له ایرانۍ فعالې مسیح علي نژاد سره ځانګړې مرکه
مسيح علي نژاد ایرانۍ خبرياله او سیاسي فعاله ده چې اوسمهال په امریکا کې د جلاوطنۍ ورځې شپې تېروي. ملالۍ بشير له مېرمن علي نژاد سره خبرې کړي. مرکه دلته وګورئ.
مسيح علي نژاد ایرانۍ خبرياله او سیاسي فعاله ده چې اوسمهال په امریکا کې د جلاوطنۍ ورځې شپې تېروي. ملالۍ بشير له مېرمن علي نژاد سره خبرې کړي. مرکه دلته وګورئ.
د امریکا ولسمشر اعلان کړی چې د سولې خبرې به بیرته پیل شي. په عراق کې له پرون راهيسي شا او خوا پنځه څلوېښت کسان د لاریونو پر مهال وژل شوي دي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډیو.
د عراق وتلي شيعه ملا، ايت الله علي سيستاني په عراق کې د حکومت-ضد مظاهره چيانو په وړاندې د ځواک کارول وغندل. هغه له مظاهره چيانو غوښتنه وکړه، چې د تاوتريخوالي او ورانکارۍ له اعمالو ډډه وکړي. علي سيستاني له پارلمانه هم غوښتنه وکړه، چې د اوسنۍ کابينې له ملاتړه لاس واخلي. دا په داسې حال کې ده، چې د اکتوبر له لومړيو د اعتراضونو پر مهال لږ تر لږه ٣٥٠ کسان وژل شوي او په زرګونو نور ټپيان شوي دي. د عراق وتلي ملا ايت الله علي سيستاني نن په کربلا ښار کې د جمعې تر لمانځه وروسته وويل:... Читать дальше...
د ناټو سرمنشي په افغانستان کې د سولې د مذاکرو هرکلى وکړ. ينس سټولټنبرګ نن دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون افغانستان ته ناڅاپي سفر وکړ. ښاغلي سټولټنبرګ نن د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې يوه کنفرانس ته وويل: ”په افغانستان کې د سولې د مذاکرو هرکلى کوو. طالبانو ته په کار ده پر يوه باوري موافقه د سلا کېدو لپاره واقعي جوړجاړى وښيي. ناټو د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي، چې د سولې لپاره شرايط برابر شي.“ په عين حال کې د امريکا ولسمشر ډونالډ... Читать дальше...
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم د افغانستان د ټاکنو کمېسیو ن ته یوه ورځ مهلت ټاکلی چې تقلبي رأیې باطلې اعلان کړي. د دغه ټیم زرګونو پلویانو د جمعې په ورځ په کابل کې لاریون وکړ. راپور د شفیع کریمي، ژباړه رحمت الله افغان
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې زرګونه پلویانو د هغه څه پروړاندې چې "ټاکنو کمېسیون له خوا د قانون ماتول" بولي نن په کابل ښار کې لاریون وکړ.
سودان په دې هېواد د ګوښه کړای شوي دیکتاتور عمر البشیر د سیاسي ګوند د ړنګولو او د ګوند د پانګې ولجه کولو امر کړی.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه امریکايي سیال ډونالد ټرمپ په لیدنه کې دواړو مشرانو ټینګار کړی که چېرې طالبان د سولې هوکړه لیک ته ژمن وي، باید اوربند ومني.
د کابل کوڅو کې د هرې ورځې په تېرېدو د کتاب پلورنځیو شمېر زیاتیږي، خو په دې ښار کې د کتاب چاپولو بازار بیا سوړ دی او هغوی چې چاپخونې یې جوړې کړي، له خپل کاروباره خوښ نه دي.
د روسيې د امنيتي خدماتو فډرال اداره وايي، يوه روسۍ ښځه روسيې ته د خيانت او اوکراين ته د جاسوسۍ د ادعا له کبله نيول شوې ده. ويل شوي دغه ښځه د اوکراين په هغه ټاپووزمه کې چې د روسيې په کنټرول کې ده، نيول شوې ده. د روسيې خبري اژانسونو د امنيتي خدماتو د فډرال ادارې په حواله راپو رورکړى چې نن يې ويلي: دغه روسۍ ښځه په دې تورنه ده چې هڅه يې کړې د اوکراين د دفاع وزارت د استخباراتو رياست په لارښوونه د روسيې د پوځ رازونه ترلاسه کړي. د اژانسونو په حواله دغه ښځه په سيواستيپول ښار کې نيول شوې ده. Читать дальше...
د چک جمهوریت د کرنې د وزیر په مشرۍ یو چکي هییت وروسته له هغې روسیې ته خپل رسمي سفر رالنډ او بیرته خپل هېواد ته شتون شو چې له مسکو د روسیې کازان سیمې ته د الوتنې اجازه ورنه کړل شوه. د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر توماش پیتریچیک پرون وویل، تر اوسه یې له مسکو څخه په دې اړه چې ولې دې الوتنې ته اجازه نه ده ورکړل شوې هیڅ سپیناوی نه دی ترلاسه کړی. چارواکو ویلي چې د چکي چارواکو دا هییت نژدې لس ساعته د مسکو په هوايي ډګر کې منتظر و خو کازان ته د سفر اجازه ورنه کړل شوه. کازان د روسیې د تاتارستان... Читать дальше...
سوډان په دې هیواد د ليرې کړی شوي ډیکټاټور عمر البشیر د سیاسي ګوند د ړنګېدو او د دې ګوند د پانګو د ضبطېدو امر وکړ. تر څو مياشتنيو ناکراريو وروسته د شمال ختیځې افریقا دې هېواد د ژمنه شوې ډیموکراسۍ پر لوري یو بل ګام واخیست. په سوډان کې نویو چارواکو همدارنګه د بشیر د واکمنۍ د وخت هغه قانون هم لغوه کړی، چې په کې د ښځو د جامو او چلند لپاره ځانګړي مقرارت ټاکل شوي او سرغړوونکي په درو وهل کېدل. د سوډان د حکومت په یو فرمان کې راغلي چې د بشیر ”د ملي کانګرس ګونددې منحل او د سوډان د سیاسي ګوندونو... Читать дальше...
د جاپان پخوانی صدراعظم یاسو هایرو ناکاسون د ۱۰۱ کلونو په عمر پرون ومړ. ناکاسون له 1982 څخه تر 1987 م کال پورې د جاپان صدراعظم و او هغه مهال یې د امریکا له ولسمشر رونالډ ریګن او د بریتانیا له صدراعظمې مارګریټ ټاچر سره نژدې ملګرتیا جوړه کړه. ناکاسون د خپلې صدراعظمۍ پر مهال د پخواني شوروي اتحاد سره د مقابلې لپاره له امریکا سره پر کلک پوځي یووالي ټینګار کاوه. نوموړی د خپل هغه اصلي هدف په ترلاسه کولو بریالی نه شو چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته جوړ شوي د جاپان سوله غوښتونکي اساسي... Читать дальше...
د افغانستان جمهوري رياست وايي ولسمشر محمد اشرف غني د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په کتنه کې ټینګار وکړ که طالبان ريښتیا د سولې پر موافقه سلا کېدل غواړي، باید اوربند ومني. جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې ويل شوي دواړه ولسمشرانو پر دې هم ټینګار وکړ، چې د اوږدمهالې سولې لپاره باید له افغانستان څخه بهر د تروريستانو ځالې له منځه لاړې شي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون افغانستان ته د ناڅاپي سفر په لړ کې په بګرام پوځي اډه کې وويل، واشنګټن له طالبانو سره خبرې له سره پیل کړي دي: ”ګورو چې دوی غواړي یوې موافقې ته ورسېږو. Читать дальше...
د کاپيسا ولايت چارواکي وايي په يوه هوايي حمله کې د دغه ولايت لپاره د طالبانو د پوځي کمېټې تش په نوم مسوول وژل شوى دى. د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالشايق شورش نن ازادۍ راډيو ته وويل، د طالبانو دغه پوځي مسوول قاري نظرګل په اله ساى ولسوالۍ کې د افغانستان د هوايي ځواک له خوا په نښه شوى دى. ښاغلى شورش وايي دغه کس په کاپيسا کې د طالبانو مهم غړى و، چې د افغان قواوو په وړاندې په زياتو حملو کې يې لاس درلود. وسلوالو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
د پکتیکا په دوو ولسوالیو کې د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت د څو پروژو کارونه پيل شول. د پکتیکا والي مجیب الرحمن څمکني چې پرون د ځینو ولایتي مسوولینو په ملتیا دغو ولسوالیو ته ورغلی وو، رسنیو ته وویل: ”یو د جاني خېلو ولسوالۍ دېرش بستریز روغتون دی، چې هغه به د ۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت سټنډرډ او په معیار جوړیږي، بل په خیر کوټ کې دوه استنادي دیوالونه وو، چې په هغو ۸ میلیونه افغانۍ لګښت شوی او بل دا سړک دی چې جغل پرې اچول شوی ۷ کیلومتره اوږدالۍ لري، د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي.“ ... Читать дальше...
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم په لسګونو پلويانو نن په کابل کې لاريون وکړ. لاریون د هغه څه د مخنیوي لپاره کېږي چې دوی یې په انتخاباتو کې تقلب بولي. دغې انتخاباتي ډلې په شپږو مادو کې پرېکړه ليک هم خپور کړى دى. په پرېکړه ليک کې ويل شوي، که د ټاکنو خپلواک کميسيون او اړوند بنسټونه د دې ډلې مشروع غوښتنې په پام کې ونه نيسي، دغه ډله به د خلکو د واقعي ارادې د عملي کېدو لپاره له ټولو مشروع او سوله ييزو لارو چارو کار واخلي. د ثبات او همپالنې ډله وايي، د انتخاباتو... Читать дальше...
د راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو په لاندې هنري او فرهنګي مسایلو راښکلې کړې ده:
انډيپنډټ فارسي ورځپاڼې لیکلي چې ملا برادر د نویو متحدینو په لټون پسې وتلی دی.
د اذربایجان واکمن ګوند پرېکړه کړې چې پارلمان منحل کړي او د ګوند له مشر جمهور رییس الهام علييوف څخه وغواړي چې له وخته مخکې عمومي انتخابات وکړي. د نوي اذربایجان د واکمن ګوند اجراییه منشي علي احمدوف په پلازمېنه باکو کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ولسمشر د اصلاحاتو د پالیسۍ ملاتړ د دې پرېکړې هدفونه دي. "د نوي اذربایجان ګوند غړي دې نتیجې ته رسېدلي دي چې مقننه قوه هم باید د ولسمشر الهام عليیوف په مشرۍ د اصلاحاتو له دایرې څخه وتلې پاتې نه شي." ښاغلي احمدوف زیاته کړه چې له وخته مخکې انتخابات به... Читать дальше...
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي دی پر خپلې هغې خبرې ولاړ دی چې ویلي یې و، د ناټو مغز مړ شوی دی. ښاغلي مکرون د نوامبر په اومه له ایکونومیست مجلې سره په خبرو کې په ناټو کې د ستراتیژیکې همکارۍ پر نشتوالي خپګان ښودلی و او ویلي یې وو چې دی دې ته له ناټو سره د امریکا د تعهد د کمزوري کېدو په سترګه ګوري. د مکرون څرګندونې هغه مهال د دې ټلوالې د غړو له غبرګون سره مخامخ شوې او د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ د دې ټلوالې د ویجاړېدو په اړه خبرداری ورکړ. د فرانسې ولسمشر پرون د نوامبر په ۲۸ په پاریس... Читать дальше...
د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د قانون د حاکمیت او د فساد پرضد د عالي شورا په غونډه کې د لوګر ولایت په ځینو ښوونځیو کې له ماشومانو د ناوړه جنسي استفادې د ادعاوو په اړه بحث وشو. دا غونډه د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوې وه. جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې وايي، په دې غونډه کې ټینګار وشو چې دا قضیه باید د افغانستان د لویې څارنوالی او د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون له خوا وڅېړل شي او دا ادارې دې بیا خلکو ته په دې برخه کې د خپلو اقداماتو په اړه معلومات ورکړي. د لوګر د مدني... Читать дальше...
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم نن په کابل کې لاریون کوي. دا ډله وايي، لاریون د هغه څه د مخنیوي لپاره کېږي چې دوی یې په انتخاباتو کې تقلب بولي. د دې انتخاباتي ډلې لومړي مرستیال عنایت الله بابر فرهمند پرون په کابل کې په یوه خبري غونډه کې هیله څرګنده کړه چې نننۍ ورځ به تاریخ جوړوونکې وي. ښاغلي فرهمند وویل: "سبا یکشنبې به تاریخي نه بلکې تاریخ جوړوونکې ورځ وي. که د دې تاریخ پیل له کابل ښار څخه ونه شي، نو ډاډه اوسئ چې د افغانستان خلک به بیا ښه ورځ ونه ویني." په همدې حال کې... Читать дальше...
د عراق په جنوب کې د دولتي ځواکونو له خوا د اعتراض کوونکو د ځپلو پرمهال ۳۵ کسان وژل شوي. په ځینو نورو راپورونو کې دا شمېره ۴۵ ښودل شوې ده.
د ملي امنیت شورا وايي، د افغانستان دولت به ډېر ژر د اسلامي دولت (داعش) ډلې د هغو بهرنیو غړو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي چې په ننګرهار ولایت کې حکومت ته تسلیم شوي دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости