Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Июль
2020

Новости за 04.07.2020

غزني چارواکي: د وسله والو برید کې ۲ پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې یو پولیس وژل شو یو ټپي دی. ‎په غزني ښار کې په وسله وال برید کې یو پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دي. د غزني ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "نن تر ماسپښین وروسته ۲ تنه پولیس د غزني ښار په بزازي سیمه کې وسله والو په بې غږه توپانچه ویشتلي، چې یو یې وژل شوی او بل ټپي دی." ښاغلی جمعه زاده زیاتوي، د پېښې په تړاو یو تن نیول شوي چې تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی. په غزني کې دغه لړۍ له کلونو کلونو روانه ده. دا په داسې حال کې ده، چې ازادي راډیو د شنبې... Читать дальше...

چارواکي: هرات کې ماین چاودنې ۳ پولیس ووژل

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې چارواکي وایي، ۳ پولیس د سړک غاړې یوه چاودنه کې ووژل شول. د هرات د کهسان ولسوال امین الله هفت بلا ازادي راډیو ته وویل، دغه چاودنه نن د هرات- اسلام قلعه ترمنځ لویه لاره کې د تیرپل سیمه کې شوې ده. تراوسه چا د دغې چاودنې مسئولیت نه دی اخیستی. په هرات کې د ازادي راډیو خبریال وایي، وروستیو کې د اسلام قلعه- هرات ترمنځ لویه لاره کې ناامنۍ زیاتې شوي دي. هلته نن د هرات ګمرک کارکوونکو او کمېشنکارانو د ناامنیو پر وړاندې اعتراض وکړ او ویل یې، د ناامنیو له کبله دندو ته نه شي تلی.



‎د سویل لویدیځې حوزې استازي: حکومت باید زمونږ حقونه راکړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سویل لویدیځې حوزې یو شمېر استازي شکایت لري چې حقونه یې نه دي ورکړل شوي. ‎د هرات، غور، فراه، نیمروز او بادغیس ولایتونو یو شمېر استازو په کابل کې د پارلمان مخې ته د تحسن خیمه درولې او وایي چې حکومت یې باید حقونه ورکړي. ‎د دغو تحسن کوونکو یو استازي عبدالخالق فراهي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله دې په حکومت کې د دغې حوزې خلکو ته ونډه ورکړي. ‎ښاغلی فراهي وایي، دوی د هېواد ۲۵ سلنه نفوس جوړوي او د ګمرکونو د عوایدو لوړه برخه راټولوي، خو په خبره یې د حکومت له پامه غورځول شوي دي. Читать дальше...

اصغر افغان: راتلونکي اسیا جام سیالیو نیمه پایلوبې ته ځان رسوو

Pa.azadiradio.com 

افغان لوبډلمشر وايي، چې د ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړي په کرونا اخته شوي وو خو اوس يې روغتيا د ډاډ وړ دی. نوموړی وايي، چې لوبډله يې په شل اوريزو لوبو کې هرې لوبډلې ته ماتې ورکولای شي او هيله لري چې د کرکټ راتلوونکي اسيا جام کې به نيمه پايلوبې ته ورسېږي. د ازادۍ فريد الله سعادت ورسره مرکه کړې:



راپور: هند کې یوه کس تر ۱۰۰ ډېر کسان په کرونا ویروس اخته کړي

Pa.azadiradio.com 

د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې په هند کې یوه تن په څو ورځو کې تر سلو ډېر کسان په کرونا ویروس اخته کړې دي. د پېښې تحقیقات روان دي. د هند په شمال کې د بیهار په ایالت کې د یوه ځوان د واده په مراسمو کې تر ۳۰۰ ډېرو کسانو برخه واخیسته او دا ځوان ۲۶ کلن و، د کوویډ نولس ناروغۍ په څېر نښې یې لرلې او د واده په درېیمه یې ساه وخته. واده د جون په پنځلسمه و او د بیهار په مرکز پاټنا کې د روغتیایي برخې مسئول راج کیشور چوهدري وایي، د واده او ماتم په محفلونو کې د خلکو تر ګډون وروسته یوسل او یولس کسان په کرونا... Читать дальше...

نن د امریکا د خپلواکۍ ورځ ده

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، متحد ایالتونه د یوه نوي کیڼ اړخه بنسټپاله فاشیزم تر برید لاندې دي چې استبدادي چلند یې د امریکا د ارزښتونو او تاریخ پرضد دی.

سومالیا کې موټر بم چاودنې له امله ۷ کسه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

چارواکي وایي، د سومالیا د پلازمېنې موګادیشو له بندره بهر نن ۷ تنه هغه مهال ووژل شول چې پولیسو د ځانمرګي برید کوونکي پر یوه موټر ډزې وکړې. د سومالیا د اطلاعاتو وزارت ویاند اسماعیل مختار ویلي، کله چې د ځان مرګي دا موټر د پولیسو له لومړۍ تالاشۍ په بیړه تېر شو، دویمې ته په رسېدو پولیسو ډزې پرې وکړې او وچاودېد. د راپورونو له مخې چاودنه کې ۲ پولیس او یو شمېر ملکیان هم ټپيان شوي دي. د دغې پېښې مسئولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی، خو هلته له دې وړاندې له القاعده شبکې سره تړلې الشباب وسله والې ډلې ورته بریدونه کړي دي. Читать дальше...

روانه اوونۍ د افغان سولې په اړه درې مهمې غونډې جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

افغان دولت روانه اوونۍ د سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د رامنځته کېدو په هدف د درې مهمو غونډو کوربه توب کوي. لومړنۍ غونډه د شلو سیمه ییزو هېوادونو د استازو، دویمه هغه د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه او دريیمه د هغو هېوادونو غونډه ده چې تېرو دوه لسیزو کې د افغانستان په امنیتي او اقتصادي مسایلو کې ښکيل وو. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد رسنیو ته ویلي، دغه غونډې له دوشنبې ورځې پیليږي. هغه زیاته کړه: "د سولې د بین الافغاني خبرو له پيله مخکې افغان دولت د سیمه ییزې او... Читать дальше...

د پانګونو په اړه طالب مشرانو سره د خلیلزاد پر بحث د ولسي جرګې غبرګون

Pa.azadiradio.com 

‎د دغې جرګې لومړی مرستیال محمد میرزا کټوازی وایي، په داسې حال کې چې دلته قانوني مرجعې شته د اقتصادي پروژو په هکله طالبانو سر د امریکا بحث د افغانستان او امریکا تر منځ د سټراټیژیک تړون خلاف چاره ده.

محمدیوسف غضنفر د کرونا ویروس له امله ومړ

Pa.azadiradio.com 

په اقتصادي، د سوداګرۍ د پراختیا او د بې وزلۍ د راکمولو په چارو کې د افغان ولسمشر فوق العاده استازی محمد یوسف غنضنر د کويډ ۱۹ ناروغۍ له امله تېره شپه په حق ورسېد.

د غضنفر د جنازې او فاتحې مراسمو ترسره کېدو لپاره کمېسیون وټاکل شو

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر د محمد یوسف غضنفر د جنازې او فاتحې د ځانګړو دولتي مراسمو ترسره کېدو ته یو کمېسیون وټاکه. د ارګ یوه خبرپاڼه وایي چې د کمېسیون مشري د ولسمشر د دفتر رئیس محمد شاکر کارګر ته سپارل شوې. د کمېسیون په جوړښت کې د کورنیو چارو، دفاع ،حج او اوقافو ، اطلاعاتو او فرهنګ وزاتونه او یو شمېر نورې دولتي ادارې شاملې دي. ښاغلی غضنفر د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او د بیوزلۍ کمولو په چارو کې د ولسمشر فوق العاده استازی و چې تېره ورځ د کویډ ۱۹ ناروغۍ له کبله مړ شو.

لغمان کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د شیدو ټولولو مرکز جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د لغمان په قرغیو کې ولسوالۍ کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د شیدو ټولولو د یو ستر مرکز د جوړولو بنسټ کېښودل شوه. د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رئیس انجنیر محمد جمیل خوشحال نن ازادي راډیو ته وویل، چې د شیدې ټولولو دغه مرکزونه چې د کرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه جوړېږي، د جوړولو لګښت یې څلور میلیونه افغانۍ ده. نوموړي وویل، چې په قرغیو کې به د دغه مرکز د جوړولو چارې یې د روان کال تر پایه بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د شیدو ټولولو دغه مرکز چې د لسګونه لېټره شیدو د ټولولو... Читать дальше...

افغان او پاکستاني چارواکو د واګه بندر پر ټرانزیټي ستونزو خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو او یو شمېر سوداګرو نن سهار له پاکستاني چارواکو سره د واګه بندرله لارې هندوستان ته د صادراتي توکو د ټرانزیټ په ستونزو خبرې وکړې. د دغې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند ازادي راډیو ته وویل چې دغه ناسته د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه. ښاغلي مهمند وویل، په دغه ناسته کې له پاکستان سره په ټرانزیټ کې د افغان سوداګرو د ننګونو په خاص ډول د واګه بندر له مسیر څخه هندوستان ته د افغان سوداګرو د صادراتي توکو پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې مطرح شوې او د پاکستان د حکومت له لوري یې پر حل ټینګار وشو. Читать дальше...


Музыкальные новости
Тимати

«Звездач»: рэпер Тимати приобрел мотоцикл за 3,1 млн рублей





Rss.plus
Кубок

В Росгвардии стартовал чемпионат по боксу «Кубок Победы»




"Таких озверевших...надо сажать": "Шариатский патруль" набросился на подростка в Москве. Глава НАК призвал к жёстким мерам

Дебошир сорвал рейс из Москвы в Новосибирск

Олег Эйдельштейн добился признания сыном Жириновского из-за наследства

Авиакомпания «Россия» начала расследование из-за поломок шасси на SSJ-100




امنیتي مسئولین: پکتیا او پکتیکا کې ۶ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په سویل ختیځو ولایتونو پکتیا او پکتیکا کې د ماین چاودنو ۶ طالبان وژلي او یو بل یې ټپی کړی دی. په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند ازادي راډیو ته وویل، د پکتیا احمد خېلو او د پکتیکا خوشامند کې طالبانو ماینونه خښول چې پرې چاودېدلي دي. هغه زیاته کړه: "بېګا شپه ناوخته وسله والو طالبانو غوښتل چې په پکتیا کې د غونځې په سیمه کې ماین ځای پر ځای کړي، خپل ماین پرې چاودنه کړې، ۴ ماین خښوونکي هملته وژل شوي دي، د پکتیکا خوشامند سیمه کې هم طالبانو باندې خپل ماین چاودلی چې ۲ تنه یې وژلي او یو بل... Читать дальше...

نامعلومو کسانو کاپیسا کې د ملي امنیت کارکوونکی وژلی

Pa.azadiradio.com 

نا معلومه وسله والو په کاپیسا کې د ملي امنیت یو کارکوونکی وژلی دی. د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند شورش شایق ازادي راډیو ته وویل، د محب الرحمان په نوم دغه کس د ډنګر خېلو سیمه کې نن سهار دندې ته روان و چې موټر سایکل سپرو ډزې پرې وکړې. په سیمه کې د ازادي راډیو د خبریال وایي، وروستیو کې کاپیسا ولایت کې هدفي وژنې زیاتې شوي دي، خو چارواکو د هدفي وژنو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي. کومې ډلې د دغې پېښې مسئولیت نه دی اخیستی.

پاریس کې محکمې د داعش ډلې یو غړی په ۳۰ کاله بند محکوم کړ

Pa.azadiradio.com 

په پاریس کې یوې محکمې د داعش وسله والې ډلې سره د تړاو په تور یو فرانسوی په ۳۰ کاله بند محکوم کړ. ټایلر ویلوس پرون، د محکمې له خوا د هغو جرمونو له کبله زندان ته واستول شو چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ میلادي کلونو ترمنځ یې سوریه کې ترسره کړي. دا لومړی ځل دی چې فرانسه یو سخت دریځي اسلامپالی په سوریه کې د جرمونو په ترسره کولو محاکمه کوي. دېرش کلن ویلوس اسلام منلی و او د څېړونکي په باور د المهاجرین په نوم د ترهګرې ډلې غړیتوب یې ترلاسه کړی و. په دې ډله کې چې د شمالي قفقاز او منځنۍ اسیا د هیوادونو یو زیات... Читать дальше...

امریکا کې د درېیمې ورځې لپاره هم د کرونا ویروس ۵۰ زره پېښې ثبت شوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالتونو د دریېمې پرلپسې ورځې لپاره، په کرونا ویروس د اخته کیدو تر پنځوس زرو زیاتې نوې پېښې ثبت کړي دي. د جولای په دریېمه په کرونا ویروس د اخته کېدو دا لوړې شمېرې په داسې حال کې خپرېږي چې د امریکا متحده ایالتونه د خپلواکۍ د ورځې سره تړلي رخصتي لمانځي چې په دودیزه توګه سفرونه، راټولېدنې او نور مناسبتونه ورسره مله وي. خو د کرونا ویروس د خپرېدو چټکتیا د دې سبب شوې چې روغتیايي چارواکي له خلکو وغواړي څو په رخصتیو کې په خپلو کورونو کې پاتې شي. همدارنګه د امریکا یو شمېر ایالتونو د کاروبارونو... Читать дальше...



Москва

Слушатель из Смоленска выиграл на «Авторадио» «Москвич 3»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о работе хаба молодежного предпринимательства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Джиган

Джиган, Оксана Самойлова, Виктория Боня и другие: ТНТ раскрывает дату премьеры нового сезона реалити «Выжить в Дубае. Возвращение»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«23 and Friends»: в Москве состоялся спортивно-музыкальный фестиваль Аш 23

Генпрокуратура потребовала передать государству велотрек с Олимпиады-80

Юные тулячки завоевали серебро и бронзу турнира по синхронному плаванию


Ролан Гаррос

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции: «Я здесь дома»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Здоровье

Условно разрешенные виды использования земельных участков



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России