د کرونا د آزموینې نتیجه، څلویښتو دقیقو کې
د پیرو په پلازمینې لیما کې ډاکټرانو یو سیستم جوړ کړی چې کولی شي څلویښت دقیقو کې معلومه کړي چې شخص په کرونا اخته دی کنه. که څه هم د پیرو د عامې روغتیا وزارت دې سیستم ته د تولید اجازه نه ده ورکړی خو ډاکټران وایي ددی دستګاه تشخیص دقیق دی.