چارواکي: کرونا ویروس د کاګرو ماشومانو ژوند او روغتیايي وضعیت اغېزمن کړی
په افغانستان کې د کرونا ویروس پراخېدو د نورو تر څنګ د ماشومانو په ځانګړي ډول د کارګرانو ماشومانو ژوند او روغتیا ته هم اندېښنې زیاتې کړې دي.
په افغانستان کې د کرونا ویروس پراخېدو د نورو تر څنګ د ماشومانو په ځانګړي ډول د کارګرانو ماشومانو ژوند او روغتیا ته هم اندېښنې زیاتې کړې دي.
د فاریاب ولایت په خانچهارباغ ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۰ د خښتو پخولو بټۍ شته، ماشومان په ۴۰ سانتي ګرېډ ګرمۍ کې په سختو کارونو بوخت دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وايي، حکومت سولې ته رسېدو او د جګړې پای ته ژمن دی او له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره دې له دوی سره بندې سرتېري او عسکر را خوشې کړي.
د شمال ختيځ زون په څلورو ولایتونو بدخشان، تخار، کندز او بغلان کې د بلوڅو مېشت قومونه چې په کندز کې د بلوڅو قوم په نوم قومي شورا لري انتقاد کوي، چې حکومت د بلوڅو قوم له پام غورځولي دی، ځکه د کابينې په جوړولو کې ورته هېڅ ونډه نه دی ورکړل شوې.
په میدان وردګو ولایت کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ وسله والې نښتې ان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت له مهاله پاتې یوه جنجالي موضوع ده.
په هلمند کې په تېرو ۶ مياشتو کې ۵۴۶ ماشومان ټپيان او ۲۰ نور وژل شوي دي. په هلمند کې د بشر حقونو د ساحوي دفتر د اړيکو او معلوماتو مسؤل مقيم عليزی وايي دغه شمېر ماشومان د هلمند ولايت په بېلابېلو سيمو کې مړه او ژوبل شوي دي. مقيم چې ازادي راډيو سره خبرې کولې وويل د جګړې دواړه غاړې لا هم د ملکي کسانو ژوند ته پاملرنه نهکوي. په هلمند کې د ملکي تلفاتو تر ټولو بوږنوونکې پېښه په سنګين ولسوالۍ کي وه چې د ملکي خلکو په يوه مېله بازار کې تر غبرګو چاودنو وروسته ۳۰ نفره ووژل شول او ۲۵ ټپيان شول. حکومت د... Читать дальше...
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوشنبې په ورځ به په کابل کې د افغانستان د سولې په غونډه کې ګډون وکړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغانستان د سولې په اړه د دوشنبې له ورځې درې غونډې جوړوي. د دغه وزارت ویاند ګران هېواد پرون د دغو غونډو په اړه وویل: "د ایران د باندنیو چارو وزارت به په دې غونډو کې ګډون وکړي."
په افغانستان کې د ناټو ملکي برخه وايي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپارهیې د کرونا ویروس په وړاندې تر ټولو لویه طبي مرسته چمتو کړې ده. په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت د ملکي څانګې له لوري دا اعلان څو ورځې وروسته له دې وشو چې په ځینو راپورونو کې وویل شول چې د افغان امنیتي ځواکونو په منځ کې هم کرونا ویروس خپور شوی دی. غوڅ ملاتړ مأموریت په یوه ټویټ کې ویلي، افغان امنیتي ځواکونو ته په دې طبي مرسته کې تر یو نیم میلیون ډېر ماسکونه، ۵ لکه دستکشونه، ۴ لکه ۶۰ زره چپنې او د جراحۍ وسایل شامل دي... Читать дальше...
د فاطمې ډاکتره وايي، فاطمې د سختې ساه لنډۍ له امله سختې ورځې تېرې کړي، خو اوس چې روغه شوې هېڅڅوک یې له روغتون نه د وړلو لپاره نهدي ورغلي.
د افغانستان مالیې وزارت وایي، له امنیتي ادارو یې غوښتي چې د اسلام قلعه ګمرک امنیت خوندي کړي. د دغه وزارت ویاند شمعروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه ګمرک یو کلیدي او ډېر عاید لرونکی ګمرک دی او باید ورته پام وشي. نوموړي هیله وښوده چې د هرات-اسلام قلعې لویې لارې امنیتي ستونزې ژر تر ژره هوارې شي او د ګمرک کارکوونکي بېرته خپلو کارونو ته وګرځي. د هرات د ګمرک کارکوونکو د هرات-اسلام قلعه لویې لارې په اوږدو کې د ناامنیو له امله کاري اعتصاب کړی. اعتراض کوونکي وایي، وروسته له هغه چې تېر کال د... Читать дальше...
د کوویډ-۱۹ له خپرېدو راهیسې د روغتیا نړیوال سازمان د جولای په څلورمه په ۲۴ ساعتونو کې له دوو لکو د زیاتو مثبتو قضیو د ثبت خبر ورکړ چې ښيي دا ویروس لا هم په چټکۍ مخ په پراخېدو ده.
په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د افغانستان د سولې لپاره سیمهییزه او نړیواله اجماع مهمه بولي او دا ډول غونډې د دې اجماع د لا پیاوړتیا لپاره یوه اړتیا یادوي.
د لغمان بېځایه شوې کورنۍ وایي، تر اوسه ورسره هېځ ډول مرستې نهدي شوي. د لغمان مرکز مهترلام ته د جنګ جګړو له کبله د دغه ولایت له لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو راکډه شوې کورنۍ وایي، نهپوهېږي چې د کډوالو په نوم شوې مرستې چېرته تللي. دغه بېځایه شوي خلک وایي، کلونه وشول چې د جنګ جګړو او ناارامیو له امله له خپلو مېنو راکډه شوي او اوس په مرکز مهترلام کې دېره دي، خو په خبرهیې چې تر اوسه ورته د کډوالۍ هېڅ حق نهدی ورکړل شوی. د دوی په خبره، اوسمهال د ژوند له ستونزو او سختیو سره لاس او ګرېوان دي. ... Читать дальше...
یوه سایبریایي پړانګ د سویس په زیوریخ کې د ژوبڼ پر یوې ساتونکې حمله کړې او مړه کړې یې ده. راپورونه وايي پړانګ پر هغې ۵۵ کلنې ښځې چې په ژوبڼ کې یې کار کاوه، پرون شنبه د نندارچیانو په مخکې حمله وکړه. څېړونکو پلټنې پیل کړي چې دغه ښځه ولې د پړانګ قفس ته دننه شوې وه. د عمومي مقرراتو له مخې په ژوبڼ کې باید د وحشي ژویو او انسانانو ترمنځ کوم مستقیم تماس نهوي. دغه پړانګ چې پنځه کلن دی، تېر کال له ډنمارک څخه د زیوریخ ژوبڼ ته ولېږدول شو. سویس د کرونا ویروس له کبله د لګول شویو محدودیتونه کمول د جون... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت په افغانستان کې د خپل یوه سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړی دی. دغه وزارت پرون شنبه په یوه اعلامیه کې وویل، ۲۱ کلن وینسینټ سبسټیان ایباریا چې په اصل کې د امریکا د تګزاس ایالت و، تېره جمعه په فراه ولایت کې د موټر د نسکورېدو په پېښه کې مړ شوی دی. د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون ویلي چې د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي. د ارمي ټایمز خپرونې په حواله، دا په روان ۲۰۲۰م کال کې په افغانستان کې د امریکا نهم سرتېری دی چې وژل کېږي.
د کروېشیا وګړي له کرونا وبا سره سره نن یکشنبه د خپل هېواد په پارلماني ټاکنو کې رایه ورکوي. لومړنۍ نظر پوښتنې ښيي که چې د کروېشیا دوه سیال سیاسي ګوندونه به سخت په رقابت کې وي. د صدراعظم اندرې پلیکنوویچ په مشرۍ مرکزي ښي اړخی ګوند، د کروېشیا متحد ډیموکرات په دغو ټاکنو کې د بریا تمه لري. بلخوا د داور بیر ناردیچ په مشرۍ کیڼ اړخی سوسیال ډیموکراتیک ګوند هم په دغو ټاکنو کې بریا ته سترګې نیولې دي. دغه سیالي د کروېشیا په پارلمان کې د ۱۵۱ سیټونو د اکثریت خپلولو لپاره کېږي. ګټونکی ګوند باید ۷۶ څوکۍ... Читать дальше...
د اتریش محلي رسنۍ وايي له پلازمېنې ویانا بهر یو روسی پناه غوښتونکی په ډزو وژل شوی دی. دغه پېښه تېر ماښام د ګیراسدورف ښارګوټي په یوه لوی شاپنګ مال کې شوې چې وروسته دغه شاپنګ مال د یوه ساعت لپاره وتړل شو. لومړني راپورونه وايي دغه پناه غوښتونکی پر تندي ویشتل شوی او د امبولانس تر رسېدو مخکې یې ساه ورکړې ده. تر پېښې څو ساعته وروسته د پولیسو د سختې تالاشۍ په نتیجه کې له پلازمېنې ۲۰۰ کیلومتره لیرې یو مشکوک کس ونیول شو. د اتریش پولیس دا قضیه څېړي او هڅه کوي د قتل انګېزه معلومه کړي.
په سرمقاله کې ټینګار شوی چې ټول تمرکز باید د بینالافغاني خبرو پر بریالیتوب وي او سخت کار، ډېرې حوصلې، انعطاف او قربانۍ ته اړتیا ده چې دا فاصلې ختمې شي.
ښاغلي بنکس فاکس نیوز ته وویل، حقیقت دا دی چې دا استخباراتي معلومات یو چا نیویارک ټایمز ته افشا کړي او هغوی هم خپاره کړي اوس موږ له حقیقته هېڅ خبر نهیوو چې څوک مسؤل وګڼو.
د روغتیا نړیوال سازمان په یوه ورځ په کرونا ویروس د اخته کېدو یو بل نړیوال ریکارد ثبت کړ. 'ډبلیو. اچ. او' د جولای پر څلورمه راپور ورکړ چې د همدې ورځې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس ۲۱۲،۳۲۶ تازه پېښې ثبت شوې دي. د راپور له مخې تر ټولو ډېر ارقام په امریکا متحده ایالاتو، برازیل او هند کې ثبت شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان وایي هره ورځ شااوخوا ۵،۰۰۰ کسان له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ څخه مړه کېږي. د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې د کرونا وبا د پیل راهیسې په نړۍ کې څه باندې... Читать дальше...
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي مسکو د 'جي-۷' هېوادونو په غونډه کې د ونډې په اړه له امریکا سره خبرې نهدي کړي. د یاد وزارت مرستیال سرګي ریابکوف د جولای پر څلورمه تاس خبري اژانس ته وویل: "موږ دا ډول خبرې نه مخکې لرلې دي او نهیې اوس لرو." د ریابکوف دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې په روسیه کې د امریکا سفیر جان سولیفن د جولای پر درېیمه «ار.بي.سي» ټلوېزیون ته ویلي وو چې واشنګټن د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او د 'جي-۷' له نورو غړو هېوادونو سره په خبرو بوخت دی چې ایا په دې ډله کې د روسیې لپاره د یوه مناسبه رول ځای شته که څنګه. Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د جولای پر څلورمه د دې هېواد د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام په ترڅ کې وویل، څلور میاشتې دمخه امریکا د نړۍ تر بل هر هېواد په ټولو برخو کې په ښه وضعیت کې وو. ولسمشر ډونالد ټرمپ په یوه وېډیویې پیغام کې د سپینې ماڼۍ په رسمي ټویټر پاڼه کې وویل: "د خپل ستر هېواد ټولو وګړو ته د جولای څلورمه د خوښیو هیله کوم. دا یوه خاصه ورځ ده چې ډېر مسایل او تر ټولو ډېر ازادي لمانځو. موږ یو هېواد لرو چې واقعاً بېرته راګرځي. څلور میاشتې دمخه مو په ټولو برخو کې ریکارډ درلود. موږ د... Читать дальше...
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت او د افغان پست دولتي شرکت ترمنځ د قونسلي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د اسانتیا د رامنځته کېدو لپاره یو تفاهم لاسلیک شو. د یاد وزارت د قونسلۍ څانګې مشر عبدالملک قریشي د شنبې په ورځ د دې تفاهم د لاسلیک پر مهال وویل: "تر دې وروسته د بهرنیو چارو وزارت لهخوا ټول تصدیق او ارزول شوي اسناد افغان پست ته سپارل کېږي. په لومړني پړاو یعنې لومړیو شپږو میاشتو کې دا اسناد د کابل او اتو ولایتونو ۱۵ پوستهخانو ته چې د بهرنیو چارو وزارت نمایندګۍ پهکې شته، رسول کېږي." د ښاغلي... Читать дальше...
په غزني کې د یوې وسلهوالې نښتې په نتیجه کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شو. د غزني د والي ویاند واحدالله جمعهزاده پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل: "دوه پولیس تر غرمې وروسته د غزني ښار په بزازۍ سیمه کې د نامعلومو وسلهوالو لهخوا په بېغږه تفنګچې په نښه شوي دي." د ښاغلي جمعهزاده په خبره د دې پېښې په تړاو یو کس نیول شوی دی او پلټنې ترې روانې دي. د راپورونو له مخې د دې ډول وژنو لړۍ له کلونو راهیسې په غزنې کې روانه ده. د دې ولایت اوسېدونکو، حکومتي چارواکو او امنیتي کارپوهانو ازادي راډیو ته ویلي... Читать дальше...
د کابل قرهباغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ټرافیکي پېښې په نتیجه کې یو کس وژل شوی او شپږ نور ټپیان شول. د کابل د قرهباغ ولسوال محمد یعقوب حنیف ازادي راډیو ته وویل چې تېر ماښام د چنګاښ ۱۴مه قرهباغ ولسوالۍ د بازار په سیمه کې دوه کرولا موټرو ټکر کړی دی چې یو تن وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي. ښاغلي حنیف د دوو ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ وښود. د ټرافیک مسؤلین وایي کوچني سړکونه او د موټر چلوونکو بېپروایي دا ډول پېښې رامنځته کوي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости