له حامد کرزي سره ځانګړې مرکه
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي چې حکومت د اوربند په پلمه باید د سولې د پروسې پر وړاندې ونه درېږي.
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي چې حکومت د اوربند په پلمه باید د سولې د پروسې پر وړاندې ونه درېږي.
چک جمهوريت ويلي چې پوځيان به يې سر له راتلونکي کاله د بګرام پوځي اډې ساتنه بنده کړي. د چک خبري اژانس په حواله، د دغه هېواد دفاع وزير لُبومير مينتار پرون ويلي دا کار په افغانستان کې د چک د ماموريت د پاى ته رسېدو له شرايطو سره سم کېږي. په ٢٠٢٠ م کال، په افغانستان کې د چک جمهوريت د ماموريت له ختمېدو سره به دغه هېواد د افغانستان د ځانګړو ځواکونو پر روزنه تمرکز کوي. په ٢٠٢٠م کال کې به افغانستان ته د طبي پوځي ټيم تر استولو وروسته افغان پوځيانو ته طبي مرستې برابروي. دا مهال په افغانستان... Читать дальше...
امنيتي ځواکونو د عراق په جنوب کې پر اعتراض کوونکو ډزې کړي، لږ تر لږه ٥ کسان يې وژلي په لسګونو نور يې ټپيان کړي دي. پوليس او روغتيايي سرچينې وايي، لږ تر لږه ٢ کسان نن هغه وخت ووژل شول او تر ٧٠ زيات نور ټپيان شول، چې امنيتي ځواکونو بصرې ته نږدې په ام قصر بندري ښار کې د مظاهره چيانو د تيت و پرک کولو لپاره ډزې وکړې. بلخوا تېره شپه اعتراض کوونکي د ښار پر درېيو پلونو راټول شوي وو، چې امنيتي ځواکونو يې د تيت و پرک کولو لپاره وژونکې وسلې او اوښکي بهوونکي ګاز کارولي او درې کسان يې په نتيجه کې وژل شوي دي. Читать дальше...
حامد کرزی وايي، د اوسمهالي ولسمشر محمداشرف غني د مخالفت له امله د پیکینګ په ناسته کې ګډون نه کوي.
د افغانستان د ملي شورا یو شمېر غړي وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې ژر تر ژره د ولسمشرۍ ټاکنو لوموړنۍ پایلې اعلان کړي.
سرپرست وزارت دفاع افغانستان میگوید نیروهای امنیتی و دفاعی این کشور اجازه نخواهند داد که اختلافها در مورد مسائل انتخابالاتی به خشونت کشیده شود.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون دارالانشاء رئیس وايي، که دوی ونهتوانیږي په ۷ ولایتونو کې رایې بیا وشمېري، نو وروستۍ پریکړه او د پایلو د اعلان لپاره خپل عملیاتي راپور به کمېسیون بورډ ته وسپاري.
د افغانستان پروفېشنل باکسر سهېل احمد په خپله راتلونکې سيالۍ کې د انګلستان د پروفېشنل باکسر ډايلين ډراپر سره د سوک وهنې (باکسنګ) مسابقه کوي. ويل کېږي چې افغان باکسر سهېل احمد او ډايلين ډراپر دواړه سخت سيالان دي، چې د نومبر په ۲۹مه نېټه به د انګلستان په يارک هال کې سيالي ترسره کړي. سهېل احمد چې د بوکسنګ يا سوکوهنې په ډېرو نړيوالو لوبو کې يې ګډون کړی دی، ډېرې لوبې يې ګټلي دي او د افغانستان نوم يې په انګلستان کې ځلولی دی. نوموړی د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې له ډېر وخت راهيسې په انګلستان کې ژوند کوي. Читать дальше...
شورای ولایتی بلخ در مورد فروش بیش از صد کیلومتر لوله انتقال گاز جوزجانبلخ اظهار نگرانی کرده و خواستار توضیح قرارداد فروش آن شده است.
د دايکندي ولايت چارواکي وايي د امنيتي ځواکونو پر څو پوستو د وسلوالو طالبانو په حملو کې ٢٥ وسلوال طالبان او ٨ سرتېري وژل شوي دي. د دايکنډي د والي وياندې سکينې احساني نن ازادۍ راډيو ته وويل، وسلوالو نن سهار په کجران ولسوالۍ کې پر څو پوستو حمله وکړه. د هغې په خبره وروسته نښته شوې، چې په نتيجه کې يې ٢٥ وسلوال طالبان او ٨ سرتېري وژل شوي دي. د والي ويانده وايي، ٤ نور سرتېري ټپيان شوي دي. وسلوالو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
د امریکا متحدو ایالتونو د ټولنیزو رسنیو له سترو شرکتونو فېسبوک، انسټاګرام او ټویټر څخه وغوښتل چې د ایران د حکومتي مشرانو حسابونه بند کړي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ۱۱۷۹ محلونو رایې یې باطلې کړي دي. کمېسیون دا رایې وروسته له دې باطلې کړې چې د یو شمېر مرکزونو رایې یې بیا وشمېرلې. د ټاکنو خپلواک کمېسیون يوه وياند ذبيح سادات نن ازادۍ راډيو ته وويل: "تر دې دمه له هغو ولايتونو چې معلومات راغلي، په ټوله کې د ١١٧٩ محلونو تفتيش او بررسي شوې وه، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون د پرېکړې پر اساس يې رايې باطلې اعلان شوې دي." ټاکل شوې وه چې په نژدې دوه نیم زره محلونو کې رایې بیا وشمېرل شي ،خو د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم... Читать дальше...
په کندوز کې د ملي اردو مسوولان وايي د کندوز ښار په بېلابېلو برخو کې د روانو پوځي عملياتو په نتيجه کې ٨ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي. د خالد د ژمنيو عملياتو په چوکاټ کې د پامير ١١٠ په نوم ګډ پوځي عمليات دوه ورځې مخکې پيل شوې دي. د ٢١٧ پامير قول اردو مرستيال وياند عبدالهادي جمال نن رسنيو ته وويل: "د امنيتي قطعاتو د توپچي ضرباتو او ګډو عملياتو په نتيجه کې ٨ طالب تروريستان وژل شوي او ٣ تنه نور يې ټپيان شوي دي." د پامير قول اردو مرستيال وياند وايي نن سهار د وسلوالو يو رنجر موټر هم ويشتل شوى، چې درنه وسله ورباندې ځاى پر ځاى شوې وه. Читать дальше...
داسې ښکاري چې د رومانيا لوېديځ پلوه ولسمشر کلاوس يوهانيس به د ولسمشرۍ په نننيو دويم ځلي انتخاباتو کې بيا د ولسمشر په توګه انتخاب شي. دغه پخوانى ښوونکى د کيڼ اړخې کانديدې يوواريکا دانڅيلا په وړاندې بريا خپلوي چې تر تېرې مياشتې د دغه هېواد صدراعظمه وه. د اداري فساد او نورو ستونزو له کبله اعتراضونه د دې سبب شول، چې د ٥٥ کلنې صدراعظمې دانڅيلا حکومت ړنګ شي. د ٦٠ کلن کلاوس يوهانيس دويمه دوره به د کيڼ اړخو تر څو کلنې واکمنۍ وروسته بېرته رومانيا پر اروپاپلوه مسير برابر کړي. د کيڼ اړخو واکمني له... Читать дальше...
د کندز امنيه قوماندان وايي د دښت ارچي ولسوالۍ په بندر سيمه کې ١٠ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي. د جنرال عبدالرشید بشیر په خبره، لومړى وسلوالو د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريد وکړ، خو سيمې ته د تازه دمه ځواک له رسېدو وروسته د وسلوالو بريد په شا وتمبول شو. امنيه قوماندان رسنيو ته وويل، وروسته نښته وشوه، چې په نتيجه کې يې ٧ نور وسلوال ټپيان شوي دي: ”د دوې حملې په شا وتمبول شوې او دوى ته مرګ ژوبله واوښته. د مولوي مبشر په نوم د طالبانو يو مهم غړى هم په دغو عملياتو کې وژل شوى دى. په ټوله... Читать дальше...
په کابل کې څه باندې ۲۰۰ دیني عالمانو د مالیې په ورکړې ټينګار وکړ. په دغه ناسته دیني عالمانو له خلکو وغوښتل چې د اسلامي اصولو په رڼا کې باید د مالیې په ورکړه کې ځنډ ونه کړي او افغانستان د ځان بسیاینې په لور بوځي. له بلې خوا د افغانستان مالیې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دیني عالمانو له دې اقدام څخه هرکلی وکړ . نوموړي وویل،چې د دیني عالمانو دغه سپارښتنې به د دوی د کارونو په برخه کې د پام وړ مرسته وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او د جنوبي اسیا هېوادونو د همکارېو سازمان سارک په همکارۍ د سوداګریزو ستونزو د هوارې په هدف په کابل یو ورځنی کنفرانس جوړ شو. د سوداګرۍ خونې د رهبرۍ پلاوي غړي خان جان الکوزي نن ازادي راډيو ته وویل، په دغه ناسته کې د سوداګرۍ د ستونزو په هواري خبرې کېږي. هغه زیاته کړه: "په دغه ناسته کې پر دې بحث کېږي، چې د سارک هېوادونو څه ستونزې دي، سوداګریزو چارو کې څنګه اسانتیاوې برابر شي او همدارنګه څنګه کولای شي چې سوداګرو ته فرصتونه او زمینې برابرې شي." په دې ناسته کې د هند، پاکستان،... Читать дальше...
د تخار ولایت اوسېدونکي په ښار کې د جنایي جرمونو ، هدفي وژونو او د نامسؤلو وسله والو له زیاتېدو شکایت کوي او له دولته غواړي چې د دغو ستونزو د لرې کولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
د امریکا متحدو ایالتونو د ټولنیزو رسنیو له سترو شرکتونو فېسبوک، انسټاګرام او ټویټر څخه وغوښتل چې د ایران د حکومتي مشرانو اکاونټونه تر هغو بند کړي چې په دغه هیواد کې انترنیټ بېرته فعالېږي. د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي برین هوک بلومبرګ نیوز شبکې ته په مرکه کې، چې د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ټویټرپاڼه کې خپره شوې ده، د ایران رژیم خورا دوه مخی بللی دی. ده همداراز ویلي، د ایران رژیم په داسې حال کې چې انترنیټ قطع کوي په خپله له دغو ټولو ټولنیزو شبکو کار اخیستو ته دوام ورکوي. نو د فیسبوک، انسټاګرام... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د داعش د سختدریځې ډلې ۲۲ نور غړي په ننګرهار ولایت کې خاصو افغان ځواکونو ته تسلیم شول. دفاع وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان په اچین ولسوالي کې تسلیم شوي دي. تر دې وړاندې تېره اوونۍ د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل اعلان وکړ چې په وروستیو کې د داعش ۶۲۵ غړي دولت ته تسلیم شوي دي. دفاع وزارت وايي چې د داعش تسلیم شویو غړیو ۱۸ کلاشینکوفونه هم ځانګړو افغان ځواکونو ته سپارلي دي.
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس له سترو هیوادونو وغوښتل چې خپلې اتومي وسلې له منځه یوسي. پاپ دا خبره نن (یکشنبه) د جاپان په ناګاساکي ښار کې په وینا کې وکړه. ناګاساکي د جاپان هغه ښار دی چې په دوهمه نړیواله جګړه کې امریکا پرې اتوم بم وغورځاوه چې له کبله یې لسګونه زره تنه ووژل شول خو ورسره دوهمه نړیواله جګړه هم پای ته ورسېده. ده د ناګاساکي د اتومي بم په هایپوسنټر پارک کې وویل«دا ځای موږ له هغه درد او وحشته ښه خبروي چې موږ انسانان یې یو بل ته پېښولی شو.» ده همداراز وویل، په دغه ښار کې، چې... Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د رأیې بیا شمېرنې بهیر او د امریکايي سناتورانو له لوري د سولې لپاره د یوې نوې لایحې په اغیزو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان پر انتخاباتو لیکنه خپره کړې ده، هغه انتخابات چې تراوسه پورې یې ابتدايي پایلې نه دي اعلان شوي. د نیویارک ټایمز افغان خبریال مجیب مشعل په دې لیکنه کې وايي، افغان رای ورکوونکي د طالبانو له سلګونو حملو سره سره رای بکسونو ته لاړل خو نژدې دوې میاشتې پوره کېږي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې نه دي اعلان شوي او بیا بیا ځنډېږي. د لیکنې په دوام کې د یو شمېر کاندیدانو اعتراضونو ته هم اشاره شوې چې له کبله یې په څو ولایتونو کې د رایو بیاشمېرل له خنډ سره مخامخ شوي دي. لا... Читать дальше...
د پکتیکا په مرکز ښرنه کې یو پولیس افسر وژل شوی تېره ماښام (شنبه) د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د نامالومو وسلوالو له لوري د پولیسو یو افسر وژل شوی دی. د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین مشال راډیو ته وویل، وژل شوی پولیس عبدالحسن نومېده، چې د جنايي جرمونو سره د مبارزې په مدیریت کې يې دنده درلوده. ده وویل، پېښه ماښام مهال رامنځته شوې او برید کوونکي په تېښته بریالي شوي دي. د امنیې قوماندانۍ ویاند زیاتوي، د برید کوونکو د پېژندلو او نیولو لپاره هڅې پیل شوي او دوی تمه لري چې برید کوونکي کسان به د پولیسو لخوا ونیول شي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости