د کینیا جمهور رئیس: تر ۲۰۲۲ کال پورې 'د نجونو سنتولو' ستونزه پای ته رسوو
د نفوسو او پراختیا کنفرانس نن سه شنبې (نومبر ۱۲مه) د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې ترسره شو.
د نفوسو او پراختیا کنفرانس نن سه شنبې (نومبر ۱۲مه) د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې ترسره شو.
د افغانستان د حکومت لهخوا له بنده د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني د ورور او د دې ډلې د مرستیال انس حقاني په ګډون، د دوو نورو طالب مشرانو د ازادېدو پرېکړه، د عامو خلکو او سیاسیونو له غبرګون سره مخ شوې ده.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د دغه کمېسیون د کمېشنر مولانا محمد عبدالله په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) استول شوي لیک ته نن ځواب ورکوي.
د اسرائيل پوځ وايي چې په غزه کې یې د اسلامي جهاد په نوم د فلسطیني وسلهوالې ډلې چې ایرانیې ملاتړ کوي، یو لوی قوماندان وژلی دی. اسرائيلي ځواکونو نن د نومبر په ۱۲مه، سهار وختي د غزې ښار د شجاعیه پر سیمه عملیات وکړل. په دې عملیاتو کې دوه تنه زخمیان شوي دي. په غزه کې وسلهوالو د دې پېښې د غچ اخیستلو لپاره د تلابیب په ګډون د اسرائيل پر څو ښارونو راکټونه ویشتي دي. د اسرائيل لور ته د تلفاتو خبر لا نهدی خپور شوی. د اسرائيل حکومت ویلي چې د فلسطیني وسلهوالو قوماندان بها ابو العطا پر اسرائیل... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د دې اوونۍ په پای کې به د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره د خپلې ټیلیفوني مکالمې ټرانسکرېپټ خپور کړي. ښاغلي ټرمپ پرون د نومبر په ۱۱مه، دا خبر پر ټویټر خپور کړ. ټرمپ په یوه ټویټ کې ولیکل: "د دې لپاره چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شفاف جمهور رئیس واوسم، د دې اوونۍ په ترڅ کې به د اوکراین له ولسمشر سره د لومړۍ او د تر ټولو مهمې ټیلیفوني مکالمې متن خپور کړم." د ټرمپ او ولادیمیر زلنسکي ترمنځ دا ټیلیفوني خبرې د اپرېل په ۲۱مه شوې وې. ټرمپ... Читать дальше...
د دغه کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ نن (سې شنبه د عقرب ۲۱مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، کمېسیون د خلکو اعتراضونه په نظر کې نیسي او یوازې بایومټریک شوې رأيې ورته د منلو وړ دي.
د لوګر امنیتي چارواکي وایي، نن له غرمې وړاندې د پل علم اړوند د شېنګ کمپ په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر قطار ځانمرګی برید شوی. په لوګر کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان عبدالمتین حسن خېل ازادي راډیو ته وویل، چې په یاد برید کې د ځانمرګي بریدګر له وژل کېدو پرته نورو ملکي او نظامي کسانو ته تلفات نه دي اوښتي. تر اوسه وسله والو طالبانو او کومې بلې مخالفې ډلې د دې برید مسؤلیت او په برید کې اوښتو تلفاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
په کابل کې د امریکا سفیر د درېیو طالب زندانیانو له خوشې کېدو هرکلی وکړ. کابل کې د امریکا سفیر جان بس له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، د ولسمشر غني له دې اقدامه ملاتړ کوي او هیله لري چې دغه کار به دې لامل شي څو طالبان هم ځیني ګامونه پورته کړي. ښاغلي بس وویل: "د امریکا متحده ایالات د درېیو طالبان بندیانو د خوشې کولو لپاره د ولسمشر غني له دغه زړور تصمیم د یو انساني حرکت په توګه ملاتړ کوي، دغه کار به د اوسنۍ جګړې د وضعیت پای سره مرسته وکړه." هغه زیاتوي، دا وروستی زړور اقدام دی چې ولسمشر او د افغانستان... Читать дальше...
د کندهار د کرې ریاست د معلوماتو پر اساس په دغه ولایت کې سږکال پر ۸۰۰ جريبه ځمکه پنبه کرل شوې ده.
د پکتیا د سوداګرۍ او صنایع خونې مشر وايي، په دغه ولایت کې نږدې ۲۲ زره ټنه مڼې د خوسا کېدو په حال کې دي. نصیر عالمیار نن ازادي راډيو ته وویل چې د پاکستان له لوري د تعرفې د لوړېدو له امله سوداګر چمتو نهدي چې مڼې پاکستان ته صادر کړي. هغه وايي: "کله چې د افغانستان حاصلات راټولېږي، موږ بیا نهشو کولای چې هغه پاکستان ته صادر کړو، تر اوسه یوه لارۍ مڼې هم د پکتیا د ډنډ پټان له لارې صادر شوې نهدي." نوموړي دغهشان وویل چې دا مهال د پکتیا په بازار کې د یو من مڼو بیه ۱۰۰ تر ۱۲۰ افغانۍ ده چې بڼوالو ته له دې امله ګڼ زیانونه رسېدلي دي. Читать дальше...
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، پرېکړه یې کړې څو انس حقاني او د طالبانو د ډلې دوه نور مهم غړي په مشروط ډول له باګرام زندانه خوشې کړي.
د ازادي راډیو اوونیزه "ژوند په شېبو کې" پروګرام خامک ګنډلو ته ځانکړی شوی.
د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ په علي سینګۍ سیمه کې تېر مازدیګر په یوه موټر هوایي برید شوی، چې په کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي. د پکتیا امنیې قومانداني پېښه تائیدوي، خو د جزئیاتو په اړه یې څه نه وایي. له بلې خوا بیا د پکتیا د ولایتي شورا پخوانی غړی وکیل مبارز او د سیمې یو تن اوسیدونکی سید جمال الدین اصف خېل ازادي راډیو ته وویل، چې په پېښه کې وژل شوي اووه تنه ټول ملکیان د یوې کورنۍ غړي دي، چې درې ښځې، درې ماشومان او یو سپین ږیری په کې شامل دي. دوی وایي، دا څووم ځل چی په دې ولسوالۍ کې په ملکي خلکو... Читать дальше...
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، که څه هم د دې پلاوي د کتنو او د خبرو اجنډا په اړه ډېر جزئیات نهشته، خو د ورځپاڼې په وینا په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان حکومتونو یو ځل بیا پر یو بل د تورونو لګول پیل کړي وو.
دوی ټولو په افغانستان کې خدمت کړی او په یو ډول په دې هېواد کې د مأموریت برخه وو.
اسرائیل وړاندې ایران تورن کړی چې اټمي فعالیتونهیې په یوه نااعلان شوي سایټ کې چې د تهران په څنډو کې په تورقوزاباد سیمه کې دی، پیل کړي دي.
د جوزجان چارواکي، د درزاب ولسوالۍ د بېرته نیولو په هدف د افغان ځواکونو د عملیاتو د پیل خبر ورکړ. د جوزجان والي لطفالله عزیزي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې په دې عملیاتو کې د تېرې ورځې تر ناوخته پورې درې کلي تصفیه شوي دي. نوموړي زیاته کړه: "عملیات له انتن تپې څخه د ولسوالۍ د مرکز په لوري چې درې کیلومتره فاصله لري پیل شول، په دې سیمه کې چې مرکز درزاب ته تللې په بشپړ ډول ماینونه خښ شوي دي، سیمه غرنۍ هم ده نو له همدې کبله د سیمې د تصفیې چارې ورو پر مخ ځي." د جوزجان والي زیاته کړه، په دې عملیاتو... Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د دې میاشتې تر وروستیو پورې له وېسټ انډیز لوبډلې سره درې ۲۰ اوره او یوه ټېست لوبه لري. دا خبره د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکو ازادي راډیو ته وکړه. د دغو لوبو په لړۍ کې تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ لوبډلې وېسټ انډیز لوبډلې ته درې ۵۰ اوره لوبې بایللې دي. د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو مسؤل فرید هوتک تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې ۲۰ اوره لوبې د پنجشنبې په ورځ پیل او تر راروانې دوشنبې پورې به دوام وکړي. هوتک وايي: "موږ هیله لرو چې زموږ لوبډله په راتلونکو... Читать дальше...
دغه چارواکي څرګنده نهکړه چې دغه کسان به کله پرېښودل کېږي، خو په قطر کې د طالبانو سرچينو مشال راډيو ته وويل چې دوی په دوو يا دريوو ورځو کې د دې کار تمه لري.
په عراق کې د بشري حقونو د څار یوې ډلې ویلي چې د امنیتي ځواکونو او مظاهره کوونکو ترمنځ د نویو کړکېچونو د راپورته کېدو له کبله څلور مظاهره کوونکي وژل شوي او شااوخوا ۱۳۰ نور ټپیان دي. دا مرګ ژوبله هغه مهال وشوه چې د دغه هېواد د پوهنې ادارې مخته د دواړو لورو ترمنځ شخړې وشوې او امنیتي ځواکونو اوښکې بهوونکی ګاز استعمال کړ. په عراق کې د بشري حقونو نیمه رسمي کمېسیون چې د دې مرګ ژوبلې راپور یې ورکړی دا شخړې د خواشینۍ وړ بولي او وایي، د ځینو ټپیانو وضعیت نازک دی. په همدې حال کې د عراق د پوځ یوه ویاند... Читать дальше...
کیف او روسي پلوه جلا غوښتونکي وایي، دوی د اوکراین په ختیځ کې د جګړو له لومړیو کرښو خپل سرتېري او وسلې په بشپړ ډول ایستلي دي. دا د اعتماد جوړولو د لړۍ یو له اقداماتو ده چې کولای شي په لوهانسک او دونیڅک سیمو کې د جګړې د ختمولو په هدف یوې څلور اړخیزې سرمشریزې ته لار هواره کړي. په دې سیمو کې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې چې جګړې پیل شوي تر ۱۳۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. د اوکراین پوځ ویلي ځواکونهیې د نومبر د ۱۱مې نېټې غرمه مهال په بشپړ ډول د دونیڅک له پیتریفسکې سیمې په شا شول. دوی وایي، د نومبر پر ۱۲مه به له ماینونو د سیمې پاکېدل پیل شي. Читать дальше...
د هانګ کانګ چارواکي وایي، د ډموکراسي پلوه مظاهرهچیانو او پولیسو ترمنځ د تېرې ورځې په اخوډب کې د ۲ ټپي شویو کسانو حالت نازک دی. یو ماسک لرونکی مظاهره کوونکی د نومبر پر ۱۱مه د یوه پولیس افسر له لوري وویشتل شو. یو بل پیکېنګ پلوه کس بیا له یوه اعتراض کوونکي سره تر بحثونو وروسته وویشتل شو. دا ۲۴مه اوونۍ ده چې په هانګ کانګ کې دا مظاهرې پیل شوې دي. دوی د ډموکراسۍ د لاپیاوړي کېدو او د پولیسو د مسؤلیتونو غوښتنه لري. د چین د اراضۍ اجرائیوي مشر کري لَم دغه اعتراض کوونکي د خلکو دښمنان وبلل. د امریکا... Читать дальше...
اغلې موګرېني د دوشنبې په ورځ (نومبر ۱۱مه) ازادي راډیو سره خبرو کې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د سولې مذاکراتو د پیلېدو لپاره مهم وبلل.
دغه مرستې چې د ښوونځیو ځیني ضروري مواد پهکې شامل دي، د قطر هېواد د سرې میاشتې د یوه پلاوي لهخوا د دغه ولایت یو شمېر ښوونځیو ته ورکړل شول.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости