالي کوریا د دولتي خبري اژانس په وینا، کېم جونګ اون د روسیې د ولسمشر په بلنه هغه هېواد ته ځي. دې خبري اژانس ویلي چې کېم به په نږدې وخت کې روسیې ته ولاړ شي، خو نور جزئیاتیې نهدي ورکړي. کرملېن د اپرېل په ۱۸مه ویلي و چې د شمالي کوریا د رژیم مشر به د اپرېل میاشتې په دوهمه نیمايي کې له جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره د خبرو لپاره روسیې ته ورشي. د روسیې ورځپاڼې کومېر سانټ نن ویلي... Читать дальше...
په شمالي ایرلنډ کې پولیسو یوه مشکوکه ښځه د ژورنالېستې «لېرا مککې» د قتل سره په تړاو نیولې ده. «لېرا مککې» تېره اوونۍ په لندن دیري ښار کې په یوه مظاهره کې ووژل شوه. د شمالي ایرلنډ پولیسو ویلي چې له دې پېښې سره په تړاو یوه ۵۷ کلنه ښځه نیول شوې، خو نومیې نهدی خپور کړی. د پولیسو په بیان کې چې نن د اپرېل په ۲۳مه خپور شو، ویل شوي چې دا ښځه د ترورېزم پر ضد د مبارزې د قانون له مخې نیول شوې ده. تر دې وړاندې دوه نارینه هم پولیسو نیولي و، خو وروستهیې خوشې کړل. د ایرلنډ د جمهوريت پوځ له ډلې «IRA» یوې راجلا شوي ګروپ چې ځان ته نوې «ای. Читать дальше...
ټاکل شوې چې د هندوستان د کرکټ د غورهلیګ سیالیو د نن شپې په لوبه کې سنرایزر حیدراباد او چنای سوپرکېنګز لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي. دوه افغان لوبغاړي راشد خان او محمد نبي په سنرایزر لوبډله کې لوبېږي، راشد خان تر دې دمه په نهه سیالیو کې نهه او محمد نبي بیا په څلورو سیالیو کې ۷ مقابل لوبغاړي سوځولي دي. دا په روانو سیالیو کې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهم ځل مخامخېدل دي. په تېره لوبه کې سنرایزر لوبډلې چنای لوبډلې ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړې وه. بلخوا د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه... Читать дальше...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د کندهار ولایت د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان کړې. په دې سره د ...
ایران د امریکا د متحده ایالاتو هغه پرېکړه چې د دې هېواد پر تېلو نور بندیزونه لګوي، غیر قانوني بللې او ویلي یې دي چې د واشنګټن د ...
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د کندهار ولایت د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان کړې. له دغه اعلان سره د اعلان شویو ولایتونو شمېر ۲۸ ته ورسېد. د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیحالله سادات د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې هڅه کوي څو د پنجشنبې تر ورځې د پاتې ۵ نورو ولایتونو وروستۍ پایلې هم اعلان کړي او دغه لړۍ پای ته ورسوي. سید مقتدا میران محمود خان نصرت روحالله خانزاده حاجی سید احمد خادم ګل احمد کمین سید احمد سېلاب خلیل احمد مجاهد محمد عارف نورزی فریبا احمدی... Читать дальше...
د هوايي دهلېزونو له پیل څخه په ۵۶۵ پروازونو کې ۶۶۲۰ ټنه تجارتي مالونه بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا نن د سې شنبې په ورځ پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په ټولهییز ډول ۶۶۲۰ ټنه کالي چې وچه او تازه مېوه، لاسي صنایع، زعفران او قرهقل پهکې شامل دي بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي." نوموړي وویل چې یوازې په مارچ میاشت کې له افغانستانه هند، چین، عربستان، ترکیې، اماراتو او اروپايي هېوادونو ته په ۶۰ پروازونو کې ۱۳۵ ټنه مالونه صادر شوي دي. د... Читать дальше...
په دایکنډي ولایت کې پر ښځو ۳۶ ګلخانې ووېشل شوې. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه ګلخانې د دایکنډي ولایت د کرنې ریاست لهخوا په نیلي او شهرستان ولسوالیو کې پر یاد شمېر افغان مېرمنو وېشل شوې دي. د سرچینې په وینا، له دغه کار څخه هدف کورنیو ته د تازه سبزیو تولید، د سبزیو د وارداتو کمېدل، د خوارځواکۍ کمېدل او بېوزلو کورنیو سره مرسته ښودل شوې ده.
کابل چاپ بېلابېلو ورځپاڼو د نورو مسایلو ترڅنګ د افغان سولې په تړاو د یوې بلې غونډې د جوړېدا په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
په سمنګان ولایت کې د جمعیت اسلامي ګوند د ولایتي څانګې مشر خالد عظیمي پرون د دوشنبې په ورځ په یوه وسلهواله حمله کې ووژل شو. د سمنګان والي عبداللطیف ابراهیمي نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې عظیمي تېر ماښام په مرکز ایبک کې خپل کور ته نژدې په ډزو ووژل شو. ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه چې پر نوموړي د برید علت شخصي دښمني وه او په نښته کې یو تن بریدکوونکی هم وژل شوی دی. خالد عظیمي د سناتور محمداصف زوی و چې د جمعیت اسلامي ګوند له مشرانو څخه دی.
شمالي کوریا نن د سې شنبې په ورځ تأیید کړه چې د دې هېواد رهبر کېم جونګ اون به ډېر ژر روسیې ته سفر وکړي. د شمالي کوریا خبري آژانس «KCNA» راپور ورکړی چې کېم ته د مسکو د سفر بلنه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ورکړې ده، خو اژانس یې دقیقه نېټه نه ده ښودلې. راپور زیاتوي چې کېم او پوتین به د دې سفر پرمهال خبرې وکړي. کرملین د پنجشنبې په ورځ پر خپله وېبپاڼه خبر ورکړ چې کېم به د روانې اپرېل میاشتې په دوهمه نیمايي کې مسکو ته سفر ورکړي. د دې سفر خبر پهداسې حال کې ورکول کېږي چې د امریکا حکومت د کوریا... Читать дальше...
د سولې د مشورتي لویې جرګې په سلو کې دېرش ګډون کوونکې ښځې دي. ټاکل شوې چې د سولې مشورتي لویه جرګه د ثور په نهمه په کابل کې وشي. د جرګې د جوړولو د کمېسیون لومړی مرستیال ضیا الحق امرخېل پرون، د اپرېل په ۲۲مه، ازادي راډیو ته وویل: "دې جرګې ته کافي تدابیر نیول شوي، په نهمه د ثور به ترسره کېږي او څلور ورځې به دوام کوي." د سولې مشورتي لویه جرګه به د افغانستان حکومت ته مشوره ورکوي چې له طالبانو سره د سولې پروسه څرنګه پر مخ بوزي. ضیا الحق امرخېل وویل، طالبان او نورې ډلې له حکومت سره له خبرو پرته بله هېڅ لار نهلري. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости