د پخواني صدراعظم په ګډون سلګونه هندي سیکان مذهبي مراسمو لپاره پاکستان ته لاړل
د هندوستان سلګونه تنه سیکان نن په یو لړ مذهبي مراسمو کې د ګډون په موخه له سرحد څخه د پاکستان خوا ته پورې وتل. د هند پخوانی صدر اعظم من موهن سنګ او تر خوا یې د بالیووډ مشهور ستوری سني دیول هم د زیارت کوونکو په ډله کې دي. سنګ پاکستاني رسنیو ته ویلي، دا یوه ځانګړې شېبه ده. دوی د سکییزم د بنسټ اېښودونکي ګورو نانک د زېږېدو د ۵۵۰ کالیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ګډون په هدف د پنجاب ایالت کارترپور ښار ته ځي. دا هغه سیمه ده چې ګورو نانک په کې مړ شوی دی. پاکستان له هند سره هوکړه کړې چې د هندوستان... Читать дальше...